رابرټ پیل
رابرټ پیل، دویم بارونېټ (زوکړه: د ۱۷۸۸ زکال د فبروري ۵ مه – مړینه: د ۱۸۵۰ زکال د جولای ۲ مه) بریتانوي محافظه کار سیاستوال و چې دوه ځله یې د بریتانیا د لومړي وزیر (۱۸۳۴- ۱۸۳۵ زکال او ۱۸۴۱- ۱۸۴۶ زکال) او ورسره هم مهاله د خزانې د مسئول په توګه (۱۸۳۴- ۱۸۳۵ زکال) او سربېره پر دې دوه ځله د کورنیو چارو د وزیر (۱۸۲۲- ۱۸۲۷ زکال او ۱۸۲۸ – ۱۸۳۰ زکال) په توګه خدمت کړی. نوموړی د مټروپولیتین پولیسو د سرویس په رامنځته کولو سره د بریتانیا د پولیسو د معاصر سیسټم پلار ګڼل کېږي. پیل د معاصر محافظه کاره ګوند یو له بنسټګرو غړو څخه و.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی |
Christ Church (en) — Harrow School (en) — Hipperholme Grammar School (en) — Bury Grammar School (en) |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
Laurence Peel (en) [۷] — Edmund Peel (en) — Jonathan Peel (en) [۷] — William Yates Peel (en) [۷] — Joseph Peel (en) [۷] |
غړی د | |
دین |
جایزې |
---|
پیل چې د نساجۍ د بډایه سوداګر او سیاستوال زوی و، لومړنی لومړی وزیر و چې د صنعتي سوداګرۍ مخینه یې لرله. نوموړي د کلاسیک او ریاضیاتو په برخه کې د اکسفورډ له کریسټ چرچ کالج څخه دوه ستوري لرونکی لومړۍ درجه سند ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۸۰۹ زکال کې د عوامو جرګې ته لار ومونده او په محافظه کاره ټروی ګوند کې په یو را څرګندېدونکي ستوري واوښت. پیل د کورنیو چارو د وزیر په توګه (۱۸۲۲- ۱۸۲۷ زکال) کابینې ته لار ومونده، دغه مهال نوموړي د جزا قانون اصلاح او آزاد کړ او د پولیسو معاصر ځواک یې رامنځته کړ چې افسران یې د «بابیز» او «پیلرز» په نوم پېژندل کېدل. له لنډ مهال وقفې وروسته نوموړی د خپل سیاسي لارښود په لارښوونه چې د ویلنګټون دوک (۱۸۲۸ – ۱۸۳۸ زکال) و او د عوامو د جرګې مشري یې پر غاړه لرله، بېرته د کورنیو چارو وزارت څوکۍ ونیوله. پیل چې په پیل کې د کاتولیکانو پر وړاندې د قانوني تبعیض له دوام څخه ملاتړ کاوه، خپله لار یې بدله کړه او د ۱۸۲۹ زکال د رومن کاتولیک ریلیف قانون (Roman Catholic Relief Act 1829) ننګه یې وکړه او د ۱۸۲۸ زکال د ازمایښت د قانون (Test Act) له لغو کولو یې ملاتړ وکړ؛ هغه ادعا کوله «له دې سره چې آزادي ورکول لوی ګواښ دی، خو کورنی کړکېچ له هغو لوی ګواښ کېدای شي».[۸]
له ۱۸۳۰ زکال څخه تر ۱۸۳۴ زکال پورې په اپوزیسیون کې له برخې اخیستو وروسته پیل د ۱۸۳۴ زکال په نومبر میاشت کې لومړی وزیر شو. نوموړي د ۱۸۳۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د ټام ورث مانیفیست (اصول) خپور کړ چې د بریتانیا معاصر محافظه کار ګوند ورباندې اتکا لري. د هغه لومړی وزارت یو اقلیت حکومت و چې د وېګانو پر ملاتړ یې تکیه لرله او ورسره په خوا کې یې د خزانه دارۍ د مشر په توګه هم خدمت کاوه. له څلور میاشتو وروسته د هغه لومړي وزارت سقوط وکړ او هغه د ملبورن د دویم حکومت (۱۸۳۵-۱۸۴۱ زکال) پر مهال د اپوزیسیون مشري وکړه. پیل د ۱۸۴۱ زکال له عمومي ټاکنو وروسته بیاځلي د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد. د هغه دویم حکومت ۵ کاله دوام وکړ. نوموړي د سوداګرۍ د ودې په موخه تعرفې را کمې کړې او له لاسه وتلي عواید یې پر عوایدو باندې د ۳ سلنه مالیاتو په لګولو بشپړ کړل. هغه د آزادې سوداګرۍ او معاصر بانکي سیسټم په رامنځته کولو کې مرکزي رول درلود. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال د قوانینو په پام وړ بدلونونو کې؛ د معادنو او د ډبرو سکرو د ویستو د ۱۸۴۲ زکال قانون، پر عوایدو د مالیاتو د ۱۸۴۲ زکال قانون، د کارخونو د ۱۸۴۴ زکال قانون او د اوسپنې پټلۍ د تنظیم اړوند د ۱۸۴۴ زکال قانون شاملېدل. د پیل حکومتولي په ۱۸۴۵ زکال کې د مینوث مالي مرستې د بحث پارونکې موضوع له امله د کاتولیک ضد احساساتو له مخې کمزوری شو. د ایرلند د لویې قحطۍ له پیلېدو وروسته د غله جاتو د قوانینو د لغو کولو په موخه له وېګانو او راډیکالانو سره د هغه د یوځای کېدو پرېکړه په ۱۸۴۶ زکال کې د لومړي وزارت له څوکۍ څخه د هغه د استعفا لامل وګرځېده. پیل په ۱۸۵۰ زکال کې د خپلې مړینې ترمهاله یو مخور د پارلمان غړی او همدارنګه د پیلیت ډلې مشر پاتې شو.
پیل خپل سیاسي ژوند د یو لړ چارو پر وړاندې د محافظه کارانو له سنتي ځایګي څخه پیل کړ، وروسته یې خپل دریځ بدل کړ او د لیبرال قوانینو څخه د ملاتړ کوونکو رهبر شو. دغه چاره د ازمایښت د قانون، کاتولیکې آزادۍ، اصلاحاتو قانون، پر عوایدو باندې د مالیاتو د قانون او په پام وړ توګه د غله جاتو د قانون د لغو کولو پر بنسټ رامنځته شوه. تاریخ لیکونکی آلن جان پرسیوال تیلور لیکي: «پیل د ۱۹ مې پېړۍ له لومړۍ درجه سیاستوالو څخه و. هغه کاتولیکانو ته ازادۍ ورکړه، د غله جاتو قوانین یې لغو کړل او د زاړه ټوریېزم په له منځه وړو سره یې معاصر محافظه کار ګوند رامنځته کړ».[۹]
د لومړي وزیر په توګه لومړۍ دوره (۱۸۳۴- ۱۸۳۵ زکال)
سمولټوري ګوند ته اړوند لومړی وزارت یو اقلیت حکومت رامنځته کړ چې د خپل ژوند د دوام په موخه یې د وېګانو غوره نیت ته اړتیا لرله. پارلمان د ۱۸۳۴ زکال په ډسمبر میاشت کې منحل شو او عمومي ټاکنې ترسره شوې. ټاکنې د ۱۸۳۵ زکال په جنوري او فبروري میاشتو کې ترسره شوې چې د پیل ملاتړو نږدې ۱۰۰ څوکۍ خپلې کړې خو دغه څوکۍ د اکثریت خپلولو لپاره کافي نه وې. [۱۰]
د ۱۸۳۵ زکال د جنوري میاشتې په عمومي ټاکنو کې پیل خپل سیاستونه د ټام ورث مانیفیست (اصولو) په خپرولو سره بیان کړل. دغه سند د معاصر محافظه کار ګوند بنسټ جوړ کړ. د دغو اصولو له مخې پیل ژمن و چې محافظه کاران به معتدل اصلاحات تائید کوي. [۱۱][۱۲]
وېګانو د ایرلنډي راډیکال غړي ډانیال اوکونل سره د دولت د راپرځولو اړوند بېلابېل لوایح جوړ کړل. په پایله کې یوازې له ۱۰۰ ورځو حکومت کولو وروسته د پیل کابینې د ناهیلي توب له امله استعفا ورکړه او وېګان د لارډ ملبورن تر مشرۍ لاندې واک ته واک ته ورسېدل. د پیل د دغې دورې حکومتولۍ یوازنۍ لاسته راوړنه د انګلستان د کلیسا د حکومتولۍ د ارزونې په موخه د کمیسیون جوړول و. [۱۳][۱۴][۱۵]
د اپوزیسیون مشري (۱۸۳۵-۱۸۴۱ زکال)
سمولد ۱۸۳۹ زکال د مۍ په میاشت کې هغه ته د بیاځلي دولت جوړولو فرصت د نوې واکمنې ملکې ویکټوریا له خوا ورکړل شو. له دې سره پیل احساس وکړ چې دا به هم یو اقلیت حکومت وي او د ملکې لخوا لا زیات باور ته اړتیا لري. لورډ ملبورن په ۱۸۳۷ زکال کې واک ته د ویکټوریا د رسېدو له مهال راهیسې هغه ته تر ټولو باوري کس و او د ویکټوریا په کورنۍ کې ډېری لوړې څوکۍ د وېګانو مېرمنو او ښځینه خپلوانو ته اړوندې وې؛ له همدې امله دغه احساس شتون درلود چې ویکټوریا اجازه ورکړې وه وېګ ګوند له هغې سره ډېر په اړیکه کې وي. له همدې امله پیل ترې وغوښتل څو یو شمېر خپل اطرافیان له دندو ګوښه او پر ځای یې محافظه کاره سیالان وګماري، هغه غوښتنه چې د خوب کوټې د کړکېچ په اصطلاح جنجال یې راوپاروه. ویکټوریا د خپل چاپېر کسانو له بدلون څخه ډډه وکړه او او د ولینګټون د دوک له غوښتنې سربېره یې په وېګ رهبرانو باور وکړ. پیل د دولت له جوړولو ډډه وکړه او وېګان بیاځلي واک ته ورسېدل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د لومړي وزارت دویمه دوره (۱۸۴۱-۱۸۴۶ زکال)
سمولاقتصادي او مالي اصلاحات
سمولپیل بلاخره د ۱۸۴۱ زکال د جولای میاشتې له ټاکنو وروسته د یو اکثریت حکومت د مشرۍ فرصت ترلاسه کړ. پیل په داسې حال کې واک ته ورسېد چې له نړۍ سره د بریتانیا سوداګري له ماتې سره مخ وه او په بودیجه کې ۷.۵ میلیونه پونډه کسر شتون درلود. په بانکونو او سوداګرۍ باندې باور نه کېده او د سوداګرۍ کسر هم شتون درلود. [۲۰]
د ۱۸۴۲ زکال په بودیجه کې د عوایدو د زیاتوالي په موخه پیل پر عوایدو باندې بیاځلي مالیات ولګول، هغه چې وړاندې له ناپلئون سره د جګړې پر مهال له منځه تللي و. پر عوایدو د مالیاتو کچه له درې سلنه څخه لږ وه. را غونډې شوي عواید د انتظار له کچې لوړ و او لار یې برابره کړه چې د بورې د بحث پارونکې موضوع په ګډون د ۱۲۰۰ وارداتي توکو اړوند تعرفې لغو کړي. همدارنګه د ۱۸۴۲ زکال په بودیجه کې د لومړي ځل لپاره د غله جاتو د قوانینو د لغو کولو وړاندنیز شو. خو دغه وړاندیز په عوامو جرګه کې د یو پر څلور رایې اخیستو له امله ماتې وخوړه. [۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w60p0xbc. Subject named as: Robert Peel. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Origins of Hong Kong Street Names. Page(s): 57. Publisher: Urban Council. اثر ژبه: Traditional Chinese. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۲. ليکوال: Liang Tao.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Hansard (1803–2005) ID: sir-robert-peel-1. ذکر کېدنه: Hansard 1803–2005. Retrieved: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ A. J. P. Taylor, Politicians, Socialism and Historians (1980) p. 75
- ↑ The Routledge Dictionary of Modern British History, John Plowright, Routledge, Abingdon, 2006. p235
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 210–15; Ramsay, Sir Robert Peel, 184; Read, Peel and the Victorians, 12; 69–72.
- ↑ Lowe, Norman (2017). Mastering Modern British History. Macmillan Education UK. p. 59. ISBN 9781137603883.
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 227; 229–35; Ramsay, Sir Robert Peel, 185–87; Read, Peel and the Victorians, 71–73.
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 224–26.
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 250–54, 257–61; Ramsay, Sir Robert Peel, 188–92; Read, Peel and the Victorians, 74–76.
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 417–18; Ramsay, Sir Robert Peel, 206.
- ↑ Adelman, Peel and the Conservative Party: 1830–1850, 23; Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 419–26; 448; Ramsay, Sir Robert Peel, 208–09; Read, Peel and the Victorians, 89–91.
- ↑ Ramsay, Sir Robert Peel, 207–208; Read, Peel and the Victorians, 89.
- ↑ Clark, Peel and the Conservatives: A Study in Party Politics 1832–1841, 416–17; Ramsay, Sir Robert Peel, 206–07.
- ↑ Adelman, Peel and the Conservative Party: 1830–1850, 24.
- ↑ Adelman, Peel and the Conservative Party: 1830–1850, 35–36; Ramsay, Sir Robert Peel, 227; Read, Peel and the Victorians, 112.
- ↑ Adelman, Peel and the Conservative Party: 1830–1850, 37; Ramsay, Sir Robert Peel, 235; Read, Peel and the Victorians, 113–14.
- ↑ Adelman, Peel and the Conservative Party: 1830–1850, 35–36; Read, Peel and the Victorians, 112–13.