ډاکټر ذبیح الله حسن د جاجي ادم خان زوی په کال ۱۹۶۸ کې پیدا شوی، په خټه خروټی او د پکتيکا ولايت داورگون دولسوالۍ اوسيدنکی دی. لومړنۍ زدکړې ېې په خپل کلي (چانخوا) کې کړي، په کال ۱۳۶۰ کې د روسي یرغل نه وروسته پاکستان ته کډوال شو طبې ليسانس يې د پسښور د خيبر ميډيکل کالج نه تر لاسه کړی. د پالیسي مطالعاتو له ادارې نه یې په اداره کې ډپلومه کړي. وروسته له هغې یې د یو کال لپاره لیډې ریډنگ روغتون ته خپل خدمات وړاندې کړل په ۱۹۸۹ کې دالنسا د روغتون سرپرست وټاکل شو په کال ۲۰۰۰ کې د نورو زدکړو لپاره لندن ته لاړو او هلته یې له خپل دیپلوم له دفاع نه ورسته د لوړو زدکړو ځلور کلنۍ دوره پیل کړه چې په کال ۲۰۰۴ کې یې په بریالیتوب سره بشپړ کړه ورپسې یې دسینټ مېري اور پسې د نارت میډیل سیکس روغتون د داخلې په ځانگه کې دنده پیل کړه او تر دې دمه د طبیب په توگه خپله دنده پر مخ وړي واده ېې کړی او څلور ماشومان لري د محصلۍ له لومړي کال(۱۹۹۰) را په دې خوا شعر لیکي خو د ډیرو زدکړو له کبله یې ونشوی کولای چې شعر ته د تحصل په دوران کې لازمه توجو وکړي همدا لامل وو چې د هغه وخت گڼ شمیر شعرونو یې هم بې درکه شوي خو له لوړو زدکړو ورسته یې شعري بهیر گړندی کړو او تر دې مهاله ۶ شعري ټولگې لري پر شعر برسیره د زده کړې په مهال يې په پاکستان کې د نوای وقت او د جنگ ورځپاڼو ته په سياسي او اجتماعي موضوعاتو په لسگونو مقالي ليکلي ، د شعر تر څنگ د کرکټ سره هم بې کچه مینه لري.


لاندني اثار لري

  1. بهیر ( شعري ټولگه)
  2. داوښکو زنځیرونه( شعري ټولگه)
  3. شنې زرغونې په اوښکو کې( شعري ټولگه)
  4. په زخمونو کې سندرې په لسگونو مقالې ناچاپ
  5. شعري ټولگې

ناچاپ

  1. شعري ټولگې