رابرټ ال. اوون

امريکايي سياستوال (۱۸۵۶-۱۹۴۷)

رابرټ لیتم اوون جونیر (زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د فبروري ۲مه – مړینه: د ۱۹۴۷ زکال د جولای ۱۹مه نېټه) له اوکلاهاما څخه د متحده ایالاتو له لومړنیو دوه سناتورانو څخه یو و. ده له ۱۹۰۷ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې په سنا جرګه کې خدمت وکړ.

رابرت لاتم اووېن
Robert Latham Owen (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Lynchburg (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ فبروري ۱۸۵۶[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹ جولای ۱۹۴۷[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

اوون د ویرجینیا د لینچبورګ سیمې په یوه بډایه کورنۍ کې وزیږېد ځکه چې پلار یې د اوسپنې د پټلۍ د جوړونکي شرکت مشر و، خو د ۱۸۷۳ زکال په لوی اقتصادي ناورین کې یې په بشپړه توګه د کورنۍ شتمنۍ د له لاسه ورکولو او همدارنګه یې د نوې ځوانۍ پر مهال د پلار له مړینې وروسته ډیکنزي شاتګ تجربه کړ.

اوون چې د مور له اړخه چروکي و، په لویدیځ لوري کې د سورپوستو لپاره ځانګړي شوي قلمرو ته ولاړ او هلته یې د یتیمو چروکي ماشومانو د ښوونکي، وکیل، مدیر او خبریال، فدرال سورپوستي استازي او همدارنګه د دغې سیمې د لومړني ټولنیز بانک د بنسټګر او لومړي مشر په توګه نوی ژوند پیل کړ. دغه لاسته راوړنو چې پر مټ یې عامه شهرت وموند، لار برابره کړه څو دی په ۱۹۰۷ زکال کې د اوکلاهاما له ایالت کېدو وروسته (د سورپوستو پخوانی قلمرو په کې شامل و) د یاد ایالت په استازولۍ د متحده ایالاتو سنا جرګې ته لار ومومي.

د یو دیموکرات فعال په توګه ده د ګڼ شمېر پراختیا غوښتونکو موخو په برخه کې هڅې وکړې چې په دغو کې په دولت باندې د عامه وګړو د کنټرول پیاوړتیا او د ماشومانو له کار سره مبارزه شاملېږي؛ ده د ۱۹۱۳ زکال د فدرال ریرزف له قانون څخه په سنا جرګه کې کلک ملاتړ وکړ، هغه قانون چې پرمټ یې فدرال ریزرف سیسټم جوړ شو. د هغه مهال په بحثونو کې ده په کلکه سره په رسمي ډول د بانکوالۍ د صنعت تر کنټرول لاندې د فدرال ریزرف د راوستو پر وړاندې مقاومت وکړ؛ همدا و چې د ۱۹۱۳ زکال یاد قانون د اوون د وړاندیزونو په لرلو راڅرګند شو او له مخې یې دولت او ۱۲ هغه سیمه ئیزو ریرزف بانکونو چې د لویو بانکونو تر ولکې لاندې و، د فدرال ریرزف د مرکزي پلاوي لپاره غړي نوماندان کړل. اوون یوځل د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو او بیا ځلي د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې ډیفلاسیون ته د اړوندو پالیسو په برخه کې د فدرال ریزرف په ناسم لوري نیولو کلکې نیوکې وکړې او ده دغه چاره په فدرال ریزرف باندې د لویو بانکونو له کچې زیات نفوذ ته اړونده بلله چې ګویا د لوی اقتصادي ناورین د رامنځته کېدو لامل ګرځي: دا هغه مهال یوه لږکۍ نظریه وه، خو په وروستیو لسیزو کې یې د محافظه کارو اقتصاد پوهانو ترمنځ زیات محبوبیت وموند (دغه نظریه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د میلټون فریډمن له خوا ترویج شوه). اوون په ۱۹۲۰ زکال کې د دیموکرات ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و خو بریالی نه شو.

سیاسي ژوند

سمول

اوون له ۱۸۹۲ زکال څخه تر ۱۸۹۶ زکال پورې د ملي دیموکراتې کمېټې د غړي په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۹۰۱ زکال کې د سورپوستو لپاره د ځانګړي شوي قلمرو اوسېدونکو ته د تابعیت ورکولو د قانون په تصویب کې مرسته وکړه. ورپسې نوموړي په هغه ډله کې د رهبرۍ رول ولوباوه چې په ۱۹۰۵ زکال کې یې د سکویا قانوني کنوانسیون جوړ کړ او موخه یې په سکویا ایالت کې د بومي وګړو د قلمرو شمولیت و. په داسې حال کې چې ده د سکویا د مبارزې پر مهال د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې پرېکنده ملاتړ خپل کړ – هغه چې په بشپړ ډول اټکل وړ و – خو په کانګرس کې د ولسمشر ټئوډور روزولټ او ګڼ شمېر نورو کسانو له کلک مخالفت سره مخ شو او له امله یې د سورپوستو لپاره ځانګړی شوی قلمرو د اوکلاهاما له قلمرو سره یوځای شو چې بیا په ۱۹۰۷ زکال کې د اوکلاهاما په ایالت بدل شو. [۴][۵]

اوون په دولت کې د وګړو د فعال کنټرول د زیاتوالي په یو شمېر هڅو کې ونډه لرله. دی همدارنګه د ممنوعیت له یو ثابتو ملاتړ څخه و (د نوولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په امریکا کې دا دود لیدلوری و چې د ممنوعیت پلویان د دولت د وګړیز کنټرول او همدارنګه د هغو د برعکس ډول ملاتړي دي). ده ښځو ته د رایو د حق د ورکړې په موخه مبارزه وکړه (په داسې حال کې چې د اوکلاهاما د ایالت کېدو په قانون کې یې د هغو یادونه نه وه کړې). همدارنګه یې د اوکلاهاما په اساسي قانون کې د مستقیمو مقدماتي ټاکنو، د عمل د ابتکار، ټول پوښتنې او سربېره پر دې یې د ټول غوښتنې (د هغو لارو چارو ترکیب چې ځینې مهالونه د اورېګان سیسټم هم بلل کېږي) د شاملولو اړوند په بریالیتوب سره کار وکړ. دی ځینې وختونه د سیاست په ډګر کې د شته فساد له کلکو منتقدینو څخه و. ورته مهال د ملي وګړیز حکومت د ډلې یو له بنسټګرو څخه و چې له ۱۹۱۳ زکال څخه یې تر ۱۹۲۸ زکال پورې د هغو د مشر په توګه خدمت وکړ. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ایالت کېدو او همدارنګه له هغو سره همهاله د ۱۹۰۷ زکال د ټاکنو پر مهال سیمه ئیزو دیموکراتانو وکولای شول د اوکلاهاما په سیمه کې د پخوانيو جمهوري غوښتونکو د سیاسي واکمنۍ د راپرځولو په موخه له لویو شرکتونو څخه د وګړو عامه ناخوښي په خپل کنټرول کې راوړي. د اوکلاهاما د سیاستونو د تاریخ د تعبیر له مخې «د ۱۹۰۷ زکال د نومبر میاشتې ټاکنو اوکلاهاما د راتلونکې نیمې پېړۍ لپاره په یو دیموکرات ایالت واړوله». [۱۱]

اوون په خپله د متحده ایالاتو سنا جرګې ته په غیر الزامي مقدماتي ټاکنو کې ګډون وکړ. د بومي وګړو د قلمرو دیموکراتانو نوموړی رایو ورکوونکو ته د «دولتي چارواکي، وکیل، سوداګر او تر ټولو مهم دا چې د یو بومي وګړي» په توګه ورمعرفي کړ. اوون په مقدماتي ټاکنو کې لومړنی ځایګی خپل کړ او ورپسې د مقننه قوې له خوا په رسمي توګه د متحده ایالاتو سنا جرګې ته د یو دیموکرات غړي په توګه ور وپېژندل شو. په داسې حال کې چې اوون او توماس ګور په همهاله ډول سنا ته لار ومونده، خو دغو دواړو استازو په هغه پچه اچونه کې ګډون وکړ څو مالومه شي چې کوم یو یې د اوږد مهالې او کوم یې د لنډ مهالې دورې لپاره سنا ته ټاکل شوی څو د لنډې دورې لرونکی سناتور په بیاځلي ټاکنو کې ګډون وکړي. اوون پچه اچونه وګټله او د سنا د دویمې طبقې د غړي په توګه یې له پنځو کلونو څخه د زیات مهال لپاره په سنا کې خدمت وکړ چې د خدمت دوره یې د ۱۹۱۳ زکال د مارچ په ۴مه نېته پای ته ورسېده. اوون د ۱۹۱۳ زکال د ډسمبر میاشتې په ۳مه نېټه د متحده ایالاتو د سنا جرګې د دیموکراتانو د ډلې منشي وټاکل شو. په داسې حال کې چې د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې یې په رسمي ډول لوړه وه نه کړه. [۱۲][۱۳][۱۴]

اوون په ۱۹۱۲ زکال کې پخواني والي چارلز هسکل ته په لومړني چلنج کې له ماتې ورکولو او بیا ځلي له کوم جدي چلنج پرته په ۱۹۱۸ زکال کې سنا ته لار ومونده. ده د ۱۹۰۷ زکال د ډسمبر له ۱۱مې نېټې څخه د ۱۹۲۵ زکال د مارچ تر ۴مې نېټې پورې دلته خدمت وکړ. راپور ورکړل شوی چې اوون د خپلو ۳۰۰ زرو ملاتړو د نومونو نوملړ له ځانه سره درلود. [۱۵][۱۶][۱۷]

د نوي ټاکل شوي سناتور په توګه ده په فعاله توګه د ۱۹۰۸ زکال په ټاکنو کې د ویلیام جیننګز برایان په ګټه ټاکنیزې مبارزې مخته یووړې؛ دوی دواړه بیا تر څو کلونو پورې پیاوړي سیاسي متحدین پاتې شول.

اوون د سنا جرګې ته په لار موندلو سره له کانزاس څخه د جمهوري غوښتونکي سناتور (او راتلونکی مرستیال ولسمشر) چارلز کورټیس په خوا کې د بومي امریکايي مخینې لرونکی دویم سناتور و؛ کورټیس د مور له اړخه درې په څلورمه برخه بومي امریکايي و چې اجداد یې کاو، اوسج او پوتاواتومي قبیلو ته اړوند وو. کورټیس په ۱۸۹۸ زکال کې د کورټیس قانون یو له اصلي لیکوالانو څخه و چې له مخې یې د چروکي قبیلې د حکومت په ګډون د پنځو متمدنو بومي قبایلو حکومتونه منحل شول او د متحده ایالاتو د ټولنې په اصلي جریان او د بازار په اقتصاد کې یې د سورپوستو د یو ډول ګڼلو په هڅونې سره افرادو ته د پخوانیو قبیلوي اشتراکي ځمکو د وېش چاره ترویج کړه (په داسې حال کې چې دغه لایحه په کلکه سره په کمېټه کې اصلاح شوه، آن تر دې چې کورټیس خپله د دغه قانون د وروستۍ بڼې اړوند یو لړ ملاحظات لرل). [۱۸]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 1055244670. Retrieved: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w61v5d69. Subject named as: Robert Latham Owen. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 7773268. Subject named as: Robert Latham Owen. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. Kilcup, 2005. Note 84.
  5. Brandon, Stephen. "'Mother Of U.S. Senator An Indian Queen': Cultural Challenge and Appropriation in The Memoirs of Narcissa Owen, 1831–1907." Studies in American Indian Literatures, Series 2, Volume 13, Number 2 & 3, Summer/Fall 2001.
  6. See, for example: Nugent, Walter. Progressivism. (pp. 4–5 and passim). Oxford University Press, 2010.
  7. Scales and Goble explain (p. 21) that, as the constitutional convention met, some were concerned that, if women's suffrage was granted, black women would vote in much larger numbers than white women. Many delegates were swayed when, in a local school board election (the only level at which women were then allowed to vote) that happened to coincide with the constitutional convention, 751 black women were seen to vote while only 7 white women went to the polls.
  8. Historian Walter Nugent provides the following description of the Oklahoma constitution: "inspired by Bryan, written in part by Kate Barnard, and ... a model of Populist-Progressivism, perhaps the fullest statement ever of Democratic agrarian radicalism." Progressivism (p. 82). Oxford University Press, 2010.
  9. Brown gives examples of Owen publicly "naming and shaming" other politicians as corrupt. See also the present article's discussion of the Lorimer case.
  10. "Foreword" by Judson King, Director of the National Popular Government League, to Keso, Edward Elmer. The Senatorial Career of Robert Latham Owen. Gardenvale, Canada: Garden City Press, 1938, pp. 5–7.
  11. Scales, James R. and Danney Goble. Oklahoma Politics, a History. Norman, OK, University of Oklahoma Press, 1982.
  12. Brandon, quoting Keso and the Muskogee Phoenix. In Brandon's own words, "Everything considered, much of Robert Owen's appeal as a senatorial candidate depended on his public persona as an "Indian" with a recognizable interest in Native American affairs and experience on a national level handling these affairs."
  13. Scales and Goble (p. 33) describe Owen, at the time of his initial election to the Senate, as representing "that form of genteel southern progressivism that would soon find its champion in Woodrow Wilson".
  14. United States Senate – States in the Senate – Oklahoma – Timeline. Accessed on 02/07/2018 at: https://www.senate.gov/states/OK/timeline.htm.
  15. Belcher, p. 365.
  16. Belcher, p. 371.
  17. Both Keso and the Biographical Dictionary of the U.S. Senate quote Owen's service in the Senate as ending on March 3rd rather than March 4th, 1925. However, U.S. Senate Document 98-29 published in 1984 and entitled "The Term of a Senator — When Does It Begin and End?" indicates that, prior to 1934, regular Senate terms both began and ended on March 4th of the relevant year. Accessed on 03/01/11 at: https://www.senate.gov/reference/resources/pdf/termofasenator.pdf.
  18. Ewen, Alexander. "Charles Curtis: Was He Friend or Foe?" National Museum of the American Indian. Washington DC, Smithsonian Institution, circa 2000.