د پاکستان د انصاف غورځنګ سمول

دپاکستان د انصاف غورځنګ (پی ټی آئی) (په انګریزی:Pakistn Movement for Justice)(په اردو: پاکستان تحریک انصاف یا پی ټی آئی)یو مرکزی، ملی، اوپه چټکتا پراختیا موندونکۍ سیاسی ګوند دی چی بنسټګر یی د پاکستان د کرکټ پخوانې لوبغاړۍ او بشرپال عمران خان دی. نوموړی ګوند د اوسنی سیاسی نظام مخالف ښی اړخی او کیڼ اړخی لورلیدونه لری. په پاکستان کی تر ټولو په چټکتا خوریدونکۍ ګوند دی که څه هم په تیرو ټولټکنوکی یی لږ بریاوی لرلې خو اوس د پاکستان په مخکښه ملی ګوندونو کی شمیرل کیږی په ځانګړی توګه د ۲۰۱۱ د اکتوبر د ۳۰می وروسته کله چی په لاهور کی په سلګونه زره وګړی د نوموړی ګوند په پلوی را غونډ شوه.پی ټی آئی په پاکستان کی تر ۶ میلیونه زیاتو فعالیونو لرلو ادعا کوی. سیاسی کارپوهان وائی چی پی ټی آئی د پنجاب آیالت په سهیلی، مرکزی او لویدیزو سیمو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د سند آیالت په لوړو سیمو کی ډیر ملاتړ لری. د پاکستان د خلکو ګوند او د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د پی ټی آئی مخامخ حریفان دی. په پاکستان او بهر کی د لسو میلونو څه زیاتو غړو په درلودلو سره یوازی د پاکستان تر ټولو غټ ګوند نه بلکه غړیتوب له امله دنړی له غټو ګوندونو څخه یو دی. د نړیوال جمهوریت انسټیټیوټ International Repbulican Institute د ۲۰۱۲ د می د راپور له مخی پی ټی آئی د پاکستان تر ټولو مشهوره ګوند دی.

اخځونه سمول

http://en.wikipedia.org/wiki/Pakistan_Tehreek-e-Insaf