رابرټ والپول

رابرټ والپول
(انګلیسي: Robert Walpole د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابرټ والپول
رابرټ والپول

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ اگسټ ۱۶۷۶[۱]
مړینه 18 مارچ 1745 (69 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام نظر بندی د لندن برج  د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۱۸ مارچ ۱۷۴۵)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رابرټ والپول
رابرټ والپول

رابرټ والپول، د آرفورډ لومړی ارل (زوکړه: د ۱۶۷۶ زکال د اګست ۲۶ مه – مړینه: د ۱۷۴۵ زکال د مارچ ۱۸ مه؛ چې له ۱۷۲۵ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې د ښاغلي رابرټ والپول په نامه پېژندل کېده) ویګ ډلې ته اړوند بریتانوي سیاستوال و چې په عمومي توګه د لویې بریتا د لومړي باالفعله/ډي فکټو لومړي وزیر په توګه پېژندل کېږي.

په داسې حال کې چې د والپول د واکمنۍ چې «روبینوکراسي» هم ورته ویل کېږي، کره مهال د علمي بحثونو موضوع ده خو تر ډېره پورې له ۱۷۲۱ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې ګڼل کېږي. نوموړي د والپول – تاونزند (Walpole–Townshend) د لومړي وزارت او وروسته د والپول د لومړي وزارت پر مهال واک چلوه، چې په دې سره نوموړي د بریتانیا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د لومړي وزارت په څوکۍ کار کړی. ویلیام آرتور سپېک لیکلي چې د لومړي وزیر په توګه د والپول بې وقفې ۲۰ کلنه دوره «په سمه توګه د بریتانیا په تاریخ کې یو له مهمو سیاسي شاهکارونو څخه ګڼل کېږي». په معمول ډول له ۱۷۲۰ زکال وروسته د سیاسي سیسټم په برخه کې د هغه د ځانګړي مدیریت او همدارنګه د سلطنتي واک او د عوامو جرګې د مخ پر زیاتوالي اغېز د یوځای کېدو اړوند توضیحات وړاندې کېږي. [۳][۴]

والپول اشرافي طبقې ته اړوند وېګ و چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۷۰۱ زکال کې پارلمان ته لار ومونده او له هغو وروسته یې لوړ پوړې څوکۍ لرلې. نوموړی یو کلیوالي مخکښ و چې د خپل سیاسي ځایګي اړوند یې په کلیوالي مخکښانو باندې اتکا کوله. تاریخ پوه فرانک اوګرمن څرګندوي چې په پارلمان کې د هغه رهبري د نوموړي «معقولې او متقاعد کوونکې ویناوې، د احساساتو او د انسانانو د ذهن په راپارولو کې د هغه وړتیاوې او له ټولو وړاندې په ځان باندې فوق العاده باور» منعکس کوي. هاپیټ وايي چې د والپول سیاستونه د اعتدال په لټه کې و، هغه د سولې، لږ مالیاتو او مخ پر ودې صادراتو لپاره کار وکړ او د خپلو پروتستانت مخالفینو پروړاندې معتدل و. نوموړي تر ډېره پورې له جنجالونو او شخړو څخه ډډه کوله ځکه یې هم د خپل معتدل چلن له امله د وېګانو او ټروی محافظه کارانو ترمنځ د هغو معتدل پلویان ځانته جلب کړي و، خو د سویلي سمندر د حباب په نامه باندې د ونډو د بازار له کړکېچ وروسته یې د خزانه دارۍ د وزیر په توګه په خپلو سیاسي متحدینو کې د ځان لپاره ملاتړ موندلو ته پام وکړ.[۵][۶][۷]

هری توماس ډیکنسون د نوموړي تاریخي رول په دغه جمله کې رانغاړي چې «والپول د بریتانیا د تاریخ یو له سترو سیاستوالو څخه و. نوموړي د وېګ ګوند د ساتلو، د هانوور کورنۍ د ځای ناستوب د ساتنې او همدارنګه د ځلانده انقلاب (۱۶۸۸ زکال) د اصولو په دفاع کې مهم رول درلود. نوموړي د وېګ ګوند لپاره دوامدار سیاسي مخکښ توب رامنځته کړ او راتلونکو لومړنیو وزیرانو ته یې دا لار وښووله چې څه ډول کولای شي د پاچا او پارلمان ترمنځ اغېزمنه کاري اړیکه جوړه کړي». څېړونکی نوموړی د بریتانیا تر ټولو لومړیو وزیرانو څخه مخکښ بولي. [۸][۹]

سیاسي ژوند سمول

د والپول سیاسي ژوند د ۱۷۰۱ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال پیل شو، کله چې نوموړي د انګلستان په عمومي ټاکنو کې د نورفولک له کسل رایزنګ سیمې څخه د پارلمان یوه څوکۍ خپله کړه. نوموړي په ۱۷۰۲ زکال کې کسل رایزنګ سیمه خوشې کړه څو وکولای شي د ګاونډۍ کېنګز لېن سیمې استازولي وکړي، هغه کوچنۍ سیمه چې نوموړي کولای شول د خپل پاتې سیاسي ژوند په اوږدو کې هر ځل چې وغواړي له هغې څخه پارلمان ته لار ومومي. رایوورکوونکو او سیاستوالو په هغه د «روبین» مستعار نوم اېښی و. [۱۰]

والپول د خپل پلار په څېر وېګ ګوند ته اړوند و. په ۱۷۰۵ زکال کې ملکې آن نوموړی خپل مېړه، د ډنمارک شهزاده جورج ته په اړوندې د سمندري ځواک د اعلی سرقوماندانۍ په شورا کې وګماره. والپول وروسته له هغه چې د وېګانو او دولت ترمنځ په مبارزه کې پام وړ وګرځېد د دولت او وېګ رهبرانو ترمنځ یې منځګړیتوب وکړ. د هغه وړتیاو ته د لارډ ګوډولفین (لوړ پوړي خزانه دار او د کابینې مشر) پام شو او په ۱۷۰۸ زکال کې نوموړی د جګړې د وزیر په توګه وټاکل شو؛ د ۱۷۱۰ زکال پر مهال نوموړي د لنډې مودې لپاره د جګړې د وزارت سره په خوا کې د سمندریزو ځواکونو د خزانه دارۍ مسئولیت هم پر غاړه درلود. [۱۱][۱۲][۱۳]

د لومړي جورج د واکمنۍ پر مهال لومړی وزارت سمول

د والپول تر لارښوونو لاندې پارلمان هڅه وکړه د سویلي سمندر د حباب تر نامه لاندې مالي کړکېچ سره مقابله وکړي. د سویلي سمندر د شرکت د مدیرانو املاک د قربانیانو د خواشینۍ د تسکین په موخه وکارول شول او د دغه شرکت اسهام د انګلستان د بانک او ختیځ هند شرکت ترمنځ ووېشل شول. دغه کړکېچ په کلکه سره د پاچا او وېګ ګوند اعتبار ته زیان اړولی و، خو والپول په خپلو ماهرانه ویناو سره د عوامو په جرګه کې له دواړو دفاع وکړه. [۱۴][۱۵]

د والپول د لومړي وزارت لومړی کال د روچسټر د کشییش فرانسېس آتربري له خوا د جوړې شوې نقشې په کشف سره ځانګړی کېږي. د دغې طرحې په کشف کېدو سره د پاڅون کولو په موخه د یعقوب پالونکو هڅې (په ځانګړې توګه د ۱۷۱۵ او ۱۷۱۹ زکلونو پر مهال پاڅونونه) له ماتې سره مخ شوې. محافظه کار ټروی ګوند هم په همدې کچه ناخوښه و، د دغه ګوند رهبر بولینګ بروک چې د یعقوب پالونکو سره یې د همدردۍ له امله د هغوی له مجازات کولو څخه مخه نیولې وه فرانسې ته وتښتېد، خو له دې سره یې بیا هم په ۱۷۲۳ زکال کې اجازه ومونده بریتانیا ته راستون شي. [۱۶][۱۷]

د لومړي جورج د واکمنۍ په پاتې مهال کې د والپول برترۍ دوام وموند. د پاچا سیاسي واک په تدریج سره مخ پر کمښت و او د هغه د وزیرانو واک بیا مخ پر زیاتېدو و. په کابینه کې د والپول او تاونزند اصلي سیال لارډ کارترېت په ۱۷۲۷ زکال کې د سویلي وزارت له څوکۍ ګوښه کړای شو او یوځل بیا د ایرلنډ د ټیټ پوړي لارډ په توګه وټاکل شو. لارډ کارترېت په ایرلنډ کې له خپلو واکونو څخه په پټه توګه د ووډ هافپنس تولیدي کارخونې په اړونده موضوع کې د ډراپیر له لیکونو ملاتړ وکړ او د والپول قدرت ته یې زیان واړوه. والپول د پټنټ په ګوښه کولو سره وکولای شول له دغې موضوع ځان وباسي. له دې سره د انګلیسي کنټرول پر وړاندې ایرلنډي احساسات راپارېدلي و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تاونزند له پاچا سره په همغږۍ، په ځانګړې توګه په ۱۷۲۵ زکال کې له فرانسې او پروس سره د هوکړې اړوند په خبرو اترو کولو سره د لویې بریتانیا په سوله کې ساتلو ته کار وکړ. لویې بریتانیا د یعقوب پالونکو د جګړې له ګواښونو او مالي کړکېچونو څخه په خلاصون وده وکړه او رابرت والپول د لومړي جورج پام وړ وګرځېد. په ۱۷۲۵ زکال کې هغه پاچا اړ کړ څو د ځوانمردۍ نښان بېرته رامنځته کړي او خپله ده ته ورکړل شو چې له امله یې په ۱۷۲۶ زکال کې د ګارتر مخکښ په توګه وټاکل شو او په دې سره یې د «ښاغلي بلوسټرېنګ» مستعار نوم وموند. د هغه مشر زوی بارون وټاکل شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۴][۲۴]

د دویم جورج د واکمنۍ پر مهال لومړی وزارت سمول

په ۱۷۲۷ زکال کې د لومړي جورج په مړینې او د دویم جورج په ځای ناستوب سره د نوموړي ځایګی له ګواښ سره مخ شو. د څو ورځو لپاره داسې ښکارېده چې والپول له واکه ګوښه کول کېږي خو د ملکې کارولین په مشوره پاچا هوکړه وکړه چې هغه به په خپل ځایګي پاتې شي. په داسې حال کې چې د پاچا تاونزند نه خوښېد، خو هغه یې هم پر خپل ځایګي وساته. په راتلونکو کلونو کې والپول له تاونزند سره د واک شراکت ته دوام ورکړ، خو دوی دواړه د بریتانیا د بهرنیو چارو، په ځانګړې توګه د اتریش اړوند پالیسۍ پر سر له یوبل سره مخالف شول. په تدریج سره والپول په دولت کې د څرګند واکمن شریک په توګه راڅرګند شو. د هغه د واک شریک د ۱۷۳۰ زکال د مۍ په ۱۵ مه تقاعد شو او دغه نېټه هم ځینې مهال د لومړي وزیر په توګه د والپول د غیررسمي ټاکل کېدو د پیل نېټه بلل کېږي. له حکومت څخه د تاونزند وتلو والپول ته لار هواره کړه څو د ویانا هوکړه ترسره کړي او د انګلیس – اتریش اتحاد رامنځته کړي. [۲۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12006582f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12006582f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. کينډۍ:Cite dictionary
  4. W. A. Speck, Stability and Strife: England 1714–1760 (1977) p. 203
  5. Frank O'Gorman, The Long Eighteenth Century: British Political and Social History 1688–1832 (1997), p. 71
  6. Julian Hoppit, A Land of Liberty? England 1689–1727 (2000) p. 410
  7. "Sir Robert Walpole (Whig, 1721–1742) – History of government". Government of the United Kingdom. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. H. T. Dickinson, "Walpole, Sir Robert", in David Loads, editor, Reader's Guide to British History (2003) p. 1338
  9. Paul Strangio; Paul 't Hart; James Walter (2013). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford UP. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199666423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Leadam 1899، ص. 180.
  11. Speck, Stability and Strife: England 1714–1760 (1977) pp 206–9
  12. Leadam 1899، صص. 181–82.
  13. Leadam 1899، ص. 180, 181.
  14. "BBC – History – Historic Figures: Sir Robert Walpole (1676–1745)". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Leadam 1899، ص. 187.
  16. "Henry Saint John, 1st Viscount Bolingbroke | British politician". Encyclopedia Britannica. 
  17. Leadam 1899، ص. 188.
  18. "BBC – History – George I". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ferguson, Oliver W., Jonathan Swift and Ireland الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Full citation needed
  20. Ehrenpreis, Irvin, Jonathan Swift, III الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Full citation needed
  21. Coxe, William (1978), Memoirs of the Life and Administration of Sir Robert Walpole, Earl of Orford, د کتاب پاڼي کينډۍ:Page needed الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "BBC – History – George I". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "This month in history: Sir Robert Walpole becomes Britain's first prime minister | The Gazette". www.thegazette.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ Leadam 1899، ص. 190.
  25. "Hall of fame: Robert Walpole, Britain's first PM". thegazette.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Robert Walpole, 2nd Earl of Orford – Person – National Portrait Gallery". npg.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Coxe, William (1816). Memoirs of the Life and Administration of Sir Robert Walpole: Earl of Orford (په انګلیسي ژبه کي). Longman, Hurst, Rees, Orme, & Brown. د کتاب پاڼې 19. robert walpole treaty of vienna. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)