د کندهار موټر بم چاودنه (مې ٢٠١٨)

د کندهار ښار د موټر بم چاودنه په (٢ مې ٢٠١٨) کې د کندهار ښار د څلوارلسمې حوزې د حضرت جي بابا په فابریکه سيمه کې د غرمې په وخت کې هغه مهال وسو، کله چې سيمييز پوليس د بم خونسا کولو په حال کې وه، خو د کم وخت او نورو ستونزو له امله بم د خونسا کيدو ترمخه وچاود. په دي چاودنه کې ١۶ تنه ووژل سول، او ٣٨ نور  ټپيان سول، په ټپیانو کې پنځه کوچنيان او ۶ امنیتي سرتېري او پاته نور بيا ملکيان وو[۱][۲][۳][۴][۵]

د چاودنې د وخت انځور

د بريد اړوند نور معلومات سمول

ددې برید پړه طالب وسله والې ډلې پر غاړه اخېستې ده چې موخه یې د ځایي پولیسو سرتېري ول.

بريد غندنه سمول

  1. ارگ، کابل: د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي برید غندي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.[۶]
  2. د کندهار والي، زلمی ویسا: زه په کندهار کي د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو او قربانيو ستاينه کوم،چي د وسله والو هغه پلان، چي غوښتل يې د روژې په وروستیو شپو او ورځو کي،چي په ښار کي زياته ګڼه ګوڼه وي  خونړي بریدونه وکړي او زيات کسان شهيدان او ټپيان کړي مخنيوی وکړ. وسله وال ترهګر دي په دې پوه سي،چي هيڅکله به د غير مشروع او انسان ضد کړونو د لاري خپلو شومو اهدافو ته ونه رسيږي،بلکي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوري به لمنځه يو وړل سي.[۷]

سرچينې سمول

  1. د چاودنې نيټه (٢ مې ٢٠١٨). "د پژواک خبري اژانس څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. د مړو او ټپيانو شمير (٢ مې ٢٠١٨). "د آزادۍ راډیو څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. د چاودنې سيمه (۴ مې ٢٠١٨). "د بي بي سي پښتو څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. د چاودنې وسيله (۶ مې ٢٠١٨). "د دويچه ويله پښتو څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. د کندهار ملي امنيت په کندهار ښار کي د خونړيو چاودنو او بريدونو مخنیوی وکړ، خو (٢ مې ٢٠١٨). "د کندهار تلویزیون لخوا". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. د ارګ لخوا د چاودنې غندنه (۰۱ - غبرګولې - ۱۳۹۷). "د ارګ لخوا". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  7. د کندهار ولايت د چاودنې غندنه د کندهار والي زلمی ويسا لخوا (مې ٢٠١٨). "وړاندې کونه د کندهار تلویزیون". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)