د کمپنۍ مشري

د اداره کونکی اخلاق

كارپوهنه (اداره) سمول

كله چې خلك د ادارې كلمه اوري، په عام ډول د هغوى ذهن د رسمي دفترونو اداره او بڼه انځوروي خو حقيقت دا دى چې اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيزو اړخونو كې منل شوى اهميت لري. د هر څه د مخه بايد پوه شو چې اداره څه ته وايي نو راځۍ چې د ادارې لنډه پيژندنه وكړو: اداره داسې يو پرله پسى كار دى كوم چې د نورو كارونو په برابرولو كې مرسته كوي، ترڅو په سمه توگه غوره شي او په سم ډول سرته ورسول شي. په سمه توگه غوره كول په دې مانا چې یوازې هغه كارونه كوم چې دهدف په لاس ته راوړلو كې مرسته كوي بايد غوره شي، په سم ډول سرته ورسول شي په دې مانا چې د لږو طبعي شتمنيو په لگولو سره بايد ډيري په زړه پورې پايلې ترلاسه شي. لكه مخكې مو چې وويل، اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيز اړخونو كې خپل ځاى لري، د بيلگې په ډول د انسان وخت له هغه سره يوه طبعي شتمني ده نو په كار دۍ چې د هغه پوره ادارې ته پام وشي او د لږ وخت په لگولو سره ډير كار وشي خو څرگنده دې وي چې د ادارې ځانگړى استعمال په هغو ځايونو كې كېږي چيرته چې خلك ديو گروپ په بڼه كې كارونه سرته رسوي، دا ځكه چې د ټولو كار بايد د هدف پر لور وى او په اغيزناك ډول هدف ترلاسه شي. طبعي شتمني په دې مانا چې د هغه شته والى له انسانانو سره يوه ټاكلې اندازه لري د كوم زياتوالى چې د انسانانو له وس څخه پورته دى. اداره او كارپوهنه يو نوى شى نه بلكه د مصر تاريخي څلي (اهرام) جوړول په هغه وخت كې هم كارپوهنه وه، خو البته د نن په څېر رسمي بڼه ورته نه وه وركول شوې. د هر يوه تاريخي څلي په جوړيدوكې له يو لك (۱۰۰۰۰۰) څخه زياتو كاريگرو د شلو (۲۰) كلونو لپاره كار كړۍ ؤو. دا په دې مانا چې هلته يو څوك ؤو چې هر كاريگر ته د هغه كار ورپه گوته كړي، د كار لپاره پوره ډبرې برابرې كړي تر څو كاريگر بوخت وساتل شي، كاريگر د لا ښه كار كولو لپاره وهڅوي، د كاريگرو تر منځ ستونزي او شخړې ختمې كړي، د كار پايلې وگوري او داسې نور. دا مهمه نه ده چې هغوى دا كار پوه په څه نوم ياداوه خو هلته كارپوه (Manager) ؤو. دا چې په هغه وخت كې كارپوهنه يو ځانگړى مسلك نه ؤو د هغه ډيرې وجهې كيداى شي لكه د خلكو نفوس ډير كم ؤو او په ډگر كې پرمختيا نه وه شوې، ساينس او ټيكنالوجي وده نه وه كړې او داسې نور. ولې نن سبا كه له يوې خوا د خلكو تعداد زيات شوى نو له بلې خوا د پوهنې، ساينس او ټيكنالوجي په ډگرونو كې هم په زړه پورې پرمختيا وي تر سترگو كيږي كوم چې د كارپوهنې د رسمي بڼې پر شته والي ته دلالت كوي، نو ځكه كارپوهنه په اوسني وخت كې يوه رسمي پوهه او د وخت له مهمو ضرورتونو څخه گڼل كېږى. د اوسنې نړى پرمختللي هيوادونه كه له يوې خوا د كاركولو نوي وسايل لري، له بلې خوا كارپوهنې ته د پام وړ ارزښت وركوي دا ځكه چې طبيعي شتمنى او د توليد مادي عوامل په نړى كې د استعمال له امله ورځ په ورځ مخ په كمېدو دي او پرمختللې نړى هڅه كوي چې هغوى كارپوهنه د يوې رسمي بڼې په لرلو سره ټولنې ته ورپېژندلې او په همدى لړى كې يې په زړه پورې ليكنې او مضبوط گامونه اوچت كړي دي. كه پام وكړو له نن څخه پنځوس (۵۰) كاله دمخه جوړه شوې راديو د اوسنى راديوگانو په پرتله ډېره غټه وه، ولې اوسنى راديوگانې ډېرې وړې او ورسره په زړه پورې كار سرته رسوي، دا په دې مانا چې كارپوهنه د ساينس او ټيكنالوجي سره اوږه په اوږه په اغېزناك ډول د منزل په لور گامونه وهي. كارپوهنه داسې يو هنر دى چې د كار كوونكو د كار كولو وړتيا كار كولو ته هڅوي او هڅه كوي چې هغوى په اغېزناك ډول د يو ټولگي مخ ته ټاكل شوي هدفونه لاس ته راوړي او ټولگي او گروپ ته پايښت او ټينگښت وروبښي، كه كارپوهنه نه وي نو د يو ټولگي طبعى شتمني به لگېږي او پايلې به لاس ته نه راځي، دا په دې مانا چې په اوږد مهاله ډگر كې به نوموړى ټولگى د شتمنى له كمښت سره مخامخ او د نورو د سيالى وړ به نه وي چې په پاى كې به د خپلې خپلواكۍ په بيه له نورو سره تړونونو ته اړوي. دا كار پوهنه وه چې جاپان ته يې په ډېړه لږه موده كې د نړى پر مخ ځلا ور وبښله او د جاپان جوړشويو توليداتو ته يې په ماركېټونو كې په زړه پورې ځاى تر لاسه كړ. د جاپان خلك د گروپ په بڼه كې د كار كولو د وړتيا په لرلو سره په خپلو كارونو كې ډېرې لږې طبعي شتمنى او د توليد عوامل كاروي ولې په زړه پورې پايلې لاس ته راوړي. د گروپ په بڼه كې كاركول ډېر زيات اهميت لري، كه د يوه ځنځير جوړښت ته پام وكړو نو ډېر په اسانه به پوه شو چې د گروپ په بڼه كې كار كول يعنې څه ؟ د گروپ په بڼه كې كار كول زمونږ كارته ښكلا، قوت، اغېزناكتوب، پايښت او ټينگښت وربښي او د سيالى په اوږد مهاله ډگر كې مو د سيالى وړ گرځوي. اميد دى چې د گروپ په بڼه كى د كار كولو د وړتيا هڅه وكړو ترڅو دا د اداري فساد له خوا يرغمل شوى افغانستان د يو نوي پرمختللي هيواد په څېر يوځل بيا له سيالانو سره سيال او ورباندې لگول شؤو داغونو څخه يې د تل لپاره پاك كړو.

د کمپنی مشری هغه دنده ده چی باید ټول ترلاس لاندی کارکوونکی گمارل ، دهغو څارل ، د هغو څیړل ، د هغو کتل او لوړاوي (ترفیع) او لیری کول دی او دهغه په اثر د کمپنی د مقاصدو لاسته راوړل دی .

د کمپنۍ د مشرۍ یا مدیریت لپاره د پام وړ ټکي : سمول

افهام او تفهیم: سمول

یو ښه ساخمتاني مدیر باید د خبرواترو ښه وړتیا ولري. تاسو شاید د بیلابیلو خلکو سره یوځای کار وکړۍ، برسیره پر دې که غواړۍ چې ښه مدیریت وکړۍ، او گاکان او تمویل کوونکي مو درڅخه خوښ وي تاسو باید د ناستو (غونډو) له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتیا د لوړولو لپاره پوره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرگنده او واضح توگه نورو ته ولیږدولی شۍ. کله کله ستاسو شتون په یوه پروژه کې ډیر اړین وي، دلته بیا ستاسو د مفاهمې وړتیا ته تر ټولو زیات اهمیت ورکول کیږي.

ښه مدیر باید ښه افهام او تفهیم وکولای شي.

آسانتیا برابرونکی: سمول

د خبرو اترو د وړتیا سره جوغت د خپل لاس لاندې کارکونکو ته د یو اسانتیا برابرونکي په څیر ځان جوړول هم یو هنر دی. د روزنې (ټرینینگ) له لارې مدیر کولای شي پوه شي چې د مشکل سره څنگه لاس او پنجې نرمې کړي، څنگه ناستې (میتینگونه) رهبري کړي، څنگه یو ښه کاري ټیم و روزي، او بالاخره څنگه یو نوښتگر فکر رامنځ ته کړي. دغه پورته وړتیاوې مدیر ته دا ځواک ور بښي چې خپله پروژه ښه تنظیم، خپلې چارې له غوښتنې سره سمې پرمخ بوزي او د خپل ټاکلي هدف په لور چټک گام واخلي.

تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ.

مدیریت: سمول

افهام او تفهیم او مدیریت یو له بل سره تړلي دي. د ساختمان مدیر باید د پروژې لپاره یو بشپړ انځور ولري، او ددې ترڅنگ د کاري ټیم د غړو لپاره د بیلابیلو رولونو او مسؤلیتونو د تعریف او ورسپارنې وړتیا هم ولري. د لمړۍ ورځې نه باید مدیر خپل آخري هدف وپیژني، پدې پوه شي چې څنگه د شته منابعو څخه پوره گټه پورته کړي، او څنگه د خپل کاري ټیم د غړو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو آخري پایلې له لوړ معیار او غوښتنې سره برابرې ترلاسه کړي.

مدیر باید د پروژې له جزئیاتو خبر او د لاس لاندې کسانو وړتیاوې وپیژني.

د هدف ټاکنه: سمول

د پیل نه، د پروژې مدیر باید د مشتري د غوښتنو په پام کې نیولو سره د خپل آخري هدف د لاسته راوړو لپاره خپل واړه اهداف او موخې تعریف، تعین او وټاکي. د پروژې مدیر باید کاري پلانونه جوړ، او وړ ستراتیژۍ په کار واچوي تر څو خپل نهایي هدف د غوښتنې سره سم ترلاسه کړي.

لوی هدف په وړو اهدافو کې تعریف کړئ.

جزئیات: سمول

د پروژې څخه لوی انځور اخیستل (پوهیدل) بسیا نه کوي، د کوچنیو برخو او کارونو د بشپړیدو او یوځای کیدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو کچیرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبیق او معیاري وي، ټوله پروژه به له سره برالۍ او کامیابه وي. د لوی هدف د درلودو سره سره مدیر باید د پروژې وړې برخې سره بیلې، منظمې، او پلانگذاري کړي. له نیکه مرغه چې مدیر د داسې کار کونکی ندی چې له مخې یې پروژه له سره رامنځته شي، کوم چې په خپل وار د کار د اسانتیا لامل کیدای شي.

یوه لویه پروژه او څو کوچینو پروژو وویشئ او هره پروژه (برخه) ښه سمبال کړئ.

وکالت: سمول

په ځانگړې توگه کله چې مدیر نشی کولای ټولو اموراتو ته ځان ورسوي، نو دوی خپل کار یو معتبره کاري ټیم ته پریږدي. او هغوی ددې وړتیا په ځان کې لري چې دغه ورسپارل شوې دنده په ښه صورت پرمخ بوزي. اولویت پیژندل ډیر مهم دي، مدیر باید پدې پوه شي چې کوم کار ته د شرایطو په پام کې نیولو سره اولویت ورکړي او کوم کار کیدای شي و ځنډول شي.

د کار کونکو په گمارلو او د دندو په اجرا کې ډیر ځیر اوسئ.

گروپي کار (ټیم ورک): سمول

طبیعتاً، چې یو ټیم رهبري کړی شي، مدیر باید ډیر مهم رول ولوبوي. مدیر باید د گروپ د غړو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کارکونکو لپاره د معلوماتو د شریکولو زمینه برابره کړي، تر څو لدې لارې ټول کارکونکې یو د بل سره اړیکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شریکې او تر بحث لاندې ونیولای شي. مدیر باید هر کارکونکی داسې وپوهوي ترڅو هغه خپل رول د پروژې د بریا په ټول انځور کې وگوري، نه داچې پریږدي هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان یو بیل غړی وبولي.

د خپلې پروژې د کارکونکو ترمنځ د کورنۍ د غړو په شان فضا رامنځ ته کړئ.

فکري وړتیا: سمول

د پروژې مدیران باید په خپل ځان فشار راوړي چې نوښتگر اندونه ولري. مهمه نده چې دوی د پروژې د جزئیاتو د حل، یا د نوي ټوکیدونکو ستونزو سره سر او کار لري. دوی پدې پوهیږي چې یوازې د پیچلو او ستونزمنو کارونو سره د دوی سر او کار ندی، دوی باید د هغو سمونونو یا بدلونونو په برخه کې چې د پروژې د عملي کیدو په ترڅ کې رامنځته کیږي د نورو سره په گډه کار وکړي.

د هر ډول شرایطو او ستونزو لپاره ښه حلال اوسئ.

نرمښت یا د نورو هم اوریدل: سمول

د ساختماني چارو محیط ډیر چټک پرمخ روان او ځنې وخت د سخت فشار لاندې وي. وړ مدیر د بدلونونو، او ناخوالو لپاره پیش بین وي، او پدې پوهیږي چې غیر متوقعه او نه پیش بیني کیدونکې پیښې د پروژې د پلي کیدو پرمهال رامنځ ته کیږي، او دی باید ورته تیار وي. ده دا زده کړي چې څنگه په یو وخت څو فعالیتونه سره منظم او ښه مدیریت کړي، که څه هم چې په همدې مهال کې به دوی په یوه بله ځانکړې موضوع چې ډیره مهمه او جدی وي خپل تمرکز لري. مدیر د خپل کاري ټیم لپاره اطمنان او سکون راوړي، او د ښه مدیریت له برکته هم دوی او هم یې مشتریان د هغه څه نه چې لاسته یې راوړي ډیر خوښ وي.

تر سخت فشار لاندې کاري محیط ته ځان برابر او په هم مهاله توگه د څو ستونزو د حل لپاره ځان تیار کړئ.

پوهه: سمول

د پروژې مدیر پدې معنی ندی چې مدیر شو نو علم یې هم بس دی. دی باید هڅه وکړي چې ځان نور هم پیاوړی او خپله پوهه لوړه کړي. هڅه وکړي چې لوړ تحصیلات وکړي، او خپل ځان د ورځنۍ تکنالوژۍ او امکاناتو څخه خبر وساتي چې له دې امله دی او د ده کاري ډله خپلې چارې ښې او منظمې او د پلان سره سمې پای ته رسولای شي.

که د مدیریت په څوکۍ ناست هم یی، خپله ورځنۍ مطالعه مه ځنډوئ.

د مدیر لسگونې وړیتاوې سمول

لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه گټور تمام شي.

د گډ لیدلوري الهام ورکول: سمول

یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم، او په مفصله توگه نورو ته څرگنده کړی شي. خیال، یا تخیل (Visionary) زیاتره وخت دا ځواک راکوي چې د یو بدلون لپاره نوی حل، د هغه حدود او پولې ترسیم او وټاکلی شو. یو ځل دا خبره عامه وه چې ویل کیدل به: مشر (Leader) هغه څوک دی چې موږ له لاسه نیولي پورته کړي، موږ ته زموږ پدې ځای کې د شتون دلایل راکړي، موږ ته د بدلون په اړه روحیه او الهام راکړي. یو خیالي (Visionary) مشر تر لاس لاندې خلکو ته دا ځواک ورکوي چې دوی داسې احساس وکړي چې دوی پدې لار کې یوازې ندي، بلکه یوه ښه کلکه امسا (مشر) لري، تر څو د ضرورت په وخت کې پرې تکیه وکړي. د مشر تخیل تر لاس لاندې کسانو ته دا ځواک ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپلو ورځنیو چارو کې تمرین او تجربه کړي. د بنّیز په ژبه: خیالي مشران خلکو ته دا فرصت ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپل ځان کې پیاوړی کړي، او د خلکو په منځ کې دا خبره خپره کړي چې تخیل د دوی په ژوند او مسلکي دنده کې څه رول لري.

ښه خبرې اترې کونکی (مفاهمه کونکی): سمول

د خبرو اترو ځواک د لوړ پوړو او یا تر لاس لاندې کسانو سره زیاتره وخت د مدیریت د دوهمې مهمې اړتیا په توگه پیژندل شویدی. د پروژې مشري (Leadership) هر وخت د هدف، مسؤلیت، کردار، او توقعاتو په برخه کې، د ښه، واضح، شفاف او ساده افهام او تفهیم لپاره لمړیتوب (اهمیت) ورکوي. د یوې موضوع په راخلاصولو (خلکو ته په لنډو کې تشریح کولو) او مسیر ورکولو کې ډیر اهمیت پروت دی. د پروژې مشر د ټیم د غړو او لوړو پوړو ترمنځ یو ارتباط دی. یو مشر باید ددې ځواک ولري چې د خپل کاري ټیم د بریاو او لاسته راوړنو په بیانولو، او د دواړو خواو په قناعت حاصلولو برلاسی وي، او د اړیتا په صورت کې د خلکو په هڅونه (تشویق) هم سترگې پټې نکړي. د ښو، ساده، او څرگندو خبرواترو له مخې د پروژې مشر کولای شي د پروژې د هر غړي لپاره مرستندوی واقع شي، کوم چې نن او سبا ددې کاري ټیم د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره ډیر گټور پریوزي.

امانت داري: سمول

د یو مشر لپاره ډیره مهمه ده او باید په یاد ولري چې دده کار او کردار باید د لاس لاندې کسانو لپاره سرمشق وي. یو ښه مشر د ښو اخلاقو او خوی تمرین او تجربې ته ډیره اړتیا لري. د خپل ځان لپاره اخلاقي معیارونه ټاکل، او پر هغو باندې عمل کول، او همدا راز د هغه چا چې ددغو اخلاقي معیارونو سره برابر عمل کوي د هغوی هڅونه (تشویق) ، او هغه څوک چې دا اخلاقي معیارونه نه مراعات کوي خبر ورکول، هم د مشر د مسؤلیتونو څخه دي. پخپل زړه سره (سلیقه يي) روزل شوی مشرتوب د ټیم په درد نه لگي، بلکه هغه مشري چې په امانت دارۍ، او متقابل درناوي ولاړه وي د ټیم او هم د مشر لپاره ډیر گټور دی.


هڅونه او تشویق: سمول

لنډ او ساده، موږ هغه مشر چې تل منفي بافي کوي، او موږ ځپي، نه غواړو!. موږ د هڅونې او بونس (bounce) سره یوځای مشر ته ښه راغلاست وایو، هغه مشر چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ سره کار وکړي. موږ غواړو پدې باور کار وکړو چې موږ د یو ځواک راکونکي سفر یوه برخه یو، موږ غواړو دا احساس کړو چې ژوندي یو، موږ غواړو هغه خلک تعقیب کړو چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ د سفر مشري کوي. نه هغه څوک چې د یو کار د نه کولو یا نه کیدلو لپاره دوه سوه بیلابیل دلایل راوړي. ښه هڅونکی مشر خپلې موخې ترلاسه کولی شي، او د لاسته راوړنو په لوړتیا کې خبرې کوي. ښه مشري موږ ته د ځواک، اطمنان، او لاسته راوړنو لوړتیا را په برخه کوي.

هم دلي یا تلقین کول (empathy ): سمول

مشر باید د نورو کسانو ژوند او د ژوند شرایط درک کړي، لکه یو زده کونکی چې خپله تبصره د مشر په اړه لیکي: دا ډیره ښه خبره ده چې د پروژې مشر ددې فکر وکړي چې موږ د خپل کاري دفتر څخه بهر هم ژوند لرو.

سیالي: سمول

موږ باید پدې باور ولرو چې، یو څوک هومره پوهیږي لکه څومره چې دی هغه په عمل کې موږ ته ښودلی شي. د پروژې د مشر په تخنیکي (علمي) پوهه تکیه کول ندي په کار، نو د مشرۍ سیالي د مشر په علمي پوهه کې نشو را خلاصه کولی، لکه څنگه به چې دې ټکي ته پرون ډیر ارزښت ورکول کیده. د پروژې مشر باید د هغه څه له مخې چې د نورو مشري په ښه توگه وکولی شي و گمارل شي، نه د علمي پوهې او مرتبې له مخې. د مشر په ټاکلو کې د هغه د ښه رهبرۍ (مشرۍ) سوابق (شاځمکه) کولی شي د هغه د سیالۍ د گټلو لپاره مناسب معیار وي. د مشرۍ په برخه کې تجربه د سیالۍ بل اړخ تشکیلوي.

د په کار گمارلو وړتیا: سمول

باور د مشر او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ یوه مهمه خبره ده. تاسو خپل باور او اعتماد نورو ته دخپل عمل له لارې ښکاره کوئ؛ څومره د دوی کار چک کوئ؟، څومره د دوی په وړتیا باوري یئ؟، او څومره دوی ته حق ورکوئ چې په یو کار یا تصمیم کې برخه واخلي؟. هغه کسان (مشران) چې په بل چا باور نلري، زیاتره وخت ناکام بلل شویدي. او د تل لپاره د وړوکي مشر (مدیرک) په څوکۍ پاته کیږي، او یا داچې ټول کار به پخپله ترسره کوي!. یو زده کونکي پدې اړه ډیره ښه تبصره لیکلې: یو ښه مشر لږ ټنبل ښه وي.

تر فشار لاندې سړه سینه پاتې کیدل: سمول

په یوه خیالي نړۍ کې کیدای شي یوه پروژه د خپل مهال ویش، او بودیجې سره سمه، او له کومو لویو خنډونو پرته پای ته ورسیږي. مگر موږ په خیالي نړۍ کې نه اوسو، پروژه باید خنډونه ولري. یو ښه مشر به دغه خنډونه په خپلو لویو لویو گامونو سره طۍ کوي. کله چې یو مشر د یو مشکل او یا تشویش زیږونکې پیښې سره مخامخ کیږي، دی دغه مسئله د ځان لپاره په زړه پورې بولي، دی دا احساس کوي چې دوی پدې برلاسي کیدی شي، او دا د ځان لپاره یو ښه چانس گڼي. بنّیز لیکي: د هغه مواردو په اړه چې وړاندوینه ېې نشي کیدی، او همدا رنگه گډوډۍ او بدلون هغه څه دي چې مشر ددې لپاره حل پیدا کوي، د هغه انځور نورو ته کاږي، او پروژه د نورو کسانو سره گډه پر مخ کش کاږي. په یاد ولرئ چې ـــــ تر لاس لاندې کسان مو پر تندي خولې ونه ویني.

د کاري ټیم جوړولو وړتیا: سمول

یو بریالی کاري ټیم جوړونکی کیدای شي هغه ځواکمن کس ته ووایو چې د خپل کاري ټیم لپاره هغه څه برابر کړي چې د ټیم گډونوال ټول د یوې گډې موخې لپاره متحد، همفکر، او او ټول د گډې موخې په لور روان کړي. ددې لپاره چې د بیلابیلو فکرونو، وړتیاو، او نا پیژانده څیرو څخه یو موټی او یو پر بل پورې تړلی کاري گروپ جوړ کړي، مشر باید ددې کار د تر سره کولو لپاره مناسبه پروسه، او ډینامیک په پام کې ونیسي. دی باید ددغه کار په برخه د مشرۍ مناسب سټایل (شیوه) عملي کړي، او ددې موخې لپاره ېې گام په گام عملي کړي. مشر باید د ټیم د هر غړي خوی، عادت او اخلاق ځانته له مخکې معلوم کړي وي.

د مشکل حلولو وړتیا: سمول

که څه هم ډیره کله ویل کیږي چې گټور مشر هغه دی چې د مشکل حلولو مسؤلیت د نورو سره شریک کړي. موږ د مشر څخه توقع لرو چې دی مشکل په خپله حل کړي. مشران د (دلته – همدا اوس فرصت) لپاره تازه، نوښتگر، او ښه ځواب وړاندې کوي. دوی پدې سر نه خوږوي چې نورو څه کړیدي.