همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى. که څه هم دامين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو،ورځپاڼو، همداشان راديواوتلوېزيون له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوې دي.دژورنالېست اونيزې،دڅارنوال اونيزې،سباوون سحرګاهان اوميدان ځوانان مجلې دليکنې هيئت غړي اوپښتواديتوردى.همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر اودمڼې مجلې مسوول چلوونکى دى. اوپه راديوتلوېزيون کې دتعليمي اوتربيتي راديويي پروګرامونوويانددي. (داوښکوباران) شعري ټولګه، (کابل شېبې شېبې) څېړنيزومطالبوټولګه، (زخمي زخمونه) شعري ټولګه او (وينه نه مينه) دښاغلي امين زى ناچاب اثاردي.

ژوندلکه سپينې اوبه ،بهېږي اوتېرېږي؟؟؟...