نوښار د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په 31 ضلعو کښې يوه د نوښار ضلع هم ده۔ د خېبر پښتونخوا (زوړ سرحد) د جوړېدو په وخت نوښار د پېښور ضلعې يو تحصيل وؤ۔ په 1988م کښې دې ته د ضلعې درجه ورکړے شوه۔