ذکیه ذکي (شاوخوا ۱۹۷۲ تر ۴ جون ۲۰۰۸ز) په افغانستان کې یوه خبریاله وه. چې په کابل کې یې د سولې غږ راډیو لپاره کار کاوه. مېرمن ذکي هغه لومړنۍ ښځه وه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د جګړې له پیلیدو (۲۰۰۱ ز کال) راهیسې یې د طالبانو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړ. نوموړې همداشان د جنسیتي برابري او د ښځو د حقونو لپاره په افغانستان کې مبارزه وکړه. د هغې مړینه د افغان لوړپوړو ښځو پر وړاندې د زنځیره اې قتلونو د یوې لړۍ په توګه ګڼل کېږي. [۳]

ذکیه ذکي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۲
افغانستان   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړينې نېټه 6 جون 2007 (44–45 کاله)[۱] او 5 جون 2007 (44–45 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان [۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال [۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شخصي ژوند سمول

ذکیه ذکي په خپله ټولنه کې د یوې خپلواکې ښځې او مدني فعالې په توګه پېژندله کېده. مېرمن ذکي چې ۳۵ کاله عمر یې درلود، د دې تر څنګ چې د سولې غږ راډیو بنسټګره وه، د یوه ښوونځي د سرمعلم په توګه یې هم خدمت کاوه. هغې او مېړه یې شپږ اولادونه درلودل چې څلور هلکان او دوه یې نجونې وي، دوه زامن یې د هغې د مړینې په صحنه کې حاضر و. د نوموړې کورنۍ د کابل په شمال کې په ۴۰ مایله واټن کې ژوند کاوه.[۴][۵]

مسلک سمول

میرمن ذکي د افغانستان د پروان ولایت د جبل السراج په ولسوالۍ کې د سولې غږ راډیو فعاله خبریاله او بنسټګره وه. دغه راډیو د امریکا د متحده ایالاتو له خوا تمویل کېده او زیاتره به یې په ډېرې بې باکۍ سره پر بحث وړ موضوعګانو لکه د ښځو حقونه او د طالبانو په اړه خپرونې درلودي. د امریکا متحده ایالاتو به په پټه سره د دغې راډیو هره ورځ ۶ ساعتونه تمویل کول. د فرانسې هېواد هم د دغې راډیو د یو کال خپرونو لګښتونه او همداشان د راډیو اړوند ۱۵ ورځنۍ روزنې ته پیسې ورکړې وي. د افغان د سولې غږ راډیو د ۲۰۰۱ ز کال په اکټوبر کې د طالبانو له ماتې وروسته سمدلاسه خپرونې پیل کړي. سیمه ایزو محافظه کارو او جګړه مارو هڅه وکړه تر څو دغه راډیو وتړي او وړاندې تر دې چې میرمن ذکي ترور شي، د مرګ ګواښونه یې تر لاسه کړي و. [۶][۷][۸][۹]

مړینه سمول

میرمن ذکي د ۲۰۰۷ ز کال په اپریل کې له کابل څخه بهر په خپل کور کې ووژل شوه. ذکي تر خپلې مړینې وړاندې د مرګ ګواښونه تر لاسه کړي وو چې یا باید د خپلې راډیو فعالیتونه ودروي یا هم دا چې ووژل به شي. د ۲۰۰۷ کال د جون په ۴مه دری وسله وال کسان له توپانچي او ټوپک سره نیمه شپه د ذکي کور ته ور ننوتل او کله چې ویده وه پر مخ او ټټر باندې یې اووه مرمۍ ووېشته او بیا له سیمې څخه وتښتیدل. هغه مهال د میرمن ذکي دوه زامن هم په کور و، خو هغو ته کوم زیان و نه رسېد. د هغې یو ۸ میاشتنۍ زوی هم په هغه شپه په دغه خونه کې و او بل ۷ یا ۸ کلن زوی یې هم و چې هغه بیا خپل پلار له دې پیښې خبر کړ.  

د میرمن ذکي پلار خپل دوه خپلوان د هغې په مړینې باندې تورن کړل. دا دوه کسان ونیول شول خو د هغوی د مجرموالي حکم هېڅکله صادر نه شو. د حزب اسلامي دوه نور کسان هم په دې تور ونیول شول خو د هغوی جرم هم هېڅکله ثابت نه شو. دا دری کسان چې د میرمن ذکي په مړینه کې یې رول درلود، هېڅکله و نه پیژندل شول. [۱۰]

د هغې مړینه د افغانستان د ولسمشر له خوا یو «ترهګریز برید» وبلل شو. په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مشر عبدالمنان فراهي وویل چې هغه تورن کسان چې د هغې د مړینې په تړاو نیول شوي دي له حزب اسلامي سره اړیکه لري. [۱۱]

شالید سمول

ذکیه ذکي له هغو د ګوتو په شمېر ښځینه خبریالانو له ډلې څخه وه چې د طالبانو د حکومت په مهال یې خپل غږ اوچت کړ. شکیبا څانګه اماج هم یوه بله ښځینه خبریاله وه چې په کابل کې یې کار کاوه. اغلې اماج ۲۲ کلنه و او د میرمن ذکي کلکه سیاله وه. اغلې اماج د ذکي د له ترور څخه شپږ ورځې وړاندې د جون په ۱ مه ووژل شوه. په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو له سقوط وروسته د ښځو ژوند تر یوه بریده پورې ښه والی وموند خو لا بیا هم د دې ډلې زیاتره غړي دا نه خوښوي چې ښځه دې په عامه انظارو کې را څرګنده شي. [۱۲]

اغیزې سمول

زیاتره دولتي چارواکي پر دې اند و چې ښځینه خبریالانې به تر هدف لاندې ونیول شي تر څو چریکي ډلې وکولای شي چې د رسنیو پام ځان ته را واړوي او عامه خلکو ته خپل ګواښ ورسوي. یوه له هغو ډلو څخه چې د ذکي په قضیې پورې یې تړاو درلود هغه حزب اسلامي و، هغه اسلامي ګوند چې د جګړه مار ګلبدین حکمتیار له خوا یې مشري کېږي. د یونیسکو په ګډون د «زه که ودریږم» فلم تولید شو، چې په دې فلم کې په یوه برخه کې یې د میرمن ذکي مستند هم راغلی دی. د طالبانو له سقوط را وروسته زیات شمېر راډیوګانې او رسنیزې شبکې جوړې شوي، چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د شدید غبرګون سره سره، دې برخې خپلې ودې ته ادامه ورکړه. که څه هم د سولې غږ راډیو د میرمن ذکي له مړینې را وروسته هېڅکله پخوانی بڼه نه درلوده، خو پر ځای یې نورو راډیوګانو چې د ښځو له خوا جوړې شوې وي، د هغې د راډیو ځای یې ونیوه. کاناډايي سازمان، IMPACs د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د همدې راډیوګانو د جوړیدو مسوولیت پر غاړه درلود. [۱۳]

غبرګونونه سمول

د UNESCO عمومي مشر کویچیرو ماتسویرا وویل چې، «دغه جنایتونه نه یوازې له دې اړخه ټکان ورکوونکي و چې د انسان اساسي حقونو ته چې د بیان ازادي ده زیان رسوي، بلکې د ښځو هغه حق ته چې د افغانستان د بیارغاوونې لپاره حیاتي ده د هغو لپاره هم زیان رسوي».[۱۴]

د امریکا د متحده ایالاتو د لومړۍ میرمن لورا بوش له خوا هم دا مړینه وغندل شوه.[۱۵]

د بې پولې خبریالانو په یوه بیانیه کې وویل شول چې، «دا وحشیانه کار که د خبریالې په توګه د هغې له کار سره تړلی وي یا نه یا هم د هغې په مدني مسوولیتونو پورې، خو مهمه ده چې د هغې وژونکي وپیژندل شي او هر څه ژر په سزا ورسول شي».[۱۶]

سرچينې سمول

  1. https://web.archive.org/web/20070716202616/http://edition.cnn.com/2007/POLITICS/06/10/bush.journalist/index.html — آرشيف اصل په ۱۶ جولای ۲۰۰۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://www.unesco.org/en/safety-journalists/observatory/e587275e-8c79-493a-b046-860d4be0e357
  3. (په June 14, 2007 باندې). Husband reveals threats to Afghan journalist. BBC News
  4. "Afghanistan: Another journalist killed in Afghanistan". AsiaNews.it. June 7, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sienkiewicz, Matt (2016). The Other Air Force: U.S. Efforts to Reshape Middle Eastern Media Since 9/11. Rutgers University Press. د کتاب پاڼي 118–119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghan woman radio head shot dead". June 6, 2007 – عبر bbc.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په June 5, 2007 باندې). Female Afghan journalist shot dead. Al Jazeera
  8. John-Paul Ford Rojas (February 22, 2012). "Marie Colvin killed in Syria: other female journalists killed". The Telegraph (UK). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Walsh, Declan (6 June 2007). "Second female Afghan journalist killed in five days" – عبر The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Zakia Zaki - Journalists Killed". Committee to Protect Journalists. June 4, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "High profile woman radio boss murdered". Reporters Without Borders. June 6, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر November 29, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tang, Alisa (June 26, 2007). "Afghan women targets of violence". SeattlePI. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Walsh, Declan (6 June 2007). "Second female Afghan journalist killed in five days" – عبر The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "If I Stand Up, part - 1: Zakia Zaki". UNESCO & Aina. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. CNN: Laura Bush condemns killing of Afghan journalist (June 10, 2007) Archived July 16, 2007, at the Wayback Machine.
  16. (په June 5, 2007 باندې). Female Afghan journalist shot dead. Al Jazeera