محترم وروره سلامونه ! ستاسو نيوکه د پلوۍ اړخ لري چې د ويکيپېډيا د تګلارې سره سم مو نیوکه د منلو وړ نده . تاسو کولای شۍ د سرچينو په راوړلو سره د هغو يادو شويو لیکوالانو او استادانو ژوند لیکونه ولیکۍ او موږ سره په دې ټولنیزې انټرنټي پوهنغونډ کې برخه واخلۍ . دلته د ۲۰۰ شاوخوا کسانو ځانونه ثبت کړي دي ډېری ېې هم ستاسو د يادو شويونيکوڅخه پخې نیوکې کوي خو د پوهنغوندپه وده کې برخه نه اخلي ، ښايي وجه ېې دا وي چې دوی حق الزحمه غواړي کوم چې دلته په ويکيپېډيا کې ددې تابيا نشته . که تاسو باندې خپله ملي ژبه ګرانه وي او د ټولنې مهم مالومات درسره د کتاب يا نورو سرچینو په بڼه خوندي وي نو لطفاَ ېې دلته راوړۍ او تاسو دا نیمګړتيا پرته د پلوۍ ، سياسي اړخ او نورو تړاؤونو څخه پوره کړۍ . ستاسو د ونډې په هیله . د پوهنغونډ يو کارکوونکی