محترمو د ویکيپېډيا لیکوالانو څو نغوتو ته مو پام رااړوم هیله ده چې وې منۍ !

د چا په هکله په لیکنه کې که هغه په تاسو ډېر ګران او د احترام وړ هم وي صاحب، ګران، قدرمن، محترم، او داسې نور صفات مه لیکۍ ځکه چې دلته دا پاڼه د ټولنې د مشهورو ښکاره بدو او ښؤ اشخاصو ، پېښو، څيزونو او توکیو شنلي معلومات ثبتوي . دلته يواځې او يواځې په حکومتي او غیر حکومتي اشخاصو نه بلکې د هر اړخ مخکښه علمي او ټولنيزو کسانو ژوندلیکونه خپرېږي . دلته هر څوک چې لیکنې کوي باید چې د مذهبي ، سیاسي، تنظیمي او نورو اړوندو اړخونو تر موخې تبلیغي لیکنې ، مقالې او بې بنسټه ژباړې نشي خپرولای او نه منل کېږي . دلته يوازې او يوازې باید چې د خپل د بې پرې اړخونو پر بنسټ بې پرې (نا تړليو) افکارو پر قوت لیکنې ، ژباړې د هغوی د حوالو سره سم برابر او ولیکۍ او باید ولیکل شي . دلته د خپل د کره تاریخونو څخه ژباړې ، مقالې لیکنې د پاڼو د ریفرنس (حوالو) سره سم باید راړل شي او هر څوک چې دلته لیکنې کوي نو د شهرت تلبۍ ، ځان ستاینې ، تنګ نظرۍ ، تبعیض او غرض په کیسو کې ندي نه هم د چا نه د داد يا صفاتو تمه لري او د هر چا سره چې د منفي اغېزو پر بنسټ پورته ياد شويؤ صفاتو څخه يو هم وي هغه دې زحمت نه وباسي او دلته دې لیکنې نه کوي .