د ګندمک جګړه

د ګندمک جګړه د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په دیارلسمه د قبایلي افغانانو له خوا د برتانوي ځواکونو ماتې وه چي په ۱۸۴۲ کال کې له کابل څخه د جنرال ایلفینسټون د پوځ د وتلو په درشل کي د برتانوي ځواکونو شل افسران او د ۴۴ ټولۍ څلویښت سرتیري ووژل سوه.

1842 retreat from Kabul
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۸۴۲ (۱۸۴۲) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۶ جنوري ۱۸۴۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۱۳ جنوري ۱۸۴۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۱۷′۲۱″شمال ۷۰°۰۲′۱۸″ختیځ / 34.2892°شمال 70.0383°ختيځ / 34.2892; 70.0383 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د برتانوي لښکر ټولۍ چي 20 افسران او 45 اروپایي سرتیري پکښي ځای پر ځای وه، او ډیرو یې د 44مې قطعې سره اړه درلوده، هڅه وکړه چي ځان په یو ډول وژغوري، خو د ګندمک کلي ته نږدې د واورو غونډۍ ددوی مخه ونیول او د افغانانو په محاصره کي ښکېل سوه. د تاریخونو پر بنسټ یو برتانوي سرتیري د جګړې له پیل مخکي د (Not bloody likely) ناره هم وکړه.

ویل کیږي چي د تورن توماس الکساندر سوتر په نوم یو افسر د افغانانو لخوا د لوړ رتبه افسر په توګه غلط سو، دا ځکه افسر خپل وجود د 44 فوټ ریژیمینټ په رنګونو باندي پوښلی وو. نوموړی د فېر په نوم د یوه بریدګر او اوو شخصي کسانو سره یو ځای ونیول سو، او پاته عسکر ټول ووژل سول. د ګندمک له جګړې څخه د وسلو او تجهیزاتو نښي په 1970 لسیزه کي هم ولیدل سوې، او د 2010 په وروستیو کي د مړو هډوکي لاهم د غونډۍ په غاړو کي پراته وه. [۱]

  1. . 8 May 2010. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)