راجر وېلیمز

راجر وېلیمز (نږدې د ۱۶۰۳ ز کال د ډېسمبر په ۲۱ په انګلستان کې زېږېدلی او د ۱۶۸۳ ز کال د جنوري د ۲۷ او د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې مړ شوی) یو امریکایي پیورتان (پروتستانت) عیسوی ملا، مجتهد او لیکوال و چې پروېډنس پلنتېشن/Providence Plantations (د ایلنډ روډ په مستعمره کې د امریکايي اروپایانو لومړنی دایمي استوګنځی) یې رامنځته کړې، چې وروسته د پراویډنس په کروندو او د ایلنډ روډ په مستعمره بدل شو، د متحده ایالاتو د روډ ایلنډ ایالت او د پراويډنس کروندې اوس د ايلنډ ایالت په نوم یادیږي. هغه له دولت څخه د کلیسا د جلا‌والي، مذهبي ازادیو او د امریکا له لرغونو اوسېدونکو سره د عادلانه چلند کلک مدافع و. [۹][۱۰]

راجر وېلیمز
راجر وېلیمز
راجر وېلیمز

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۱ ډيسمبر ۱۶۰۳[۱][۲]
لندن [۳][۴][۵][۶][۷][۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت انګلېنډ [۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
جگتورن   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۶۴۴  – ۱۶۴۷ 
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون [۷]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
راجر وېلیمز
راجر وېلیمز

وېلیمز د پيورېتان مشرانو له خوا د ماساچوسېت له مستعمرې څخه ووېستل شو او په ۱۶۳۶ ز کال کې يې د پراوېډنس کروندې د پناه‌ځای په توګه رامنځته کړې. چې هغه يې د «عقیدې ازادي» ونوموله. په ۱۶۳۶ ز کال کې یې د امریکا په پراوېډنس کې د باپټېست لومړنۍ کلیسا جوړه کړه. وېلیمز د نیوانګلنډ لرغونې ژبې مطالعه کړې او د شمالې امریکا پر لرغونو ژبو د اوږدې مطالعې لومړنی کتاب يې په انګریزي ژبه خپور کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه

سمول

راجر وېلمیز لندن ته څېرمه د ۱۶۰۲ او ۱۶۰۶ ز کلونو تر منځ زېږېدلی، چې ډېری تاریخ پوهان ۱۶۰۳ ز کال د هغه د زیږون د احتمالي کال په توګه په ګوته کوي. د وېلیم د زېږون کره جزیات نامعلومه دي ځکه د هغه د زېږون ریکارډ د سېنټ سپل‌کورس (تورلحد) کلیسا د سوځېدلو پر مهال د لندن په لویه اورلګېدنه کې له منځه لاړ. د هغه پلار جېمزوېلمیز (۱۵۶۲زېږون -۱۶۲۰ مړینه)، د سمېثفېلډ یو سوداګراو خیاط و او مور یې الېس پېمبېرټون (۱۵۶۴زیږون- ۱۶۲۰ مړینه) نومېده.     [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وېلمز په لږ عمر کې د معنوي حالت بدلون درلود چې پلار يې ورسره مخالف و، د یو نوې ځوان په توګه یې د وتلي حقوق‌پوه ښاغلي اېډوارډ کوک (۱۵۵۲-۱۶۳۴) تر نظر لاندې شاګردي وکړه او د چارټرهوس په ښوونځي کې يې د کوک په ملاتړ زده‌کړې وکړې. وېلمیز وروسته د کمبرېج پومبروک کالج ته لاړ، چېرته چې هغه د هنر په برخه کې په ۱۶۲۷ ز کال کې خپله لیسانس درجه ترلاسه کړه. وېلیم په کم عمر کې له لاتیني، عبراني، یوناني، هالنډي او فرانسوي ژبو سره بلدتیا لرله. [۱۹][۲۰]

وېلیمز د انګلستان په کلیسا کې د خپلو زده‌کړو تر څنګ سپېڅلي احکام ترلاسه کړل، خو په کمبرېج کې پيوريتن شو چې په پایله کې يې د انګلیکن په کلیسا کې د خپلې لوړتیا چانس له لاسه ورکړ. هغه له کمبرېج څخه تر فراغت وروسته د ښاغلي وېلیم مشام کشیش شو. وېلیم د ۱۶۲۹ ز کال په اپرېل کې د لېډي‌جوان (کروموېل) برېنګټون خورځې جان‌وېلي ته د واده وړاندیز وکړ، خو هغې ونه مانه. وروسته په هم‌هغه کال کې هغه د پیورېټن د وتلي لیکوال، مبلغ کشیش ریچارډ بېرنارډ له لور ماري بېرنارډ (۱۶۰۹-۱۶۷۶) سره د لندن د ختيځ په څو مایلۍ کې د اېپينګ په ځنګله کې د های لېور په کلیسا کې واده وکړ. ماري او راجر دواړو ۶ ماشومان لرل چې ټول په متحده ایالاتو کې وزېږېدل: مري، فریبورن، پروېډنس، مرسي، دانیال او جوزوف. [۲۱][۲۲]

وېلیم په دې پوهېده چې د پيورېتن مشران نوې نړۍ ته د مهاجرت هوډ لري. هغه د مهاجرانو له لومړۍ ډلې سره یوځای نه شو، خو وروسته يې پرېکړه وکړه چې هغه نه شي کولی په انګلستان کې د لوی راهب وېلیم لاوډ تر واکمنۍ لاندې پاتې شي. وېلمز د انګلستان کلیسا مفسده او دروغجنه ګڼله او تر ۱۶۳۰ ز کال پورې د جلاغوښتونکو ځای ته رسېدلی و. وېلیمز او مېرمن یې د ليون برېسټول له لارې د بوستون په لور لاړل.  [۲۳]

په امریکا کې لومړي کالونه

سمول

بوستون ته رسېدل

سمول

د ۱۶۳۱ ز کال د فېبروري په ۵ یې د لیون ننتاسکېټ په سمندرغاړه کې، د بوستون له پيورېتین ښار څخه بهر لنګر وواهه. تر رسېدو وروسته د بوستون کلیسا وېلیمز ته دا فرصت ورکړ چې د کشیش جان وېلسون چې په مستعمره کې د خپلې مېرمنې د ملتیا لپاره انګلستان ته راګرځېدلی و پر تش ځای کې خدمت وکړي. وېلیم دا موقف ځکه رد کړ چې یاده کلیسا يوه نه جلا شوې کلیسا وه. پردې سربېره هغه ټينګار وکړ چې د [1]لس فرمانونو د لومړي میز هېڅ ډول سرغړونه لکه بت پرستي، بت ماتونه، دروغي عبادت او کفر نباید مدني قضاوت د سزا وړ وبولي او افراد باید ازاد وي چې له خپلو بارونو څخه اطاعت وکړي. دا درې اوصول وروسته په ديني مسائلو کې د وېلیمز د ښوونو او لیکونو په اصلي اوصولو بدل شول. [۲۴][۲۵]

سالم او پلیموث

سمول

وېلیم د یو جلا غوښتونکي په توګه، د انګلستان کلیسا په نه جبرانېدونکي ډول مفسده بلله او باوري و چې د خدای د واقعي او خالص عبادت لپاره باید په بشپړ ډول ورڅخه جلا شي او نوې کلیسا رامنځته کړي. د سالم کلیسا هم جلاوالي ته تمایل درلود او هغه ته يې بلنه ورکړه تر څو د دوی ښوونکی شي. په ځواب کې يې د بوستون مشرانو په کلکه نیوکه وکړه چې له امله يې سالم خپل وړاندیز بېرته واخیست. د ۱۶۳۱ ز کال د اوړي له ختمېدو سره وېلیمز پلیموث مستعمرې ته کډه شو هلته هغه ته ښه‌راغلاست وويل شول او په غیر رسمي ډول يې له ملا/کشیش سره مرسته کوله. په پليموث کې هغه په منظم ډول تبلیغ کاوه. د مستعمرې د واکمن وېلیم برادفورډ په وینا د هغه ښوونې په ښه توګه تایید شوې وې. [۲۶]

ويلیمز څه موده وروسته پرېکړه وکړه چې د پلیموث کلیسا په بشپړ ډول د انګلستان له کلیسا څخه بېله نه وي. پر دې سربېره د نارانګاست له لرغونو سور پوستو سره یې اړیکه د دې لامل شوې وه چې هغه د استعماري منشورونو باور تر پوښتنې لاندې راولي چې په قانوني توګه د سور پوستو د ځمکو اخیستل په کې شامل نه وو. وروسته والي براډفورډ ولیکل چې وېلیمز ځينې عجیب او غریب نظرونه درلودل چې د هغه او کلیسا تر منځ د نظر د ځينو اختلافونو لامل شول.  [۲۷]

د ۱۶۳۲ ز کال په ډېسمبر کې وېلیم یوه اوږده تبلیغاتي پاڼه/شبنامه ولیکله، چې په څرګند ډول يې د پاچا منشورونه محکومول او له امریکايي سورپوستو څخه يې د اخیستلو پرته پر ځمکه د پېلموث حق له پوښتنې سره مخ کاوه. هغه همداراز تور ولګاوه چې د پاچا جیمز دا ادعا چې هغه لومړنی عیسوي پاچا دی او دا ځمکه يې کشف کړې، «کلک دروغ» دي. وېلیمز د ۱۶۳۳ ز کال په مني موسم کې سالم ته راستون شو او د کشیش ساموئل سکلېټون په واسطه د غیر رسمي مرستیال په توګه ورڅخه هرکلی وشو. 

حقوقي دعوا او شړل/تبعید

سمول

د ماساچوسېت خلیج چارواکي د وېلیمز راستنېدو څخه خوښ نه شول. د  ۱۶۳۳ ز کال په ډېسمبر کې هغوی نوموړی احضار کړ تر څو په بوستون کې عمومي محکمې ته حاضر شي، چې پر منشور او پاچا د تېري له امله له خپلې تبلیغاتي لیکنې څخه دفاع وکړي. موضوع حل شوه او تبلیغاتي لیکنه د تل لپاره ورکه شوه، په احتمالي ډول وسوځول شوه. د ۱۶۳۴ ز کال په اګېست کې وېلیمز د سالم کلیسا کشیشتوب پرغاړه واخیست او کشیش سکلېټون ومړ. د ۱۶۳۵ کال په مارچ کې هغه ته بیاځلي په عمومي محکمه کې د حضور امر وشو او بیا ځلي د محکې د جولای میاشتې په دوره کې حاضر شو تر څو د خپلو ناسمو او ګواښوونکو نظریو پر وړاندې ځواب ووايي. په پای کې محکمې له کلیسا څخه د هغه پر ګوښه کولو پرېکړه وکړه.[۲۸]

سرچينې

سمول

[1] د سپېڅلي کتاب اړوند د اخلاقو او عبادت اوصول چې په یهودیت او عیسویت کې اساسي رول لري، ژباړن.

  1. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL2964758A?mode=all — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://www.tradingcarddb.com/Person.cfm/pid/110549/ — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  3. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118807471 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp00400897 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  5. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp01329238 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ WikiTree person ID: https://www.wikitree.com/wiki/Williams-934 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/565/000050415/ — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  8. پیوستون : 178509610، 19727534 & 4032  — د نشر نېټه: ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹
  9. "Roger Williams (American religious leader)". Encyclopaedia Britannica. 
  10. "Roger Williams". History.com. A&E Television Networks. 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 January 2018. بياځلي په 26 January 2018.
  11. "Our History". American Baptist Churches USA (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 4 April 2017. بياځلي په 22 March 2017.
  12. "First Baptist Meetinghouse, 75 North Main Street, Providence, Providence County, RI". Library of Congress. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 January 2017. بياځلي په 12 January 2017.
  13. Lawson, Russell M. (2013-04-02). Encyclopedia of American Indian Issues Today [2 volumes] (in انګليسي). ABC-CLIO. p. 181. ISBN 978-0-313-38145-4.
  14. Gaustad, Edwin S. (2005-05-15). Roger Williams (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-976053-4.
  15. William Gammell, Life of Roger Williams, the Founder of the State of Rhode Island, Boston: Gould and Lincoln, 59 Washington Street. 1854
  16. Romeo Elton, Life of Roger Williams, the earliest Legislator and true Champion for a Full and Absolute Liberty of Conscience, London: Albert Cockshaw, 41, Ludgate Hill. New York: G.P. Putnam London: Miall and Cockhaw, Printers, Horse-Shoe Court, Ludgate Hill
  17. James D. Knowles, Memoir of Roger Williams the Founder of the State of Rhode-Island, Boston: Lln, Edmands and Co. 1834 Lewis & Penniman, Printers. Bromfield-street.
  18. Rev. Z.A. Mudge, Foot-Prints of Roger Williams: A Biography, with sketches of important events in early New England History, with which he was connected, New York: Carlton & Lanahan. San Francisco: E. Thomas. Cincinnati: Hitchcock & Waldon. Sunday-School Department. (Entered according to Act of Congress, in the year 1871)
  19. کينډۍ:Acad
  20. Pfeiffer, Robert H. (April 1955). "The Teaching of Hebrew in Colonial America". The Jewish Quarterly Review. pp. 363–73. کينډۍ:JSTOR.
  21. Barry, John M. (2012). Roger Williams and the Creation of the American Soul: Church, State, and the Birth of Liberty. New York: Viking. ISBN 978-0-670-02305-9. pp. 73-74, pp. 136-139.
  22. "Wife of Roger Williams: Founder of Providence Plantation". 5 اکتوبر 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 نومبر 2018. بياځلي په 5 نومبر 2018.
  23. ""A Brief history of Jacob Belfry" Page 40, 1888". خوندي شوی له اصلي څخه په 5 March 2014. بياځلي په 28 February 2014.
  24. Allison, Amy (2013). Roger Williams (in انګليسي). Infobase Learning. ISBN 978-1-4381-4450-4.
  25. Barry, John M. (January 2012). "God, Government and Roger Williams' Big Idea". Smithsonian. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 January 2018. بياځلي په 27 January 2018.
  26. Straus, Oscar Solomon (1894). Roger Williams; the Pioneer of Religious Liberty (in انګليسي). Century Company. p. 30.
  27. Quoted in Edwin Gaustad,Liberty of Conscience: Roger Williams in America Judson Press, 1999, p. 28.
  28. LaFantasie, Glenn W., ed. The Correspondence of Roger Williams, University Press of New England, 1988, Vol. 1, pp.12–23.