رابرټ انټون ویلسن

رابرټ انټون ویلسن (د زېږون پر مهال یې نوم رابرټ اډوارډ ویلسون و؛ زوکړه د ۱۹۳۲ز کال د جنوري ۱۸ مه—مړینه د ۲۰۰۷ز کال د جنوري ۱۱ مه) یو امریکایی لیکوال، فیوچریسټ او ځان-بللی اګنوسټیک عارف (د هغې فلسفې لاروی چې وایي د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبیعت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي) و. ویلسن چې په ډیسکارډیانیزم کې د اپیسکاپس، پادري او سینټ په توګه پېژندل کېده، د ډیسکارډیانیزم (نزاع پالنې) په خپرولو کې یې د خپلو لیکنو او مرکو له لارې مرسته وکړه. [۱۰]

رابرټ انټون ویلسن
(انګلیسي: Robert Anton Wilson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابرټ انټون ویلسن
رابرټ انټون ویلسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ جنوري ۱۹۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 11 جنوري 2007 (75 کاله)[۷][۱][۲][۳][۴][۵][۸][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
فیلسوف
ارواپوه
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي
انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلسن خپل آثار د "د ډېرو موډلونو سره چې د بېلګو یا نقشو په توګه پېژندل کېږي او یو موډل یې هم رښتینی نه وي، نړۍ ته د یوه نوي لید لپاره، د مشروطو ټولنو د منحلولو هڅې" په توګه توصیف کړي وو. د هغه موخه "د عمومي اګنوستیزم (هغه فلسفه ده چې وایي د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبعیت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي) سره د خلکو اشنا کول وو، نه یوازې د خدای په اړه اګنوستیزم بلکې د هرڅه په اړه اګنوستیزم یا لا ادريت پالنه." [۱۱][۱۲]

د علمي تخیلي ناولونو په لیکلو سربېره، ویلسن همدارنګه په د فراحسي ادراک، روحي بلاواسطه اړیکو، مېتافزیک، ماورء الطبیعي تجربو، د دسیسې په تیورۍ، جنسي اړیکو، مخدره توکو او هغه څه چې وېلسن "د کوانټم ارواپوهنه" بللې ده، غیر تخیلي، کتابونه لیکلي دي.[۱۳]

وېلسن د ژورنالېزم په برخه کې، بیا په ځانګړې توګه د پلې بای مجلې د چلوونکي په توګه، د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په نیمایي کې د کلتور ضد یوې څېرې په توګه راظاهر شو، چې د خپل یو همکار ټیموتي لېري، او همدارنګه د ټېرنس مکېنا سره د پرتلې وړ و.[۱۴]

د ژوند لومړني وختونه سمول

رابرټ اډوارډ وېلسن د نیویارک په بروکلین کې، په مېتودیست روغتون کې زیږېدلی دی، د ژوند لومړني کلونه یې په فلټبوش کې تېر کړي دي، او په څلور یا ۵ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د ټیټې منځنۍ طبقې ګېریتسن ساحل ته کډه شوی دی، چېر ته چې یاده کورنۍ تر هغې پورې واوسېده چې د نوموړي په  دیارلس کلنۍ کې یې د رېج خلیج ته چې د منځنۍ طبقې یو پایدار ګاونډ و، نقل مکان وکړ. هغه په ماشومتوب کې له پولیو ناروغۍ څخه ځورېد، او د کېني مېتود په واسطه یې معموله اغېزناکه درملنه (چې د الېزابېت کېني په واسطه ایجاد شوې وه) ومونده، کومه چې امریکایي طبي اتحادیې په هغه وخت کې رد کړې وه. د پولیو اغېزه د وېلسن د ژوند په اوږدو کې پر ځای پاتې شوه، چې زیاتره وخت به یې د غضلاتو د شخۍ کوچینۍ نښې ښکاره کولی او هغه یې اړ کړی و چې کله کله تر ۲۰۰۰ز کال پورې یوه امسا وکاروي، چې له هغه وروسته یې د پولیو-وروسته سندروم لویې حملې تجربه کړې چې تر مړینې یې ورسره ملې وې.

نوموړی مخکې له هغې چې د بروکلین په انتخابي تخنیکي ښوونځي کې داخله واخلي، د کاتولیک د ژبو د دستور ښوونځیو ته ولاړ. ویلسن چې په "بروکلین تېک" کې له کاتولیک اغېز څخه ووت، د غربي فلسفي دود، ادبي عصریت ( په ځانګړې توګه د ازرا پونډ او جېمز جویس)، او ورسره د نوښتګرو تاریخ لیکونکو لکه چارلېس اې. بریډ، د اولاف سټاپلډون، رابرټ اې هاینلاین او تیودور ستورګیو د اثارو په شمول) د علمي تخیلي ژانر او د الفرېډ کورزیبسکي د عمومي سېنماټیک د کثیر الرشتوي تیورۍ مینه وال شو. هغه به وروسته په یاد راوړل او ویل به یې چې کورنۍ مې د دغې دورې په بهیر کې د کساد په پرتله "په ډېره ښه بڼه ژوند کاوه... داسې ژوند چې ما به دا تصور کاوه چې زه په پایی کې یو شتمن ایرلنډی (lace-curtain Irish) یم. "[۱۵][۱۶]

په ۱۹۵۰ز کال کې د وېلسن په فراغت پسې متصل، هغه په یوه لړۍ متوالي دندو کې ( د امبولانس د چلوونکي، انجنیرۍ د مشاور، پلورونکي او روغتیا پال په ګډون) وګمارل شو او کله یې چې په خپلو اضافي وختونو کې لیکنې کولې زیات شمېر فیلسوفانو ته او په کلتوري چارو کې (د بیباپ، ارواپوهنیز تحلیل، بېرټرانډ روسېل، کارل جنګ، وېلیام ریچ، لیون تروتسکي، او عین رانډ ته څوک چه هغه وروسته رد کړ) ور جذب شو. هغه د بروکلین په پوليتخنیک انستېتیوت کې له ۱۹۵۲ز کال څخه تر ۱۹۵۷ز کال پورې د برق انجنیري او ریاضیات ولوستل او د نیویارک په پوهنتون کې یې له ۱۹۵۷ز کال څخه تر ۱۹۵۸ز کال پورې د انګلیسي ژبې زده کړې وکړي اما هغه پورتنۍ هېڅ یوې موسسې څخه د فراغت سند ترلاسه نشوی کړای.[۱۷]

ویلسن د نږدې یوې لسیزې لپاره د چرسو څکولو وروسته، د لومړي ځل لپاره د ۱۹۶۱ز کال د ډسمبر په ۲۸مه د اوهایو په یلو سپرنګز کې مسکالین تجربه کړل. ویلسن د ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې د یو ازاد خبریال او د اعلاناتو د کاپي رایټر په توګه کار پیل کړ. هغه د خپلو لیکنو لپار د خپل مورني نیکه نوم، انټون، واخیست او کله یې چې ستر امریکایي ناول ولیکه له خپل ځان سره یې وویل چې د اډوارډ نوم به هم حفظ کوي. هغه وروسته ومونده چې "رابرټ انټون ویلسن" په یو تثبیت شوي هویت بدل شوی دی.[۱۸]

هغه په ۱۹۶۲ز کال کې د اوهایو څخه خپرېدونکې د د اوهایو د ژوند لپاره د ښوونځي په نامه د متوازن ژوند مجلې ګډ مشرتابه ته ادامه ورکړه او مخکې له دې چې له د پلې بای مجلې د مرستیال چلوونکي دریځ خپلولو ته ولاړ شي، چېرته یې چې  له ۱۹۶۵ز کال څخه تر ۱۹۷۱ز کال پورې خدمت وکړ، د لږ وخت لپاره د رالف ګازینبرګ د درۍ میاشتنۍ، حقیقت،د مرستیال چلوونکي په توګه نیویارک ته راستون شو. د ویلسن له قوله، پلې بای مجلې ماته له هرې بلې هغې مجلې څخه چې ما کار ورسره کړی و زیات معاش راکاوه، او هېڅکله یې فکر نه کاوه چې زه به یو تابع کس کېږم او خپله روح به پلورم. ما د سویې د سترواکۍ د دورې له کلونو څخه خوند واخیست. ما یوازځې هغه وخت استعفا ورکړه چې ۴۰ کلنۍ ته ورسېدم او داسې احساس مې وکړ چې که زه د پوره وخت لپاره د لیکنې هلې ځلې ونکړم نو په پای کې نشم کولی چې له ځان سره مې ژوند وکړم. ویلسن د رابرټ شای په دوامداره مرسته د پلې بای د مجلې د  هغو لیکونو د برخې چې د پلې بای د  فلسفي سرلیکنې په ستون کې ورته ځوابونه چمتو کېدل، سر دبیري کوله. د دغې مودې په بهیر کې، په ریالېست مجله کې د الن واټس په لمسون په هغه د ټیموتي لېري او ریچارډ اپرت کاستالیايي بنیاد چې  د نیویار که مېلبروک کې مستقر و، تر پوښښ لاندې ونیو، په دې توګه یې له وېلیام اس. بوروګس او الن ګینسبرګ سره ډېره مهمه ملګرتیا جوړه کړه او په ۱۹۶۵ز کال کې یې د نیویارک په ازاد پوهنتون کې د انارشېست او ګډو همکاریو سیاست تدریس کړ.[۱۹][۲۰]

هغه خپل لېسانس، ماستري (۱۹۷۸ز کال) او دکتورا (۱۹۸۱ز کال) له پایدیا پوهنتون څخه چې یوه غیر معتبره تحصیلي موسسه وه او له هماغه وخت راهیسې بنده شوې ده، په اروا پوهنه کې تر لاسه کړل. ویلسن خپل پایلیک دوه ځلي کار کړ او په ۱۹۸۳ز کال کې یې د تیتان د ظهور (Prometheus Rising) په توګه خپور کړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ویلسن له ازادې لیکوالې او شاعرې ارلېن رایلي سره په ۱۹۵۸ز کال کې واده وکړ. هغوی څلور ماشومان لرل، چې له هغې جملې څخه کرېسټینا وېلسن پېیرسن او پتریکیا لونا ویلسن وو. لونا په ۱۵۹۷۶ز کال کې کله یې چې عمر ۱۵ کاله و، د یوې ښکاره غلا په ترڅ کې په هغه پلورنځي کې چې دې کار پکې کاوه، تر مرګه پورې وهل ټکول شوې وه، او لومړۍ هغه څوک بلل کېږي چې مغز یې د خلیج د ساحې د کریونیک (د جسد د کنګل کولو اړوند پوهنې) د ټولنې (Bay Area Cryonics Society) له خوا وساتل شو. ارلېن رایلي ویلسن د ۱۹۹۹ز کال د مې په ۲۲مه د مغزي سکتو د یوې لړۍ د تجربه کولو په پایله کې مړه شوه.[۲۵][۲۶][۲۷]

د روڼ اندي! درۍ ګوني اثار سمول

د ویلسن د ۳۵ کتابونو او زیات شمېر نورو اثارو په منځ کې، ښایي د هغه تر ټولو غوره-پېژندل شوي کتابونه کلاسیکه دیني لړۍ اېلومناټوس! ( روڼ اندي!) درۍ ګوني اثار (The Illuminatus! Trilogy ) (۱۹۷۵ز کال) پاتې شوي دي کوم یې چې له ښاغلي شي سره په ګډه تالیف کړي دي. نوموړي درۍ کتابونه ـــــ سترګه په هِرم کې، طلایي مڼه، او لېویاتان، چې د پارانویدونو لپاره د یوې ښاپېرۍ د کیسې په توګه یې تبلیغ کېده، ډېر ژر د یو واحد جلد په توګه خپاره شول ــــ د نورو زیات شمېر مقالو، غیبي کیسو او د هغو هنري سبک چې مفهوم په سمبولونو او نښو افاده کوي او همدارنګه د تاریخ، د ۱۶۰مې لسیزې د کلتور ضد اثارو، د مخفي ټولنو، د لیکوال اچ. پي. لوکرافټ او د لیکوال او د رمز او جادو پال الیسټر کراولي په اړه د ډټا، او له دسیسو سره په تړاو د امریکایي کوږ اندۍ او د دسیسو د تیوریو تر منځ په طنز امېز او فلسفي ډول وڅېړل شول. د دې کتاب موخه د ذهن د دسیسه کارانه چوکاټ مسخره کول وو.  [۲۸][۲۹][۳۰]

ویلسن او شي هغه وخت چې د پلې بای مجلې د انجمن د چلوونکو په توګه کار کاوه له هغو لیکونو څخه چې یادې مجلې ته یې لېږلي وو زیات شمېر عجیب مواد راوایستل. یادو کتابونو اصلي معلومات له تخیلي افسانو سره ترکیب کړي دي تر څو لوستونکی په هغه څه کې ښکېل کړي چې ویلسن "د موجوداتو ګوریلایي پوهنه" بلله، کومې ته چې هغه په اېلومناټوس! کې ښکاره ډول د ماینډفک عملیاتو (Operation Mindfuck) په توګه اشاره کړې ده. یادو درۍ ګونو کتابونو همدارنګه د ازادۍ غوښتنې او انارشېستي بدیهي حقیقتونو د یوې مجموعې یادونه کړې ده چې د سلین د قوانینو (له هاګبارډ سلین سره په تړاو، څوک چې په ایلومیناټوس کې یو شخصیت دی، نومول شوي دي)، یاد قوانین هغه اصول دي چې ویلسن ورته په خپلو نورو لیکنو کې څو څو ځله بیا کتنه کړې ده.[۳۱]

سرچينې   سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119104679  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sx7vzt — subject named as: Robert Anton Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/17415295 — subject named as: Robert Anton Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?68 — subject named as: Robert Anton Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Robert Anton Wilson — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/9819a70cb3c54086b4904456d28e67b5 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: R. A. Wilson — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF15713
  7. http://www.nytimes.com/2007/01/13/obituaries/13wilson.html?ref=obituaries
  8. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13343689w — subject named as: Robert Anton Wilson — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/70042723
  10. Robertson, David G. (2012). "Making the Donkey Visible: Discordianism in the Works of Robert Anton Wilson". In Cusack, Carol; Norman, Alex (المحررون). Handbook of New Religions and Cultural Production. 4. Leiden: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 421–441. doi:10.1163/9789004226487_018. ISSN 1874-6691. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004221871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Patricia Monaghan: "Robert Anton Wilson". Booklist, May 15, 1999, v. 95 i. 18 p. 1680
  12. "Robert Anton Wilson". Contemporary Authors Online, Gale, 2007. Reproduced in Biography Resource Center. Farmington Hills, Mich.: Thomson Gale. 2007
  13. (په January 13, 2007 باندې). New York Times obituary, January 13, 2007.
  14. "Refine the Mind article". July 25, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Robert Anton Wilson RIP". The Force Holocron. January 12, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mises Daily". Mises Institute. August 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Robert Anton Wilson, 74, Who Wrote Mind-Twisting Novels, Dies, The New York Times, January 13, 2007
  18. "Robert Anton Wilson RIP". The Force Holocron. January 12, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Berke, Joseph (October 29, 1965). "The Free University of New York". Peace News: 6–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as reproduced in Jakobsen, Jakob (2012). "Anti-University of Londin–Antihistory Tabloid". London: MayDay Rooms. د کتاب پاڼي 6–7. د اصلي آرشيف څخه پر October 12, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Mises Daily". Mises Institute. August 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Robert Anton Wilson." St. James Guide to Science Fiction Writers, 4th ed. St. James Press, 1996. Reproduced in Biography Resource Center. Farmington Hills, Michigan.: Thomson Gale. 2007.
  22. Martin van der Werf: "Lawsuit U." The Chronicle of Higher Education, August 4, 2006
  23. Prometheus Rising Archived 2020-07-19 at the Wayback Machine. Robert Anton Wilson's Prometheus Rising on the credibility of the previously existing Paideia University
  24. Carlson, Michael (January 17, 2007). "Robert Anton Wilson". د لاسرسي‌نېټه June 15, 2017 – عبر The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Patricia Luna Wilson Archived May 10, 2006, at the Wayback Machine. at cryonics.org
  26. Carlson, Michael (January 18, 2007). "Obituary: Robert Anton Wilson". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The Beltane Celebration". lycaeum.org. د اصلي آرشيف څخه پر February 9, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "The author of 35 books on subjects like extrasensory perception, mental telepathy, metaphysics, paranormal experiences, conspiracy theory, sex, drugs and what he called quantum psychology ..." The New York Times obituary.
  29. "...an author of The Illuminatus! Trilogy—a mind-twisting science-fiction series about a secret global society that has been a cult classic for more than 30 years ..." from "Robert Anton Wilson, 74; Wrote Mind-Twisting Novels"; [Obituary (Obit)] Dennis Hevesi. The New York Times. (Late Edition (East Coast)). New York, N.Y.: January 13, 2007. p. A.16
  30. Paul De Groot (په September 14, 1985 باندې). Conspiracy's his specialty.
  31. "Illuminatus stumbles". April 3, 2013. Archived from the original on April 3, 2013. د لاسرسي‌نېټه June 15, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)