السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- بلوڅ خان اړیکه 12:35, 27 نومبر 2017 (UTC)

د مطالعې غوره وختونه او د درس د ښه یادولو څو لارچارې سمول

د مطالعې غوره وختونه او د درس د ښه یادولو څو لارچارې لیکنه: انزاې ژباړه: غازي عابد ۱- د مطالعې لپاره مناسب وختونه. – د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي. – د سهار له شپږړ تر ماښام ۷ بجو پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي. – د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي. ۲- په صنف یا ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کې کیښنئ، تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي او درس هم له نیږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اول صف کې کیښني تر ډیره پرې د استادانو نیک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي. ۳- له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې یې د ۱۰ دقیقو دمې سره. که داسې مو وکړل نو درس به مو په مغزو کې ښه کیښني. ۴- که چیرته غواړې چې یو لغت یا هیر څه شی رایاد کړې، نو د لاس پنجه مو موټی (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډیر فعاله کیږي او دا فعالیدل حافظه تقویه کوي چې په پایله کې به هر څه ښه او ژر رایاد کړئ. ۵- په یو وخت کې په یوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلویزون لیدل، موسقي اوریدل او خبرې کول پریږدئ. همدارنګه ذهن مو هم یوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچونه بل وخت ته پریږدئ. ۶- په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډیر زیات یې هم مه استعمالوئ، یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتیرۍ او اړتیا لپاره. ۷- کله چې امتحان ته ځئ یا پارچې ته کیښنئ، مثبت ذهنیت سره ورشئ او کیښنئ، تیر هغه هیر کړئ چې په کوم مضمون کې ناکام شوي یاست، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ. ۸- د نوي او له دې مشخص کتابه بهر څه شي لیکل او لوستل ډیر غوره دي. یوازې په یوه درس مه پاتې کیږئ. ۹- هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط لیکلي وي، د هغه خط په نسبت چې په تور رنګ لیکل شوي وي، ژر یادیږي. ۱۰- کله چې په یوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدریس کوئ. دا کار ددې لامل کیږي چې لا ډیره پاملرنه وکړئ.

A Rahim Afghan (خبرې اترې) 12:40, 27 نومبر 2017 (UTC)