حضرت جي بابا

حضرت جي بابا چي حضرت جي بابا د سند څخه د احمد شاه درانی د فتو حاتو په وخت کی راغلی وو او په کندهار کي يي د نقشبندي د طریقې رواجولو ته ډېر خدمت وکړ. د مریدانو حلقه به باندي راګرځېدلې وه ارشاد او توجه یې زیاته موثره وه. دی د حضرت مجدد الف ثاني له کورنۍ څخه وو. په دې وخت کي به د کندهار افغانان د خپلو قومي شیخانو په حلقو کي را ټول ول او دده درباري نفوذ ته ښه متجه کيدل. حضرت جي بابا ډېر بزرګ او تقواداره سړی وو.

دده قيصه سمول

یوه ورځ چنګوښو دده په مسجد کي په زوره نارې وهلې او دده حضور یې خراباوه حضرت جي بابا باندي را ووت او ورته یي وویل: تاسي نه یاست خبر چي زه نقشبندي یم او په زوره ذکر نه کوم. وایي، چي د هغه وخت راهیسي دده خلوت ته نیږدې چنګوښو په زوره نارې نه وهلې او دده اوسني زیارت د کندهار شمالي خواته پروت دی.

سرچینې سمول