کپتان رابرت وان رنکې ګرېوز (د ۱۸۹۵ کال د جولای له ۲۴ – د ۱۹۸۵ کال د ډسمبر تر ۷) یو بريتانوی شاعر، تاریخي ناول لیکونکی او نقاد و. پلار یې الفریډ پرسیوال ګرېوز و، چې د آیرلنډ مشهور شاعر او د ګیلیک دود د بیارغونې څېره وه، دوی دواړه سلتیک پلوه او د آیرلنډي افسانه پوهنې پلویان وو. ګرېوز په خپل ژوند کې له ۱۴۰ څخه زیات آثار ولیکل. د نوموړي شعرونه، ژباړې او د یوناني افسانې نوښتګره شننه، د هغه د لومړني ژوند یادونه - په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هغه د ونډې په ګډون له ټولو د خدای په امانۍ اثر، او د سپینې الهې تر نوم لاندې د شاعرانه انګېزې په اړه د نوموړي تیوریکي څېړنه هېڅکله چاپ نه شول.  همدارنګه، نوموړی د لنډو کیسو یو نامتو لیکوال هم دی، لکه د "استوګنځي" کیسه چې اوس هم شهرت لري.[۱][۲][۳]

رابرت ګرېوز
بە ئینگلیزی: Robert Ranke Graves
Robert Graves 1929 (cropped).jpg
لەدایکبوون۲۴ی جولای ۱۸۹۵
Wimbledon، شانشینی یەکگرتوو
مردنکينډۍ:ڕێکەوتی مەرگ و تەمەن
Deià، ئیسپانیا
Birth nameRobert von Ranke Graves
د خښولو ځایDeià
پلارAlfred Perceval Graves
مورAmalie von Ranke
وروڼهPhilip Graves
میړه یا مېرمنNancy Nicholson، Beryl Pritchard
Languages spoken, written or signedانگليسي
Writing languageانگليسي
Field of workliterary studies
EmployerUniversity of Oxford
تعليم تر لاسه کولKing's College School، St John's College، Charterhouse School، Copthorne Preparatory School، Hillbrow School
د کار ځایOxford
Participant in1924 Summer Olympics
پوځي پوړcaptain
Conflictلومړنۍ نړېواله جګړه
پوځي څانگهBritish Army
Notable workI, Claudius، The White Goddess، The Greek Myths
Archives atNational Library of Wales، University of Victoria Special Collections and University Archives
ځېلناول، essay
Award receivedJames Tait Black Memorial Prize، Queen's Gold Medal for Poetry، Russell Loines Award for Poetry
Has works in the collectionNational Gallery of Victoria
Copyright status as a creatorworks protected by copyrights

نوموړي خپل ژوند د لیکوالی پر مټ، په ځانګړې توګه د مشهور تاریخي ناولونه لکه زه، کلاډیوس؛ پاچا عیسی؛ د سرو زرو وړۍ؛ او اشرف بیلیساریوس، پر مخ وړ. همدارنګه، نوموړی د کلاسیکو لاتیني او لرغونو یوناني متنونو مشهور ژباړن هم و. د هغه د دولسو سیزارانو او د سرو زرو خر آثار د هغوی د وضاحت او د سرګرمۍ د بڼې په برخه کې شهرت لري. په ۱۹۳۴ کال ګرېوز ته جیمز ټایټ بلک میموریل جایزه د زه، کلاډیوس او خدای کلاډیوس د آثارو لپاره ورکړل شوه.[۴]

لومړی ژوندسمول

ګرېوز په ومبلډن کې، چې هغه وخت د سورې برخه وه او اوس د سویلي لندن برخه ده، په یوه منځنۍ کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د الفریډ پرسیوال ګرېوز (۱۸۴۶ – ۱۹۳۱) له پنځو ماشومانو دریم و. الفرید د چارلز، د لیمیریک، ارډفرټ او اګاډو کشیش شپږم ماشوم او دوهم زوی و. پلار یې د آیرلنډ د ښوونځي څارونکی، ګیلیک پوه او د مشهور سندرې "فادر او فلین" لیکوال و او مور یې د پلار دوهمه مېرمن امالي الیزابت سوفي وان رنکې (۱۸۵۷ – ۱۹۱۵) وه چې د تاریخ لیکونکي لیوپولډ وان رنکې خور وه.[۵]

په اوه کلنۍ کې، د شېري (سرخکان) څخه وروسته دوه اړخه سینه بغل نږدې د ګرېوز ژوند اخیستی و. له دریو پېښو نه لومړۍ پېښه هغه وخت و چې د ډاکترانو له لوري د سږو د ناروغۍ په پایله کې ناهیلی شو، دوهمه یې د جګړې ټپ پایله وه او دریمه یې هغه وخت وه چې د ۱۹۱۸ کال په وروستیو کې له عسکري ترخیص لږ ورسته د هسپانوي انفلونزا سره مخ شو. په ښوونځي کې، ګرېوز د رابرت وان رنکې ګرېوز په نوم شامل شو، او په آلمان کې د هغه کتابونه په همدې نوم خپاره شوي دی، خو د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وړاندې او په اوږدو کې دې نوم د هغه لپاره ستونزې راپورته کړې.[۶]

د ۱۹۱۶ کال د اګست په میاشت کې یو افسر چې هغه یې نه خوښېده اوازه خپره کړه چې هغه د «کارل ګرېوز» په نوم د یوه نیول شوي آلماني جاسوس ورور دی. ستونزه په دوهمه نړیواله جګړه کې بېرته هغه وخت راڅرګنده شوه چې یو شکمن سیمه ایز پولیس د ځانګړو ښارساتونکو لپاره د هغه د ګمارنې مخه ونیوله. د ګرېوز تر ټولو مشر ناسکه ورور، فیلیپ پرسیوال ګرېوز، بریالی خبریال شو او د هغه کوچنی ورور، چارلس پیټریک ګرېوز، یو لیکوال او ژورنالیست و.[۷][۸]

زدکړېسمول

ګرېوز خپلې لومړنۍ زده کړې په شپږو لومړنیو ښوونځیو کې، لکه په ویمبلډن کې د کینګز کالج ښوونځۍ، په ویلز کې پنرالټ، په رګبي کې د هیلبرو ښوونځۍ، په تیمس کې د کینګسټون د روکبی ښوونځۍ او په سسیکس کې په کاپتورن کې، ترلاسه کړې، چې په پای کې یې په ۱۹۰۹ کال کې یې چارترهاوز ښوونځۍ ته بورس ترلاسه کړ. نوموړي هلته شعرونه لیکل، او سوک وهنه یې پیل کړه، چې ورسته په هم ویلټر او هم په منځني وزن کې د ښوونځي اتل شو. نوموړي ادعا وکړه چې دا د هغه په ​​نوم کې د آلماني برخې، د هغه د سپینو خبرو، د هغه علمي او اخلاقي جديت، او د نورو هلکانو په پرتله د هغه غربت له امله د ځورونې په ځواب کې و. هغه ​​په سرودونو کې برخه هم اخیسته، چې هلته له یوه اشرافي هلک، جی ایچ "پیټر" جانسټون، سره آشنا شو او له هغه سره یې ژوره مینه ناکه ملګرتیا پیل کړه، چې د دې رسوایئ په پایله کې د سر ښوونکي له لوري احضار شو. خو، ګرېوزدا کار "پاک او عاطفي" او "د علاقې پر بنسټ - همجنس پلوي" یاد کړ، او که څه هم هغه په ​​​​ښکاره بڼه له "پیټر" سره مینه درلوده (چې له ټولو د خدای په امانۍ په اثر کې د "ډېک" تر نوم لاندې پټ و)، نوموړي دا رد کړه چې د دوی اړیکه تل جنسي وه. نورو معاصرینو هغه  ته د پیټر د اخلاقو په اړه خبرداری ورکړ. د استادانو تر منځ د هغه اغېزمن کس جورج مالوري و، چې نوموړي ته یې معاصر ادب وښود او په رخصتیو کې یې له هغه سره غره ختلو ته تله. نوموړي په چارټر هاوز کې د خپل وروستي کال په ترڅ کې، د آکسفورډ په سینټ جان کالج کې د کلاسیک نندارتون لپاره چانس ترلاسه کړ، خو تر جګړې وروسته یې هلته خپل ځای ترلاسه نه کړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړۍ نړواله جګړهسمول

د ۱۹۱۴ کال د اګست په میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې، ګرېوز سمدلاسه نوم لیکنه وکړه، د اګست په ۱۲ د شاهي ویلچ فوسیلیرز په دریم کنډک کې د دویم بریدمن (په آزمایشي) په توګه یو ماموریت په غاړه واخیست. نوموړی د ۱۹۱۵ کال د مارچ په ۱۰ په خپله رتبه کې منظوري ترلاسه کړه او چټک پرمختګ یې وکړ چې د ۱۹۱۵ کال د می په ۵ یې د بریدمن رتبې او د اکتوبر په ۲۶ یې د تورن (کپتان) رتبې ته ترفیع وکړه. هغه د شعرونو خپل لومړی ټوک، له نغري د پاسه، په ۱۹۱۶ کال کې خپور کړ. نوموړي د یو جنګی شاعر په بڼه شهرت ترلاسه کړ او د هغو لومړنیو کسانو له ډلې و چې د جګړې د لومړۍ کرښې د تجربې په اړه یې حقیقي شعرونه لیکل. په ورپسې کلونو کې، هغه له خپلو ټولګو څخه جنګي شعرونه لرې کړل، په دې دلیل چې هغه په ښکاره ډول "د جګړې د شعرونو برخه" وه. د سوم په جګړه کې، هغه د سږو په برخه کې د چرې له امله دومره سخت ټپي شو چې ویل کېدل کېدای هغه مړ شي او د ټپونو له امله په رسمي توګه د مړ راپور ورکړل شوی و. هغه په ​​کراره روغ شو او په فرانسه کې د یوې لنډې دورې ورسته، د جګړې پاتې برخه یې په انګلستان کې تېره کړه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په دې وخت کې د ګرېوز یو ملګری شاعر سیګفرایډ ساسون و چې د هغه په پوځي کنډک کې یو ملګری افسر و. دوی دواړه د آکسفورډ په سومرویل کالج کې روغ شول، چې د افسرانو لپاره د روغتون په توګه کارول کېده. ساسون هغه ته په ۱۹۱۷ کال کې ولیکل چې " تاسو څنګه په آکسفورډ کې د مېرمنو کالج ته د تلو په اړه زما مفکوره رد کړه ".

په سومرویل کالج کې، ګرېوز د مارجوري سره، چې نرس او مسلکي پیانو غږونکي وه، ولیدل او مین شو، خو کله چې هغه پوه شو چې هغه کوژده ده، هغې ته یې لیکل بند کړل. نوموړی په سومرویل کې د خپل وخت په اړه لیکي: "ما په سومرویل کې له خپلې استوګنې څخه خوند واخیست. لمر ځلېده، او نظم اسانه و."[۲۳]

ساسون په ۱۹۱۷ کال کې د جګړې ضد عامه وینا په ورکولو سره د جګړې د پیل په وړاندې غږ پورته کړ. ګرېوز وېره درلوده چې ساسون به د پوځي محاکمې سره مخ شي او له نظامي چارواکو سره یې خبرې وکړې او دوی یې وهڅول چې ساسون د مرمۍ شاک تجربه کړي او دوی باید له هغه سره سم چلند وکړي. په پایله کې، ساسون په اډینبورګ کې د کریګلاکهارټ پوځي روغتون ته ولېږدول شو، چې هلته د ډاکتر دبلیو آچ آر ریورز له لوري درملنه شو او د ناروغ ملګري ولفرډ اوون سره یې ولیدل. په دې ځای کې د ګرېوز هم درملنه شوه. ګرېوز هم د مرمۍ شاک درلود، چې ورسته د رواني ستړیا په نوم یاد شو، خو هغه هېڅکله په روغتون کې له دې امله بستر نشو:[۲۴][۲۵]

زه په دې اند وم چې بېرته فرانسې ته لاړ شم، خو د دې اند بې ارزښتۍ پوه شوم. له ۱۹۱۶ کال ورسته، د ګاز وېرې ماته روحي ستونزې پیدا کړې: هر ډول غیر معمولي بوی، حتی په یوه باغ کې د ګلونو ناڅاپه قوي بوی، زما د لړزا لپاره بس و. او ما اوس د درنو مرمیو غږ نشو زغملای؛ د موټر غږ به د دې لامل شو چې وتښتم او د پټېدو لپاره منډه کړم.[۲۶]

د ګرېوز او ساسون ترمنځ ملګرتیا د ګرېوز په لیکونو او ژوندلیکونو کې مستند شوې ده چې دا کیسه د پیټ بارکر د ریجنریشن (بیا رغونې) په ناول کې یاده شوې ده. بارکر هم په ځوانۍ کې د ګرېوز د همجنسبازۍ تجربې په ګوته کوي؛ د ناول په پای کې وروسته له هغه چې یو ملګري د بل سړي سره په "وسوسه" تورن شو، ګرېوز ادعا کوي چې د هغه "اړیکې په نورمال بڼه کې روانې دي". د دوی د لومړنیو اړیکو پراختیا د ګرېوز د پري او سرتېري (۱۹۱۷) په ټولګه کې کې ښودل شوې، چې په ډېرو شعرونه کې د دوی ملګرتیا لمانځي. ساسون په دې کې د "درانه جنسي عنصر" په اړه تبصره وکړه، چې دا یو داسې څېړنه وه چې د دوو نارینه وو تر منځ د پاتې شوو لیکونو د عاطفي طبیعت پر مټ ملاتړ کېږي. د ساسون له لارې، ګرېوز د ویلفرډ اوون ملګری شو، "چې هغه زیاتره وختونه ماته له فرانسې څخه شعرونه رالېږل."[۲۷][۲۸]

د ۱۹۱۷ کال په سپټمبر کې، ګرېوز د ګارنیزون د کنډک سره د په دنده وټاکل شو. د ګرېوز پوځې دنده یو په یو په یوه پیښه پای ته ورسېده چې د پوځې تېښتې لامل کېدای شوه. هغه چې د ۱۹۱۸ کال په وروستیو کې لیمریک ته ولرږل شو، "ناڅاپه له ساړه سره راویښ شو، چې د هسپانوي انفلونزا لومړنۍ نښې ګڼل کېدې." هغه لیکلي، "ما پرېکړه وکړه چې له دې وتښتم" " باید لږترلږه په انګلیسي روغتون کې بستر شم، نه په آیرلنډي روغتون کې." نوموړي چې له لوړې تبې سره واټرلو ته ورسېد، خو رسمي اسناد یې نه درلوده چې له پوځ څخه د هغه ترخیص په ګوته کړې، هغه فرصت ترلاسه کړ چې له یو ترخیصي افسر سره له آیرلنډ څخه په ټکسې کې بېرته راستون شي چې هغه د نوموړي لپاره په اړینو پټو کوډونو اسناد بشپړ کړل.[۲۹][۳۰]

سرچينېسمول

  1. Richard Perceval Graves, "Graves, Robert von Ranke (1895–1985)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, September 2004; online ed., May 2010 – accessed 27 July 2010
  2. "National Portrait Gallery – Person – Robert Ranke Graves". Npg.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. [۱] Review of The White Goddess – A Historical Grammar of Poetic Myth outlining different editions
  4. James Tait Black Prize winners: Previous winners – fiction Archived 3 January 2010 at the Wayback Machine.
  5. Boylan, Henry (1998). A Dictionary of Irish Biography, 3rd Edition. Dublin: Gill and MacMillan. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7171-2945-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Graves (1960) p. 234.
  7. Graves (1960) p. 172.
  8. Graves (1960) p. 281.
  9. Graves (1960) pp. 21–25.
  10. Graves (1960) pp. 45–52.
  11. Graves (1960) pp. 38–48.
  12. Bremer, John (2012). C.S. Lewis, poetry, and the Great War: 1914–1918. Lexington Books. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-7152-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jean Moorcroft Wilson (9 August 2018). Robert Graves: From Great War Poet to Good-bye to All That (1895–1929). Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4729-2915-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Graves (1960) p. 48.
  15. Graves (1960) pp. 55–60.
  16. Graves (1960) pp. 36–37.
  17. کينډۍ:London Gazette
  18. کينډۍ:London Gazette
  19. کينډۍ:London Gazette
  20. کينډۍ:London Gazette
  21. Seymour (1995) p. 54.
  22. Seymour (1995) pp. 58–60.
  23. Graves, Robert (1985). Good-Bye To All That. Vintage International Edition. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780385093309. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Graves (1960) pp. 214–16.
  25. Graves (1960) pp. 216–17.
  26. Graves (1960) pp. 219–20.
  27. Barker, Pat, 1991. 'Regeneration' (Penguin, 2008) p.199
  28. Graves (1960) p. 228.
  29. کينډۍ:London Gazette
  30. Graves (1960) pp. 231–33.