رالف سټکپول

رالف وارډ سټکپول (زوکړه: د ۱۸۸۵ زکال د مۍ لومړي نېټه – مړینه: د ۱۹۷۳ زکال د ډسمبر ۱۰ مه) امریکايي مجسمه جوړونکی، نقاش، د دیوالونو نقاش، حکاک، د هنرونو تدریس کوونکی او د ۱۹۲۰ مې او ۱۹۳۰ مې لسیزې پر مهال د سانفرانسېسکو مخکښ هنرمند و. سټکپول په هنر او همدارنګه په ټولنیزې واقعیت پالنې کې ښکېل و؛ په ځانګړې توګه د لوی اقتصادي ناورین پر مهال کله چې نوموړي د عمومي هنري آثارو په پروژه، د هنري آثارو د پراختیا په برخه کې د فدرال هنرونو په پروژه او د مالیې وزارت د نقاشۍ او مجسمې جوړونې په برخه کې کار کاوه. سټکپول مسئولیت درلود چې معمار تیموثی ال پفلویجر وهڅوی څو د دیوالونو مکسیکويي نقاش دیه ګو ریورا سانفرانسیسکو ته راولي او د ۱۹۳۰ او ۱۹۳۱ زکلونو پر مهال د سانفرانسیسکو د اسهامو د بازار او د هغو اړوند اداري ماڼۍ کې کار وکړي. د هغه زوی پیټر سټکپول مشهور فوټوژورنالېست/خبري انځور ګر شو. [۴][۵]

رالف سټکپول
رالف سټکپول
رالف سټکپول

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ مې ۱۸۸۵[۱][۲][۳]
مړینه 13 ډيسمبر 1973 (88 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی [۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه مجسمه سازي   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړنۍ چارې سمول

سټکپول د خپل ژوند په لومړیو کې د یو کارګر په توګه کار کاوه څو د خپل ځان او خپلې مور مالي اړتیاوې پوره کړي؛ د هغه پلار د لرګیو په یوه فابریکه کې د ارې په ماشین کې د کارکولو پر مهال له یوې پېښې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و. نوموړی په شپاړلس کلنۍ کې سانفرانسیسکو ته راغی څو د کالیفورنیا د طراحۍ په ښوونځي (اوس مهال د سانفرانسیسکو د هنرونو انستیتیوت دی) کې زده کړې وکړي. دلته نوموړي خپلې زده کړې په ۱۹۰۳ زکال کې پیل کړې او په دغه ښووونځي کې د دیوالونو د نقاش او طراح آرتور فرانک ماتیوس تر شدید اغېز لاندې راغی. دلته یې له نقاشې هلن ارنشټاین (وروسته هلن سالز) سره ولیدل چې دواړه نوي ځوان شوي و او هغه یې لومړنۍ ملګرې شوه. ارنشټاین د بډایه یهودي هنر خوښونکي لور وه او له سټکپول څخه دلته یو کال مخې وه چې نوموړی یې د نقاشیو د هغه «پیاوړي طراح» په توګه توصیف کاوه چې تل نقاشي او طراحي کوي. نوموړې د ده د خط پر ځای د ده له خوا د رنګونو د کارونې تر اغېز لاندې راغلې وه. سټکپول خپلو طراحیو ته د مونټګومري بلاک د هنرمندانو په همکارۍ ځلا ورکړه هغه ډله چې له ټوکو د «شادي بلاک» په نوم پېژندل کېده او د نقاشیو او مجسمې جوړونې سټوډیو ګانې یې لرلې. په ۱۹۰۶ زکال کې د سانفرانسېسکو له زلزلې وروسته هغه له ۲۰۰ ډالرو (د اوس په ارزښت ۶۰۰۰ ډالر) مالي مرستې څخه په ګټنې فرانسې ته ولاړ؛ هلته یې له ۱۹۰۶ زکال څخه تر ۱۹۰۸ زکال پورې د انتونین مرسي د هنرو په ټولګیو کې برخه واخیسته او په ۱۹۱۰ زکال کې یې خپل هنري آثار نندارې ته وړاندې کړل. په پاریس کې و چې د دیګو ریورا په نامه نقاش سره ملګری شو چې بیا یې د ۱۹۱۱ زکال پر مهال په نیویارک کې د رابرټ هنري تر نظر لاندې نقاشۍ وکړې. [۶][۷][۸][۸]

سانفرانسیسکو سمول

سټکپول په ۱۹۱۲ زکال کې سانفرانسېسکو ته راوګرځېد او دلته یې د هنر په برخه کې د خاویر مارتینز د زده کوونکې ادل بارنز سره واده وکړ چې له ده دوه میاشتې کوچنۍ وه او همدارنګه د هنرونو په برخه کې د کالیفورنیا د اکاډمۍ له لومړیو فارغینو څخه وه. ادل سټکپول په ډېرو برخو کې د کتابونو له حکاکۍ څخه یې رانیولې تر هغو غوښتنو پورې چې هغې له خپلې دغې اړیکې څخه ورته تمه لرله؛ یوه کمال لرونکې نجلې وه. د ۱۹۱۳ زکال د جون په ۱۵ مه د دوی زوی پیټر په سانفرانسیسکو کې وزېږېد. [۹][۱۰]

سټکپول یو له هغو څلورو کسانو څخه و چې د ۱۹۱۳ زکال په لومړیو کې یې د کلیفورنیا د حکاکانو ټولنه تاسیس کړه. د دغې ټولنې په نورو بنسټ اېښودونکو کې؛ حکاک او د سټنفورډ پوهنتون د هنرونو ښوونکی رابرټ بی. هارشه، حکاک او د سانفرانسیسکو د هنرونو د انستیتوت ښوونکی پدرو لموس او سربېره پر دې په فرانسه کې د سټکپول ښوونکی ګوتاردو پیازونی په کې شامل و چې ایټالوي الاصله امریکايي نقاش او د دیوالونو د نقاشیو طراح و. دغې ټولنې په ۱۹۱۳ زکال کې دوه ځلې د خپلو آثارو نندارتونونه جوړ کړل چې دوه کاله وروسته یې د غړو شمېر ۷۸ هنرمندانو او ۵ همکارانو ته ورسېد. دوی د ۱۹۲۶ زکال په خپله کلنۍ نشریه کې د دغې ټولنې غړي ۲۶ تنه هنرمندان او ۱۵۶ همکاران وښودل چې سټکپول لا هم د غړو په کتار کې و. لسیزې وروسته دغه ټولنه له یوې بلې ډلې سره ادغام شوه او د کالیفورنیا د چاپګرانو ټولنه یې رامنځته کړه.

د پاناما – پاسفیک نړیوال نندارتون سمول

ورته مهال سټکپول ته مسئولیت ورکړل شو څو په ۱۹۱۵ زکال کې د پاناما – پاسفیک نړیوال نندارتون لپاره د معمارۍ ځانګړنې د مجسمې په بڼه برابرې کړې؛ هغه چاره چې د همکارانو د مرستې په خوا کې یې دوه کاله وخت نیو. د مختلفو صنایعو ماڼۍ ته د لار موندلو په موخه نوموړي د هسپانیا په تولدو ښارو کې د سانتا کروز آسایشګاه د دخولي دروازې کاپي بشپړه کړه هغه چې په ۱۶ مه پېړۍ کې جوړه شوې وه. د سټکپول طرحو د کاتولیکو فرښتو اصلي څېرې د صنعت په څېرو واړولې. د بېلابېلو صنایعو ماڼۍ ته د هغه په آثارو کې «Man with a pick»، « Tympanum group of Varied Industries»، « New World Receiving Burdens of Old»، « Keystone figure» او « Power of Industry» شاملېږي. [۱۱]

معاصرې لارې چارې سمول

سټکپول له پیازوني او خپلې کورنۍ سره په ۱۹۲۲ زکال کې بیاځلي فرانسې ته ولاړ؛ هلته یې خپل ۹ کلن زوی د پاریس په École Alsacienne خصوصي ښوونځي کې شامل کړ. دغه دواړو هنرمندانو لېوالتیا لرله په اروپا کې د هنر د معاصرو لارو چارو په اړه څېړنه وکړي چې له دیګو ریورا سره مخ شول. هغه مهال چې دوی هالته و، د سټکپول د واده په اړیکه کې ستونزې رامنځته شوې همدا و چې نوموړی په ۱۹۲۳ زکال کې له څلورویشت کلنې فرانسوۍ هنرمندنې او ماډلې سره چې فرانسین مازن نومېده او په «ژینټ» مشهوره وه د خلیج سیمې ته راوګرځېده. زوی او ښځه یې هم د تحصیلي کال له پای ته رسېدو وروسته د اوکلنډ خلیج سیمې ته راوګرځېدل. سټکپول خپلې ښځې ته طلاق ورکړ او وروسته یې په مکسیکو کېی له ژینټ سره واده وکړ.[۱۲][۱۳]

د ۱۹۲۳ زکال په وروستیو کې سټکپول د پیازوني په مرسته لوی هنري نندارتون جوړ کړ. دغه نندارتون له ۱۹۱۵ زکال وروسته په سانفرانسیکو تر ټولو لوی هنري نندارتون و؛ چې د پاناما – پاسفیک له نړیوال نندارتون وروسته په دومره کچه د هنرمندانو ګڼه ګوڼې دلته شتون نه درلود. دغه نندارتون د سیویک اېډیټوریم په پولک سالون کې جوړ شو چې په خوا کې یې د چاپي اثارو هغه نندارتون چې د ګوګن او ماتیس اثار په کې نندارې ته اېښودل شوي هم جوړ شوی و. لیکوالې او منتقدې لورا برید پاورز احساس کړه چې دغه چاره ناهیلې کوونکې وه – دلته د مخکښو هنرمندانو نامحسوس آثار نندارې ته وړاندې شوي و او وه یې نشو کولای د پیکاسو معاصر پلوي یا دادئیستي اثار نندارې ته وړاندې کړي. [۱۴]

په ۱۹۲۶ زکال کې سټکپول د ویلیام اې. کولمن فواره د سکرمنټو ښارته راوړه، هغه معاصر اثر (د سزار چاوز پارک په مرکز کې موقعیت لري) چې د دغه ښار د اوبو د تصفیې د ستونزمنې پروژې د بشپړېدو ویاړ یې لمانځه. همدغه کال سټکپول مکسیکو سیټي ته سفر وکړ څو د عمومي ښوونې او روزنې د ادارې په دیوالونو باندې په ۱۲۴ نقاشیو باندې د ریورا کار وګوري. سټکپول له ریورا څخه له یوې کوچنۍ نقاشۍ سره راوګرځېد او هغه یې د سانفرانسېسکو د هنرونو د کمیسیون مشر ویلیام ګرستل ته (چې په پیل کې یې ورباندې اغېز ونکړ) ورکړه، خو وروسته یې څو کاله هڅه وکړه څو ریورا په کالیفورنیا کې د یو شمېر چارو د ترسره کولو لپاره راولي. [۱۵][۱۶]

سټکپول په خپل پخواني ښوونځي کې چې نوم یې د کالیفورنیا د ښکلو هنرونو ښوونځي (اوس مهال د سانفرانسېسکو د هنرو انستیتیوت دی) ته اوښتی و د تدریس وړاندیز ومانه. هغه د نږدې شلو کلونو لپاره ګڼ شمېر موضوعات تدریس کړل. دوربوثویل چې د سټکپول تر نظر لاندې یې مجسمه جوړونه زده کړې وه او بیا د مجسمه سازۍ د ډیپارټمنټ مشره شوه فکر یې کاوه چې سټکپول جنسیت پالونکی دی – هغې ویل چې ده به په ټولګي کې شته ښځینه زده کوونکو ته ویل «هغه ځای چې واقعا تاسو ته اړوند دی، د خوب تخت دی». [۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00173996 — subject named as: Ralph Stackpole — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b28mzn — subject named as: Ralph Stackpole — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ https://cs.isabart.org/person/140900 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  4. Obituary Archived 2019-04-10 at the Wayback Machine., The New York Times of December 13, 1973.
  5. "The Commission". Diego Rivera Mural. San Francisco Art Institute. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Salz, Helen Arnstein; Suzanne Reiss (1975). "Sketches of an improbable ninety years". Berkeley: The Regents of the University of California and the Trustees of the Judah L. Magnes Memorial Museum. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rivera, Diego ‘’Portrait of America: With an explanatory text by Bertram Wolfe’’, Covici Friede, Publishers, New York, 1934 p. 12.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Starr 2002، ص. 151.
  9. "Finding Aid for the Peter Stackpole Archive" (PDF). Tucson: Center for Creative Photography, University of Arizona. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 20, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 15, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Salz, Helen Arnstein; Suzanne Reiss (1975). "Sketches of an improbable ninety years". Berkeley: The Regents of the University of California and the Trustees of the Judah L. Magnes Memorial Museum. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Macomber, Ben (1915). The Jewel City. J.H. Williams. د کتاب پاڼي 28, 33, 195–196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ryan, Beatrice Judd (March 1959). "The Rise of Modern Art in the Bay Area". The California Historical Society Quarterly. 38 (1): 1–5. doi:10.2307/25155221. JSTOR 25155221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Starr 2002، ص. 235.
  14. Bosa, Nancy (1997). The Society of Six: California colorists. University of California Press. د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-21054-9. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Sacramento Walking Tour Map" (PDF). Sacramento Heritage. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 27, 2011. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Carunchio, Kevin. "Turning Mud Into Liquid Gold: A History of Sacramento's Water Supply, 1849–1924" (PDF). Sacramento History Journal. Sacramento Historical Society. VI (1–4): 275. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 27, 2011. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  17. "Ralph Stackpole (1885–1974)". Detailed History. Paramount Theatre. مؤرشف من الأصل في January 8, 2010. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Trenton, Patricia; D'Emilio, Sandra (1995). Independent spirits: women painters of the American West, 1890–1945. Autry Museum of Western Heritage; University of California Press. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-20203-1. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)