څنګه کولاى شى چه خپلو ماشومانو ته ليک او لوست ورزده کړۍ؟ ۱۱ سپارښتنى؛ سمول

دکتابونو دعلم دحاصلولو لپاره لومړی دا ډېر ضرور ده،جې موږ دې د یو کتاب لوستل وکولای شو. ښایي تاسې به کله غوښتي وي چې څنگه کولای شو چې ماشومانو ته لیک او لوست ور زده کړو؟ .۱:خپلو ماشومانو او زده کوونکو ته مو له درسه مخکي انگیزه ورکړئ. کیدای شي تاسې دا انگیزه د هغوۍ د عمر او فهم مطابق ورکړئ. ۲:لومړی هغوي ته الفباء په مکمله ډول ور زده کړئ؛کنه وروسته به بیا له ډیرو ستونزو سره مخ شئ او ښایي په خپل هدف کي چي ماشومانو او زده کوونکو ته د لیک او لوست زده کول دي پاتي راشئ. ۳: د قاعدې سیپاره پرې یاده کړئ. لږ ترلږه ورته ووایئ ترڅو په مکمل ډول یي یاده کړي. او که یي سمه یاده نه کړي نو وروسته به له جدي ستونزو سره مخ شئ. ۴: ( ا،ه )کله چي مو زده کوونکو د قاعدې سیپاره یاده کړه نو واول ورته وښیئ ورته ووایئ چې له کومي کلمي وروسته ( ا )راشي نو دا داسي تلفظ کیږي لکه په قاعده کې چې به کوم ټکي زور درلود لکه:انا،امام،بام،جام،دال،شام،کال. او کوم توری چي په ( ه ) حتم شي هغه هم د زور په شان تلفظ کیږي لکه: بهانه، تیریردنه، چپنه، خیمه، دره، ثمره، راځه، ژاله او نور… ۵: (ي گاني)کوم توري نه چي وروسته (ي) راغلي وي نو وروسته توری یي زیر اخلي لکه: بینا،تیز،چینه،حیمه،دین،شین،سپین او داسي نور… ۶:(و)له کوم توري نه چي وروسته و راغلی وي نو مخکي توری یي پیښ اخلي لکه:اور، بوره، پوره، تور. استثنایي حالتونه هم لري. ۷ :نوي لغات ورته مانا کړئ ځکه کله چې دوی د یو لغت په مانا پوه شي نو ذهن یې د هغې لغات سره اشنا کېږي او ښه یې زده کوي. ۷: د نوي لغت ذهن ته سپارل: ماشوم ته ووایئ چي نوی لغت چي څنگه په کتاب کې لیکل شوی ذهن ته وسپارئ. مثلا کندهار . دا ورته ووایئ چي دا دغسي(کندهار ) لیکل کېږي او چې د لوست په هرځای کې راشي باید همداسي(کندهار ) ولوستل شي. ۸: لوست ورته ثبت کړئ ترڅو ماشومان مو وکولای شي چې هغه هرچیرې واوریدلی شي. مثلا دا ورته ثبت کړئ: افغانان اوس پوه شوي. د خدمت گارو ملاتړ او له مافیا کرکه کوي. دلته به دوی زده کړي چې افغانان داسې(افغانان) اوس داسې(اوس) او مافیا داسې(مافیا) لیکل کېږي. دوی ته ووایئ هرچیرې چې دا(افغانان،اوس،مافیا) لغاتونه راتلل همداسې(افغان،اوس،مافیا) یې باید ولولئ. ۹: ماشومان مو درس زده کولو ته ژمن کړئ او تشویق یي کړئ. په کوچني پرمختگ یي هم وهڅوئ. تل ترې په اوونۍ کې یو ځل ازموینه واخلئ هرچا چي اوچتې نومرې اخیستې نو هغه ته باید انعام ورکړل شي؛ خو په نومره ورکولو کې دې عدالت په جدي ډول په پام کې ونیول شي. ۱۰:اوس له بیلا بیلو راډیو گانو ناولونه نشریږي همدا کتابونه ورته واخلئ ترڅو دوی د ناول ویونکو سره هغه ځای ته وگوري چې ناول ویونکی یې وایي. په دې ډول به دوی وکولای شي چې هره ورځ نوي کلمات یاد کړي. ۱۱ : او په پاي کي مو ماشومانو ته تصویري او د دوي د ذوق او سویي مطابق د کیسو کتابونه واخلئ او په مشکل لغاتو په یادولو کي تاسي ورسره مرسته وکړئ.

هیله ده دا لارښووني درته گټوري وي. که تاسې هم کومه ګټوره لاره په یاد لرئ هیله ده له موږ سره یې شریکه کړئ ترڅو مو ترې ګټه واخلو.

ښځه څوک ده؟ سمول

۱۳۹۶ لمریز کال ـ د لیندۍ ۲۷ مه مېرمن یا ښځه د خپل خاوند ، اوخاوند د خپلې مېرمنې یا ښځې جامه او پرده ده ، یعنې خاوند په خپله ښځه ، او ښځه په خپل خاوند باندې پټه ده . یا يه بله وینا : ښځه اوخاوند یود بل لباس دي . دا زما خبره نه ده ، دا د عالمونو د رب (ج) خبره ده . ښځه مورده . ښځه خورده ، ښځه نیا ده ، ښځه لورده ، ښځه ترورده . ښځه توړۍ ده ، ښځه لمسۍ ده . ښځه مېرمن ده . ښځه د انساني ټولنې هغه ځواک ده چې په یوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس نړۍ ، ځکه همدا ښځه ده چې تر آدم (ع) راوروسته یې ټول پیغمران ، نبیان ، ائېمه دین اوحقیقي مشران د بشپړې انساني معاشرې د لارښوونې له پاره په خپله غېږ کې روزلي اوسالمه روزنه اوپالنه یې ورکړې ده .

د ابوالبشرد ځوځات همدغه ډول مېرمنولومړی خپل ځانونه په محمدي اخلاقوجوړکړی ، بیایې خپلې کورنۍ روزلې دي او ورپسې یې خپلوټولنواونړۍ ته داسې زامن اولوڼې وړاندې کړي چې پرهغوی باندې یې د اخلاقي ځواک پرمټ په ټولنواونړۍ کې سترستراخلاقي بدلونونه منځ ته راوړي ، ښارونه یې فتح کړي اود لوړوتمدنونود واکمن هرم څوکې ته یې خېژولي اوتسخیرکړي دي . خودغه ډول ښځې له هغونوروسره ډېرتوپیرلري چې خپل برید یې خپله یا د بل په لاس له منځه وړی ، د خپل عزت النفس بې حریمه باغ یې د پردیونامحرموانساني اوحیواني هوس رانیواوخوا سړولولپاره په پټه اوښکاره تاله ترغه کړی ، اود انساني خدای ورکړي کرامت خلاف یې خپل عقد مات کړی اوخپل پت اوعزت یې د څارویو په څېرپه کوڅه اوبازارکې د منډیي په نرخ لیلام کړیدئ ، خپله ټوله ځوانه انرژي یې په نامحرموباندې مصرف اوتلف کړې ده ، خواوس د بي بي حاجي او مدافع وکیلې په نقش کې را ولاړې شوې اود اصیلو ببیانواوباعفته مېرمنو په استازیتوب د بشري حقونود تش په نامه ( ان جي او ) له آدرسه د خپل جیب ډلکولو په خاطرد فاع کوي ، نارې وهي اوپه اصطلاح د هغوی حقوق غواړي .

ددې مثال داسې دئ لکه یوړوند چې یوه بینا ته څراغ اورڼا تشرېح کوي ، په داسې حال کې چې ړانده له پېله څراغ اورڼا په خپلوسترګونه لیدلې اونه یې محسوسه کړې ده . همداسې دغه ډول ښځې هم خپل حقوق په شرعي لحاظ د ړانده په څېرنه پېژني ، نود بل حقوق به څه ډول وغواړي ، دوی خودهغو ړندو مدافع وکیلانوپه څېرپه خپلوهغوحقوقوباندې هم نه دي خبرې چې کریم الله(ج)ښځوته څومره حقوق ورکړي دي،خوچې کومه یوه یې په مېدیاوواورسنیوکې ځان ښکاره کوي ، هغوی ټولې د حقیقت پرځای داسې سفسطې وایي اوخپلې بابولالې بولي چې نه له عرف سره سرخوري اونه هم له قانون اوشریعت سره . دغه ډول ښځوته غوږ نیول هم هسې د وخت ضایع کېد ل دي .

لازمه خوداده چې هغوی باید لومړی خپله ځانونه په شرعي اوانساني اندازکې اصلاح کړي ، ترڅو ددوی اغېزمن مثبت کردارددوی د خپلواړوندوکورنیومشران اوکشران ، نراوښځې ، واړه او زاړه په خپلوسترګو وویني ، چې بیا ددوی هغه کردارد کورنۍ د نوروغړود لارې مشال جوړشي . خپلې ټولنې ته دې د لنډه غرو، قاچاقچیانو،اختلاسګرو، بداخلاقو، جواریګرو، پوډریانو،غلو،درواغجنو، بدکارو، بېدینو، مخل د امنیت ، مضرد جامعې ، مشهوربالفساد ، ملي خائنانواونورو ارذالو پرخای سالم اولادونه وړاندې کړې ، بیا دې د نوروحقوق په حقیقي ، انساني اوقانوني توکه وغواړي .

خوداسې هم نه چې خپله په دې ټولوساري ناروغیو باندې اخته اودکرګس په څېرتل د مردابونوپه مردارواوبوکې ورلوېدلې وي ، ځان ترې را ایستلی نه شي اونوروته د تداوۍ ، مدوا اودرملتې چیغې وهي ، لارې اوګودرې ورته ښیي . په داسې حال کې چې ټول خلک یې ویني چې دغه ډول مېکروبي انسانان په همدغه ډول چټلیوکې خوشحاله وي ، تل یې له مچانواوکثافاتو سره سروکاروي او خپل ژوند په مردابونو ، چټلیواوغیرانساني حیوان صفته کارونوکې لټوي .

خود بلبل په ځېرپاکلمنواوپاک سیرته مېرمنوته بیا خپل عفت ، خپل حمیده اوملکوتي اخلاق اوپاک سیرت او صورت د ګل اوچمن په څېرښکاري چې هېڅکله هم هغه دمردابونوپراوبواودکثافاتوپرمحیط باندې نه بدلوي ، ځکه خپل مرک او ژبلې په مردابونواوکثافاتوکې ویني ، په داسې حال کې چې ناطق اوعاقل انسا ن هېڅکله هم خپل ځان په خپله د هلاکت کندې ته نه غورځوي او ځان وژنه سترجرم اوخپل ځان د بې پروایۍ له امله مجرم ګڼي .

له دې ټولو خبرو موږ دا پایله ترلاسه کولی شو چې په ټوله نړۍ کې دوه ډوله ښځې شتون لري : یو ډول ښځې فطرتاًاویا په اکتسابي توګه وجداناً په سیرت او صورت روغې دي چې تل یې موخه اوهڅه د بشپړانساني عروج په لورد خپلې کورنۍ ، خپلې ټولنې ، خپل هېواد ، خپل نظام ، خپل محیط اوخپلې نړۍ روزنه ، لارښوونه او رغونه ده .

خوبل ډول یې داسې ښځې دي چې له موره ترګوره پورې فطرتاً اویا په اکتسابي توګه بې وجدانه د خپل سیرت او صورت له مخې ناروغه دي اوتل یې هڅه اوتکل داوي چې د خپل ځان په څېرخپله کورنۍ ، خپله ټولنه ، خپله محیط ، خپل هېواد ،خپل نظام او ټوله نړۍ په یوډول نه په یوډول په مرداریوسره ولړي اوچټله یې کړي ، ترڅووجدانونه او ویښ ضمیرونه د تل له پاره په کې مړه او حق اوحقیقت د بې انصافیوپه دارباندې په اعدام محکوم شي .

همدلته ده چې باوجدانه ، با ایمانه او باضمیره روغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، هېوادونه ، نظامونه او نړۍ جوړوي ، او بې وجدانه ، بې ایمانه او بې ضمیره ناروغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، نظامونه ، هېوادونه او نړۍ ورانوي . فيصل کاکړ (خبرې اترې) ۲۲:۴۸, ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۷ (UTC)

دماشوم روزنه سمول

ماشومان نړۍ بدلوي؛ د ماشومتوب او زلمیتوب دوره ډېره خوږه وي.

یو ماشوم سره دا فکر نه وي، چې زمونږ په کور کې څه شته؟ او په دنیا کې څه تېریږي؟ بس هر څه چې یې زړه غواړي مور او پلار یې ورته آماده کوي؛ خو کله چې ماشوم ستر شي او په ښه او بد پوه شي بیا د دې هڅه کوې، چې خپل راتلونکی ژوند جوړ کړي او د خپلې راتلونکې لپاره هغه څه وکړي، چې ژوندې یې خوشاله او سوکاله وي، په کور کې د ماشوم لپاره مور او پلار هغه سترې سرمايې دې، چې د دوی په شتون سره ماشوم تر ډېره ښه او هوسا ژوند ټاکلی شي.

ماشوم د ژوند له زیاتو آسانتیاو سره برخمن وي. د ښوونې او روزنې زمینه ورته مساعده وي او په آسانۍسره کولای شي خپل درسونه ولولي او خپل ځان او کورنۍ لپاره اینده جوړه کړي؛ خو ځینې ماشومان شته چې په وړوکوالي کې یې خپل خواږه مور او پلار له لاسه ورکړي د دوی لپاره د دې زمینه مساعده نه وي، چې درس ولولي او خپل راتلونکی ژوند جوړ کړي.

دغه ماشومان په داسې چاپیریال کې لویږي، چې ټوله ورځ په دښتو او دکور په درنو کارونو بوخت وي دوی له وړوکوالي څخه دژوند له خوشالیو او د پوهې له ډیوې څخه محروم پاتې کېږي؛نو له همدې ځایه د ماشومانو راتلونکی خراب او ژوند یې له سخیو سره مخ شي.

ماشومان نړۍ بدلوي، هو! ماشومان هغه وخت نړۍ بدلوي، چې دوی د پوهې په ګاڼه سمبال وي، ماشومان هغه وخت نړۍ بدلوي، چې دوی په یوه امنه فضا کې زده کړې وکړي، نو راځئ په ګډه سره د ناپوهۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتو او خپلو ماشومانو ته د دې زمینه مساعده کړو، چې دوی په آسانۍ سره ښوونځي ته لاړ شي او په یوه ډاډمنه فضا کې خپلې زده کړې وکړي. ګلالیو ماشومانو راتلونکی ستاسې دی، خپلې زده کړې وکړي او راتلونکی ژوند مو جوړ کړئ راځئ چې په ګډه سره دا شعار له ځان سره کړو او مخ پر وړاندې لاړ شو او د ماشوم روزنه خپله وظيفه وګړو. ماشومان نړۍ بدلوي!

وينډوز۱۰ څه شى دى سمول

د مایکروسافټ وینډوز 10 (codename: Threshold) د متحده ایاالتو مائیکروسافټ شرکت یوه عملیاتي سیسټم دی، چې د 2015 په جولای 29 کې خپور شو. دا چې د Microsoft Windows server 2016 to Windows 8.1 د ځای ناستي او د و د موازي دی، چې د ویندوز سرور 2012 کال د ناستی، پرده د سپتمبر 2014.، 30 [2] [3]

د 2014 اکتوبر تر 1 پورې، "تخنیکي پیشنهاد"، وروسته بیا "داخلي مخنیوی" د وینډوز 10 څخه دمخه پری خپور شوی نسخه په نوم یادیږي. [4] [5] د چليز غونډال تر 29 د مخکینیو وينډوز د 7 او 8 وينډوز کاروونکي لري جولای 2016 [6] وړانديز وکړ، که تر دې مخکې دا د حجم د جواز د عمل نه دی. [7]

د ځینو موبایل آلاتو لکه سمارټ فونفونونو لپاره د فعال سیسټم برابر دی د وینډوز 10 ګرځنده ټیلفون په نامه یادېږي.

د نوي خپرونې ماډل (Edit)

مایکروسافټ د وینډوز ۱۰ د کلاسک نسخه کولو وروسته د وروستي نسخه په توګه وګوري. په راتلونکي کې تاسو نه غواړئ کوم نوي نسخه خپور کړئ؛ پر ځای، چې تاسو "په توګه د خدمت وينډوز" وگورئ:. د وينډوز ۱۰ کارنان به نه یوازې د کړاو اصلاحات، خو هم د نوي بڼې چې د اصلي د نصبولو په وخت کې شامل نه دي شوي وي ترلاسه کړي [8]

نوي Runge سمول

وينډوز ۱۰ کولای شي په یوه ټابلیټ د کمپيوټر د دواړو په يوه سرپاڼې د کمپيوټر او کتابچه پرمخ، او همدارنګه، د سمارټ، تبدیل، ذکر سیستم، لوبیا Pi 2 & 3 [9]، Xbox يو او HoloLens او په دې توګه د مختلفو آله ټولګيو لپاره د يو متحد سافټ پلاتفورم استازیتوب کوي د ګرافیکي کاروونکي انټرنیټ د ډاټا ډول ډول پورې اړه لري د هغې ملکیت ته وده ورکوي.

د Convertibles سره، وینډوز ۱۰ کولای شي په اتوماتيک ډول معلومه کړي چې کیبورډ نښل شوی یا د "Continuum" فعالیت کاروي، او د مطابق مطابق انٹرفیس سره مرسته کوي. [10]

نوې پیلنامه

په داسې حال کې په وینډوز ۸ پیل غورنۍ لرې کړل او پر ځای د يو کور کې د تش په نامه وه چې د Start غورنۍ وړاندې په کې د وينډوز ۱۰ د خپلو راژوندي یوه اصلاح شوي نسخه تر لاسه: دا د ټولو نصب غوښتنلیکونه، تڼۍ، د نورو په منځ کې مشهور لست وړاندې کوي، د نظام د ګل او د توان لنډلاريز پروګرامونه د کور پاڼه چې ورته وینډوز ۸ سره معرفي شوې، ورته د ټیلز ټیک په بڼه ورکړ شوی. په دې ډول، د پیل سیسټم فعالیت په پیل کې مینو کې شامل شوی دی. څرنګه چې د پیل لینډ د اندازې سایټ وړ دی او کیدی شي د بشپړ فل اسد کارول هم شي، دا د پیل پیل شوی ځای بدلوي.

مجازی ڈیسکپپونه

په وینډوز ۱۰ کې، مجازی ڈیسکتونه شتون لري چې د مختلفو سیمو لپاره د ډیټ کمپیوټرو د جوړولو او کارولو لپاره کارول کیدی شي. [11] په هر مجازی ډیسک کې مختلف غوښتنلیکونه زیرمه کیدای شي. د "کاري View" يوه تڼی له لارې په دنده د پټې يا د کیلیدړې لنډلار  + ↹ کولای شي، کولای شي اداره شي ډیسکټا او د دوی ترمنځ د تبادلې د درخواست کړکۍ استفاده وکړئ. تاسو کولی شئ د ټیکټاپونو تر منځ د شارټټونو Ctrl + ← + → → لنډیز سره او د Ctrl + with F4 سره لرې کړئ. فيصل کاکړ (خبرې اترې) ۰۰:۳۶, ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۷ (UTC)

مرسته سمول

اسلام عليکم ګرانه دا ستاسو د خبرو اترو مطلب د مجلس مخ دي، ويکيپېډيا د هر کارن لپاره ځانګړې تمريناتې مخ لري، هلته تاسو هر څه ليکلي جوړولي کاپي کولای شي، ستاسو د تمرين دلته وګوري. او تاسو کولای شي ستاسو ددي ځاي ټول معلومات بغير زما يعنې ددغه خبرواترو څخه ستاسو تمرین مخ ته ورواړوي. همدارنګه ستاسو څخه يوه غوښتنه لرم که جواب راکړې؟ بلوڅ خان (خبرې اترې) ۱۲:۰۱, ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۷ (UTC) هو کولاى شى پوښتنه وکړى؟

ستاسو مرسته پکار ده سمول

  
 
 

سلامونه فيصل کاکړ ګرانه

  
ګرانه د پښتو ويکيسفر جوړولو لپاره ستاسو مرستې ته ډيره اړتیا لرو

بلوڅ خان (خبرې اترې) ۱۷:۴۷, ۱۵ جنوري ۲۰۱۸ (UTC)