رفيع الله ستانکزى

رفيع الله ستانکزى د لوگر ولايت د محمدآغې په ولسوالۍ کې د مغل خېلو په کلي کې د انجينر محمد جميل په کور کې سترگې پرانيستې دي، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنگه بل څه نه پيژانده.

رفيع الله ستانکزى

زده کړې سمول

د دوی کورنۍ هم د مهاجرينو د اوږدې لړۍ يوه کړۍ شوه او ښاغلي ستانکزي خپل ښونيز ژوند په پاکستان کې پيل کړ او په کال ۱۳۸۱ لمريز کې د پېښور د محمديې عالي لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره يې د ژبو او ادبياتو د پوهنځی د پښتو په څانگه کې خپلې زده کړې پيل کړې، چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړي درجه فارغ شو.

پښتو ادب کې ونډه سمول

د شعر او شاعرۍ سره له پخوا مينه لري، کابو ډېر شعرونه يې ويلي دي، خو اوس مهال يې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې برياوې يې هم تر لاسه کړي دي.

دښاغلي ستانگزي کوم اثر په ځانگړې توگه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه يې خپلې ليکنې د هېواد والو سره شريکې کړي دي.

چاپ شوي آثار سمول

  1. د ژباړې فن
  2. قران او تخنيک
  3. د ذهني پياوړتيا لپاره اړينې لارښوونې

ناچاپه آثار سمول

  1. د عبدالحميد مومند ژوندليک، شاعري، سبک او د سبک پلويان يې
  2. د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه
  3. د ملنگ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې
  4. د خوشحال خان په اشعارو کې د ښځې انځور

او د ادبي فنونو سره د مينې لرلو له کبله يې بېلابېلې ليکنې کړي دي، چې تر اوسه د چاپ په گاڼه نه دي پسولل شوي.

د دې ترڅنگ يې په ډېرو علمي سيمينارونو کې هم گډون کړی دی، چې يو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمي سيمينار دی، چې (په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا) تر سرليک لاندې يې خپل سيمينار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بيا د پوهنتون او څانگې د ښوونکو له خوا د ستاينې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاينليک ولمانځل شو.

د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټگر او د نورو فرهنگي کړيو سره په ادبي بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلي.

د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم گړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوي.

دا هم وگورئ سمول

لوگر ولايت

باندنۍ تړنې سمول

[ په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا] - د رفيع الله ستانکزي وېبلاگ