د ګاګمالا جګړه

د ګاګمالا جګړه، چې د اربيلا د جنګ په نوم هم پېژندل کېږي، دا جګړه له زېږد مخکې په ۳۳۱ کې د مقدوني سکندر په مشرۍ د مقدوني پوځ او د درېیم داريوش په مشرۍ د پارسي پوځ تر منځ پېښه شوې ده. دا د دواړو پاچايانو تر منځ دويم او وروستی جنګ و او په هخامنشي سترواکۍ وروستی برید بلل کېږي چې په پايله کې يې، سکندر دا ټوله سترواکي ونيوله.[۱]

جګړه په ګواګمالا کې رامنځ ته شوه، چې لغوي معنا يې ده «د اوښ کور»، دا د بومودوس سيند په څنډه کې يو کلی دی. اوسمهال دا سيمه د اوسني عراق شمال لور ته پرته بلل کېږي. د سکندر پوځ ډېر زیات و او اوسني تاريخ پوهان وايي چې: «دا شونتيا بس وه چې  تر ټولو باتجربه سرتيري ودروي». له زياتې شونتيا سره سره، د پیاوړو جنګي مهارتونو د کارولو او په ځيرکتيا سره د سپکو پليو ځواکونو په کارولو سره د سکندر پوځ بريالی راووت. دا د کورنت اتحاديې لپاره يوه پریکنده بريا وه چې له امله يې هخامنشي سترواکي او درېيم داريوش رانسکورشول.[۲]

شاليد سمول

له زېږد مخکې په ۳۳۳ کې درېیم داريوش د ايسوس په جګړه کې د ستر سکندر په وړاندې ماتې وخوړه، د هغه مېرمن، مور او دوه لورګانې دويمه سټيټيرا او ډرايپيټيس ونيول شوې. د ايسوس بريا سکندر ته د کوچنۍ اسيا په ټولو سويلي سيمو (اوسنۍ ترکيه) بشپړ واک ورکړ. له جګړې وروسته دارويش پاچا بابل ته په شا شو، هلته د پخوانۍ جګړې په سيمه کې له خپل پاتې پوځ سره بيا يو ځای شو.

سکندر د صور په محاصره کې (له زېږد مخکې ۳۳۲) وجنګېد، چې د جنورۍ تر جولای روانه وه، په دې جګړه کې په بريا سره هغه شام ونيو. سکندرله دې وروسته بيا د غزې په محاصره کې وجنګېد، په پايله کې د پارسي ځواکونو شمېر ډېر کم شو. له همدې امله په مصر کې پارسي والي مازايوس په سوله ييز ډول سکندر ته تسليم شو.[۳]

د داريوش او سکندرخبرې سمول

دارويش کوښښ وکړچې، د ديپلوماسۍ له لارې سکندر د هغه په سترواکۍ کې له نورو بريدونو واړوي. لرغوني تاريخ پوهان له سکندرسره د هغه د مذاکراتو جلا جلا روايتونه وړاندې کوي ،چې د مذاکراتو په درې جلا جلا هڅو وېشل کېدای شي.[۴]

تاريخ پوه جسټن، ارين او کورتيوس روفوس، په لومړۍ او دويمه پېړۍ کې ليکي او وايي چې: دارويش د ايسوس له جګړې وروسته سکندر ته ليک واستاوه. په دې ليک کې هغه غوښتنه کړې وه چې سکندر دې له اسيا نه په شا شي او د هغه ټول بنديان دې خوشې کړي. د کورتيوس او جسټن په وينا: دراويش د خپلو بنديانو په مقابل کې د تاوان ورکولو وړانديز هم کړی و، خو اريان د تاوان يادونه نه ده کړې. کورتيوس وايي چې: د لیک ژبه سپکوونکې وه او سکندر دهغه غوښتنې رد کړې.کينډۍ:Sfnm

د مذاکراتو دويمه هڅه ، د صور له نيولو وروسته وشوه. داريوش سکندر ته د خپلې لور دويمې ستاتيرا سره د واده او د هاليس سيند په لويديځ کې د ټولو سيمو وړانديز وکړ، خو جسټن زيات دقيق نه دی او دا يې نه ده کره کړې چې د کومې لور د واده  وړانديز يې کړی و او يوازې د داريوش د سلطنت د يوې برخې په اړه غږېږي. ديودوريس سيکولوس (د لومړۍ پېړۍ يوناني تاریخ پوه) هم د هاليس سمندر د لويديځو ټولو څنډو، د ملګرتيا د يوه تړون او د داريوش د ټولو بنديانو په مقابل کې د ستر تاوان د وړانديز خبره کوي. ديودوريوس يوازینی لرغونی تاريخ پوه دی چې د هغه حقيقت يادونه کوي چې سکندر دا ليک پټ کړ او خپلو ملګرو ته يې يو جعلي ليک وړاندې کړ چې د هغه په ګټه و. بيا هم سکندر د داريوش وړانديزونه رد کړل. [۵]

د خبرو د دويمې هڅې له ناکامۍ وروسته، داريوش له سکندر سره د يوې بلې جګړې لپاره چمتووالی پيل کړ، خو بيا هم داريوش له سترسکندر سره هغه مهال د مذاکراتو درېيمه او وروستۍ هڅه وکړه، کله چې سکندر له مصر نه وتلی و. د داريوش درېیم وړانديز ډېر سخاوتمندانه و. د هغه له مور يسقمبيس سره د چلند له امله يې د سکندر ستاينه وکړه، هغه ته يې د فرات لويديځ لور ته د ټولو سيمو، په ګډه سره د هخامنشي سترواکۍ د ملکيت، د يوې لور د واده او د سپينو زرو د ۳۰۰۰۰ تالانتو وړانديز وکړ. سکندر له خپلو ملګرو سره په ډېر څرګند ډول د دې وړانديز ارزونه وکړه. پارمنيون يوازينی هغه څوک و چې خبرې يې وکړې او ويې ويل:«که زه سکندر وای، ما به هغه څه منلی وای چې وړانديز يې شوی او تړون به مې کړی وای». د معلوماتو پر اساس: سکندر ځواب ورکړ: «ما به هم همداسې کړي وای، که زه پارمنيون وای». په پايله کې سکندر د داريوش دا وړانديز رد کړ او ټينګار يې وکړچې: اسيا بايد يوازې يو پاچا ولري. هغه داريوش ته خبر واستاوه چې يا ورته تسليم شي او يا ورسره په جنګ کې مخامخ شي، تر څو پریکړه وشي، چې څوک به د اسيا يوازينی پاچا وي. [۶]

د مذاکراتو د درېيمې هڅې په اړه د ټولو تاریخ پوهانو نظر، د ديودوريوس روايت ته ورته دی، خو تفصيلات يې سره توپير لري. ديودورويسو، کورتيوس او ارين ليکي چې: د لیک پر ځای يو سفير استول شوی و چې جسټن او پلوتارک (لومړۍ پېړۍ) هم همدا ادعاکوي. پلوتارک او ارين وايي چې: د بنديانو په بدل کې وړانديز شوی تاوان ۱۰۰۰۰ تالانت وي، خو ډيودوريوس او جسټن دا شمېره ۳۰۰۰۰ ښيي. ارين ليکي چې: د داريوش درېیمه هڅه هغه مهال وه، کله چې صور تر محاصرې لاندې و، خو نور تاريخ پوهان وايي چې، دا مهال دويمه هڅه شوې وه. له دې ټولو سره سره، د هغه د مذاکراتو د هڅو په ناکامېدو، داريوش اوس پریکړه کړې وه چې، له سکندر سره يوې بلې جګړې ته چمتو شي.  [۷]

پيلامه سمول

په مصر کې د چارو له سمبالښت وروسته، سکندر له زېږد مخکې د ۳۳۱ په پسرلي کې صور ته ستون شو. هغه په جولای يا اګست مياشت کې تاپساکوس ته ورسېد. ارين وايي چې: داريوش مازايوس ته لارښوونه کړې وه چې له ۳۰۰۰ سپرو سرتېرو نه جوړ شوي ځواک په مټ له تاپساکوس سره نژدې د فرات له معبر نه ساتنه وکړي. کله چې د سکندر پوځ له دې سیند نه د تېرېدو په موخه رانژدې شو، هغه وتښتېد. [۸][۹]

په بین النهرين کې د سکندر لښکرکشي. سمول

د فرات له سيند نه تر اوښتو وروسته، سکندر د بابل پر لور د نېغ سويل ختيځ مسير پر ځای شمالي مسير غوره کړ. فراست او د ارمنستان غرونه د هغه کیڼ لور ته پاتې شول. شمالي لارې دوی ته د مرستې رسول اسانه کړي وو او سرتېري يې د مستقيمې لارې له ګرمۍ هم خوندي و. نيول شويو پارسي جاسوسانو مقدونيايانو ته خبر ورکړ چې داريوش د دجلې په څنډو اړولي دي او غواړي چې د سکندر د اوښتو مخه ونيسي. سکندر دجله بې دفاع ولیدله او په ډېر سختۍ ورنه بلې غاړې ته واوښت.[۸]

سرچینې سمول

  1. Lendering, Jona (August 10, 2020). "Gaugamela (331 BCE)". Livius – عبر Livius.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Niderost, Eric. "Alexander's Triumph at Gaugamela". Military Heritage. Spring 2021: 9 – عبر Warfare History Network. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Arrian 1893، 3.1.
  4. Diodorus Siculus 1963، footnote 79.
  5. Diodorus Siculus 1963، 17.39.1–2.
  6. Diodorus Siculus 1963، 17.54.1–6.
  7. Arrian 1893، 2.25.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Arrian 1893، 3.7.
  9. Arrian 1893، 3.6.