فضل الرحمن فاضل


2. März ·





In Chronik zugelassen ..

کتابښود

د کتاب نوم: محمد صلی الله علیه وسلم لوی پیغمبر
ليکوال: شیخ محمد شلتوت
مترجم : مولانا محمد گلاب بشار

خپرونکي:په مصر کې دافغانستان د سفارت فرهنګي څانګه . د پښتی دیزاین : محمد زمزم

د چاپ مهتمم : محمد حبیب عصمت وردک
چاپنېټه: د 1395 ل .ک د سلواغه دریمه

1438 هـ . ق د ربیع الثانی 24 (2017دجنوری 22 ) نشراتی لړی : اته اتیایم (88)کتاب

د کتاب د ژباړونکی د وفات د لومړی کالیزه په مناسبت

embafghancairo@yahoo.com www.afghanembassy-egypt.com

د لوی او بښونکی څښتن په سپیڅلی نامه

دسریزی پر ځای
د لیکوال او ژباړونکی په هکله
دغه رساله چه «محمد صلی الله علیه وسلم لوی پیغمبر» نومیږی او په 1349 هجری لمریز کال چه د 1390 هجری سپوږمیز کال سره سمون خوری د بختور میلاد النبی صلی الله علیه وسلم، په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا چاپ ته رسیدلی ده.

د کتاب لیکوال علامه شیخ محمود شلوت نومیږی چه دده لنډ ژوند لیک ګرانو لوستونکوته وړاندی کوم: شیخ محمود شلتوت لکه چه مصری مشهوره لیکواله میرمن سناء البیسی په خپله مقاله کی چه د ۲۰۰۶ م کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه د «الأهرام» په مشهوره ورځپانه کې خپره کړی، د اپریل په ۲۲ نیټه د ۱۸۹۱ م کال د البحیره ولایت کې زیږدلی او د جامع الازهر شریف نه په ۱۹۱۸ م کال کښې عالی شهادتنامه ترلاسه کړی ده. په ۱۹۲۷ م کال کښې ازهر کی د مدرس په توګه ګمارل شوی مګر د ده اصلاحی انتقادونه ددی باعث شول چه په ۱۹۳۱م کال کښې له ازهر نه ګوښه کړای شي مګر بیا هم دا لری کړل شوی شخصیت په ۱۹۵۸م کال کښې د اکتوبر میاشتې په 13 نیټه د ازهر شریف شیخ او لوی امام تر نوم لاندی د دی تاریخی پوهنتون او اسلامی لوی مرکز د لارښود په توګه ګمارل کیږی. شیح محمو د شلتوت په ۱۹۴۱م کال کښې د جماعت کبار العلماء د کوچنۍ عضو په حیث او په ۱۹۴۶ م کال کښې د هغو لسو تنو په جمله کی راځی چې د مصر په مجمع اللغة العربیة، یا د نړۍ په کچه د عربی ژبی مشهوری اکاډمۍ غړیتوب تر لاسه کوی او د مصر مشهور پوهاند احمد امین دوی د «العشرة الطیبة» په لقب ویاړي. شیخ شلتوت ته دده دعلمیت او د صلاحیت په منظور، امام شلتوت هم ویلای شو یو مبارز عالم وه چه په ۱۹۱۹ م کښې د انګزیز د ښکیلاکګر په مقابل کی نورو انقلابیونو او مبارزینو سره فعاله ونډه درلوده. هغه څیړونکی، محقق، مفسر، فقیه، اصولی او ادیب هم وه او دده مشهوره او لوی لاسته راوړنه هم دا بلل کیږي کله چه دئ د ازهر شریف شیخ او لوی امام په توګه دنده ترسره کوله د «دارالتقریب بین المذاهب الاسلامیه» یې تاسیس کړ چه د دی لوی اداري موسس بلل کیږی او د اسلامی نړۍ د لویو دوه مذهبونو یعنی اهل تسنن او اهل تشیع د وحدت مخلص منادی او دعوتګر شمیرل کیږی او د تشیع نړۍ مشهور مرجع آیت‌الله العظمی سید حسین بروجردی سره ښه اړیکه درلوده او نوموړي آیت الله خپل نژدی شاګردان په ۱۳۳۸هجری لمریز کال (۱۹۶0م) کښې، آیت‌الله میرزا خلیل کمره‌ای او مشهور مبارز او مجاهد آیت‌الله العظمی سید، محمود طالقانی د ده په استازیتوب قاهری ته ولیږل چه امام شلتوت له تاریخی فتوا چه د شیعه مذهب په رسمیت فتوا صادره کړی وه، ترینه مننه وکړي. دغه فتوی چه د امام اکبر شیخ محمود شلتوت له دفتره صادر شوی په حقیقت کی د دی پوښتنی په ځواب کی ده چه رسماً ورته داسی مطرح شوی وه: «إن بعض الناس يرى أنه يجب علی المسلم لکي تقع عباداته ومعاملاته علی وجه صحيح أن يقلد أحد المذاهب الأربعة المعروفة وليس من بينها مذهب الشيعة الإمامية ولا الشيعة الزيدية، فهل توافقون فضيلتکم علي هذا الرأي علی إطلاقه فتمنعون تقليد مذهب الشيعة الإمامية الإثنا عشرية مثلاً؟» ځینی خلک داسی ګمان کوی ددی لپاره چه د مسلمان عبادات او معاملات سمه وی باید حتما د معروفو څلورو مذاهبو څخه په یو مذهب، عمل وکړی او د دی مذاهبو په جمله کی شیعه امامیه او زیدیه مذهب نشته. آیا تاسو دغه نظر سره په کلی توګه موافق یاست؟ او د امامیه د شیعه مذهب نه تاسو تقلید جایز نه شمیری؟

امام محمود شلتوت ددوی په ځواب کی داسی وفرمایل:

« إن الإسلام لا يوجب علی أحد من أتباعه اتّباع مذهب معين بل نقول: إن لکل مسلم الحق في أن يقلد بادئ ذي بدء أي مذهب من المذاهب المنقولة نقلاً صحيحاً والمدونة أحکامها فی کتبها الخاصة، ولمن قلد مذهباً من هذه المذاهب أن ينتقل الی غيره أي مذهب کان ولا حرج عليه في شيء من ذلك. إن مذهب الجعفرية المعروف بمذهب الإمامية الإثنى عشرية، مذهب يجوز التعبد به شرعاً كسائر مذاهب أهل السنة، فينبغي للمسلمين أن يعرفوا ذلك، وأن يتخلصوا من العصبية بغير حق لمذاهب معينة، فما كان دين الله وما كانت شريعته بتابعة لمذهب أو مقصورة على مذهب، فالكل مجتهدون مقبولون عند الله تعالى، يجوز لمن ليس أهلا للنظر والاجتهاد تقليدهم والعمل بما يقررونه في فقههم، ولا فرق في ذلك بين العبادات والمعاملات.» اسلام پر خپلو پیروانو باندی د کوم مشخص مذهب پیروی او متابعت واجب نه ګڼی بلکه مونږ وایو : هر مسلما ن حق لری هر هغه مذهب چه ددوی آراء او عقاید د دوی په کتابونو کی تدوین شوی دی تقلید او پیروی ورڅخه وکړی او که څوک د یوه مذهب پیروی کوی او بیا بل مذهب ته اړوی ورباندی هیڅ نوع حرج نشته. جعفری مذهب چه په مذهب امامیه اثنا عشریه مشهور دی شرعا لکه د اهل سنت نورو مذاهبو په څیر عبادت کول په کښی جایز دی. ټولو مسلمانانو لپاره لازمه ده چه دی باندی پوه شی او ځان د تعصب د یو خاص مذهب نه بچ کړی. د خدای دین او شریعت د هیڅ کوم مذهب تابع نه دی، او نه په کوم مذهب کښې منحصر دی. هر کس چه د اجتهاد مقام ته رسیږی د دوی عمل دلوی خدای په دربار کی مقبول دی. او هر هغه څوک چه د نظر او اجتهاد اهلیت او صلاحیت نلری دوی کولای شی له مجتهدینو تقلید وکړی او هر هغه څه په خپله فقه کښې دوی مقرر کړی پري عمل وکړی او په دی مسئله کې د عباداتو او معاملاتو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. امام محمود شلتوت د اسلامی اعتدال له مخکښانو څخه شمیرل کیږی. میرمن سناء البیسی مصرۍ تکړه لیکواله او د «نصف الدنیا» مشهوری اوونیزې لومړنۍ مسئوله چلوونکې، د ده په هکله داسی لیکی: « شیخ محمود شلتوت د اسلامی «اعتدال» او «احیاء» د ونی یو ښاخ پیژندل کیږی چه د اسلام فیلسوف او ختیځ ویښوونکی سید جمال الدین افغانی هغه ښاخ ته اوبه ورکړی وه او ددی اعتدالی فکر د تجدید او بیا نوي کولو پروژی بنسټ امام محمد عبده کیښود او د محمد رشید رضا، محمد مصطفی مراغی، مصطفی عبدالرزاق، محمد ابوزهره، حسن البنا، حسنین مخلوف، احمد حسن الباقوری، عبد الحلیم محمود، سلیم البشری، محمد غزالی، یوسف قرضاوی او د ازهر نورو عالمانو د فکری ثمری په برکت روښانه شوه.»

« الأهرام ۴۳۷۷۶ ګڼه - د ۲۰۰۶ م د اکتوبر ۱۴ »

د شیخ شلتوت د علمیت نښه له دی پرتله کیږی چه کله په ۱۹۳۷ م کال کښې په لاهه ښار کی چه د هالنډ یوه کوچنۍ ښار دی او د هاګ محکمه هلته شتون لری او هالنډیان یې Den Haag "دن هاخ" تلفظ کوی د بین المللی مقایسوی قانون په هکله یو کنفرانس جوړ شوی و، شیخ شلتوت چه د مصری هیأت غړیتوب درلود په هغه کنفرانس کې خپله څیړنه د «المسئولية المدنية والجنائية في الشريعة الإسلامية»، تر عنوان لاندی حاضرینوته واورول چه د کنفرانس گډون کونکو ډیر خوښ شو او فیصله یې وکړه چه اسلامی شریعت یا قانون د قانون ګذاری د مصادرو له جملی څخه شمیرل کیږی او د اسلامی شریعت قوانین اصل دی د کومو نورو وضعي قوانینو څخه ندی اخیستل شوی، او دغه بحث یا څیړنه ددی سبب شوه چه شیخ شلتوت د جماعة كبار العلماء په غړیتوب ونازول شو. شیخ محمد شلتوت د نړۍ د پادشاهانو له طرفه په مډالونو هم ونازول شو چه پدی برخه کښې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د افغانستان پادشاه هم ورته د افغانستان میډال ورکړی دی. او کیدای شی د ازهر د شیخانو ترمنځ په افغانستان کی تر ټولو خورا مشهوره پیژندل شوي ازهری څیره وی .. د شیخ محمود شلتوت ځینی مشهور تالیفات دا دی : ۱- فقه القرآن والسنة. ۲- مقارنة المذاهب. ۳- القرآن والقتال. ۳- ويسألونك. ( دا فتاوی یوه ټولګه یا مجموعه ده ). ۴- منهج القرآن في بناء المجتمع. ۵- رسالة المسؤولية المدنية والجنائية في الشريعة الإسلامية. ۶- القرآن والمرأة. ۷- تنظيم العلاقات الدولية الإسلامية. ۸- الإسلام والوجود الدولي للمسلمين. ۹- تنظيم الاسرة. ۱۰- رسالة الأزهر. ۱۱- إلى القرآن الكريم. ۱۲- الإسلام عقيدة وشريعة. ۱۳- من توجيهات الإسلام. ۱۴- تفسير القرآن الكريم ( د قران کریم د لومړنۍ لسو اجزاءو تفسیر). او ځینی نوری کتابونه چه یو هم دا کتاب یعنی «محمد صلی الله علیه وسلم لوی پیغمبر» دی، چه د ارواښاد مولانا بشار په وسیله پښتو او فارسی ژبو ته ژباړل شوی او په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ۴۸ کاله پخوا چاپ ته رسیدلی دی. شیخ شلتوت د ادبی جرأت خاوند وه او په شجاعت سره د دین د افکارو او نظریاتو بیانولو او ددی لپاره د ملک فؤاد او ملک فاروق د سلطنت په دوران کې د ده «روښانه نوم» په «تور لیست» کی شتون درلود او د ازهر شریف نه دده ایستل او بیا شیخ علی عبد الرزاق سره د وکالت په شخصی کارونو بوخت کیدل، ددی نښی نښانی دی. ویل کیږی چه یو مشهور تاجر چه د واکدارانو سره یې هم اړیکې درلودی شیخ شلتوت ته ورغی او پوښتنه یې وکړه چه زه هره هفته یا اونۍ دوه سوه د قرآن کریم نسخې اخلم او جامع جومات ته ځم او خلکو باندی ویشم آیا پداسی کولو سره ماته کوم ثواب رسیږی؟ او آخرت کې زما گناهونه پری بخښل کیږی که نه؟

شیخ شلتوت ورته وویل چه د الله تعالی کتاب په خلکو باندی ویشل ثواب لری او خدای وایی « ومن یعمل مثقال ذرة خیرا یره» تاجر بیا وویل چه زه دومره دروند شی دوه سوه د قران کریم نسخې په خپله اوږه اخلم او خلکو ته یې ویشم، آیا دا زما د ټولو ګناهونو د مغفرت سبب نه گرځی؟ امام شلتوت ورته وویل د قرآن کریم په اوږو اخیستل او زحمت د انتقال گالل ثانوی امر دی. مگر هغه تاجر پدی خبره باندی نه پوهیده او منتظر وه چه شیخ شلتوت ده ته هغه فتوا ورکړی چه دده په زړه کی گرځی. نو شیخ شلتوت د هغه ادبی جرءت او شجاعت په بنا ورته وویل : اصغ إلیّ. لو انک حملت حمارا آلافا من النسخ ، لیذهب بها من مکان إلی آخر ، فهل یکون للحمار أی فضل فی هذه الحمولة؟
ماته ښه غوږ شه ! که ته یو خره باندی زرگونو د قرآن کریم نسخې بار کړی او خر له یو ځای نه بل ځای ته دا قرآن کریمونه یوسي، پدی کښې د هغه خره لپاره کوم فضیلت شته؟
تاجر په ځواب کی وویل : کلا! نه . هیڅکله نه!

شیخ شلتوت په خندا ورته وفرمایل: اتفقنا إذا، أهی دی زی دی! بناء مونږ دی نتیجې ته ورسیدلو دا هم هغسی ده. تا جر په غضب روان شو او قسم یې کاوه چه لومړي وزیر ته به له ده نه شکایت کوی!! شیخ شلتوت نرمخویه انسان او د خپلی کورنۍ یوه نمونه او مثالی پلار او خاوند وه. د کور په کارونو کی شرکت کولو. 4 زامن او 4 لورگانې درلودلی چه ټولو لوړی زدکړی کړی وئ او په کور کښې د ده فارمولا دا وه چه: «لا زواج قبل الحصول علی الشهادة» مخ کی د شهادتنامه اخیستلو نه د واده اجازت نشته. د میرمن سناء البیسی په استناد چه دشیخ شلتوت تر ټولونه کوچنۍ لور فوزیه په یوه مصاحبه کی ویلی دی چه مونږ خپل پلار شیخ شلتوت سره موسیقې اوریدله اوتلویزیون مو کتل او هغه هیڅ ممانعت نه کول. یوه ورځ شیخ شلتوت کورته ننوت او راډیو چالانه وه او [د مصر مشهور سندر غاړی] عبد الوهاب سندری ویلي چه په کی راغلی وه : أنا هیمان ویا طول هیامی» پلارمی یعنی شیخ شلتوت ودریده او وویې ویل چه دا عبد الوهاب ولی داسی وایی او ویې ویل : هل یعقل أن یغنی أنا طلیانی و أبویا المانی، اطلبوه فورا!» آیا دا معقول دی چه وایی زه ایټالیايې یم او پلار می آلمانی دی. هله زر هغه راته وغواړی!! فوزیه وایې: ما وخندل او ورته می وویل: انتظر یا بابا حضرتک سمعتها غلط، فهو یغنی أنا هیمان ویا طول هیامی» پلاره انتظار شه تاسو سمه نده اوریدلی. هغه داسی وایی : «أنا هیمان ویا طول هیامی.» شیخ وخندل او وویل : کیف وصلت إلی أذنی هکذا؟! زما غوږته ولی داسی را ورسیده؟؟!! علامه شیخ محمد شلتوت د اپریل په ۲۳ د ۱۹۶۳ میلادی کال له دی فانی نړی نه سترګی پټی کړی او اسلامی نړۍ د یو انقلابی او روښانفکره عالم څخه بی برخه شوه او «موتُ العالِم موتُ العالَم» عملی صورت وموند.! إنا لله وإنا إلیه راجعون. او د دی کتاب ژباړونکی هم ارواښاد محمد گلاب بشار دی . هغه وخت چه شیخ شلتوت په ازهر شریف کې مرستیال او بیا د رئیس په توګه دنده ترسره کوله؛ خو ځوان بشار د لوړو دزده کړو په ترسره کولو بوخت وه. استاد بشار چه زه د ده نوم سره تقریبا له نیمې پیړۍ څخه راهیسی آشنایی لرم؛ له هغه ز مانې څخه چه زما مشر ورور شهید استاد سیف الرحمن سایف په دارالعلوم شرعیه (دامام ابوحنیفه مدرسه) او وروسته د شرعیاتو په پوهنځې کې (۱۳۳۹-۱۳۴۵) پوری زدګړه کوله او هر ژمی د ده د سوغاتونو په کڅوړه کې یوه درنده برخه یې کتابونه او په کابل کې چاپ شوی مجلات او جراید او ورځپاڼی وی چه د «پیام حق» میاشتنۍ مجله هم د یادو شوو نشراتو په منځ کې وه او مولانا بشار صاحب د پیام حق پوخ لکیوال وه، او ځینې کلونه د هغه مجلې مسؤول چلونکی هم وه. او زه له هغه وختونو دده له نوم سره آشنا وم او بیا چه په کال ۱۳۵۱ هجری لمریز کال کې زه خپله ددینی علومو د زده کړو لپاره کابل ته راغلم د مولانا صاحب بشار مشر ځوی ښاغلي محمد عمر بشار سره ټولګیوال وم اوپه یوه مدرسه کی تر دولسم ټولګی پوری سره یو ځای ؤ، او د مولانا بشار د فکری فعالیتونو نه دده ځوی له خوا خبریدلو، مګر ددی سره د ده زیارت راته په برخه شوی نه ؤ. په ۱۳۶۴ هجری لمریز کال کې چه زه د عربی ژبی د ښوونکی په توګه په پیښور کې د « المرکز التعلیمی العربی الاسلامی» ښونځی کښې مهاجرو افغانانو ته عربی ژبه تدریس کوله، استاد بشار هم هلته د استاد په ټوګه دنده تر سره کوله او زمونږ آشنایی ژور شو او د نصاب تعلیمی په تدوین کی مونږ یو بل سره همکار پاتی شوی وو، دهغه دوران زمونږ مشترک دوست قاضی صاحب عبد المعبود فعاله ونډه د یادولو وړ ده چه د نوموړي مرکز یا ښونځۍ د مالي او اداری چارو سرپرستی کوله او په زړه سواندی یې د افغانستان علمی ګټی ته ځان وقف کړی وه. مولانا محمد ګلاب بشار د افغانستان د هغو لومړنیو زده کونکو په شمیر کی راځی چه ازهر شریف ته د زده کړی لپاره راغلی وه. یا په بل عبارت د افغانستان نه مصر ته د رسمی محصلینو د لیږلو سلسله او لړۍ په مولانا صاحب بشار پیل شوی ده. پوهاند محمد کبیر او پوهاند خان محمد شلگری سره یو ځای ازهر ته راغلل، بیا وروسته شهید محمد موسی شفیق، شهید پوهاند غلام محمد نیازی، پوهاند غلام محی الدین دریز او پوهاند غلام صفدر پنجشیری په دوهم پړاو کښې د نورو مخکښو استادانو سره چه له دوو لسم ټولګی نه فارغ شوی وو او د لوړو تحصیلاتو لپاره ازهر ته را ولیږل شول. مولانا محمد ګلاب بشار د حضرت خان زوی او د مولوی سید ولي لمسۍ دی په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال کې د افغانستان د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د کنډي باغ په کلي کې زیږیدلی دی. ابتدائې زده کړې په ( ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ ) هجري لمریز کال کښې د چپرهار په لومړنی ښونځۍ کې سرته رسولی دي. ثانوی علمي زده کړې یې په (۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ ) هجري لمریز کال کې د کابل د دارالعلوم شرعیه په مدرسه کې پای ته رسولی او د هغه مدرسی نه یې د بکلوریا شهادتنامه تر لاسه کړې ده. هغه وخت دلومړي ځل لپاره دمصر الازهر پوهنتون ته اول ، دویم اودریم نمرو فارغ التحصیلانو لپاره تحصیلی بورسونه پیل شول او لکه چه مونږ مخکی وویل په لومړنۍ دوره کې د محمد گلاب بشار سره پوهاند محمد کبیر اوپوهاند خان محمد شلگری او په دوهمه دوره کې پوهاند غلام محمد نیازی، پوهاند غلام محی الدین دری اوپوهاند غلام صفدر پنجشیری واستول شول. ارواښاد بشار په (۱۳۳۰ ) هجری لمریز کال کې دمصر دالازهر په پوهنتون داصول الدین په پوهنځی کې شامل شو، او په ( ۱۳۳۴ ) هجری لمریز کال ورڅخه په بریالیتوب دفراغت سند ترلاسه کړ . اوبیا په (۱۳۳۶ ) هجری لمریز کال دالازهر له پوهنتون څخه د دعوت او ارشاد تخصص تر لاسه کړو او د هیواد د خدمت لپاره کابل ته راستون شو او خپل کار یې په1337 هجری لمریز کال کې دپیام حق د مجلی د مسؤول مدیر چلونکی په حیث پیل کړ. وروسته په کابل راډیو کې دعربی خپرونو مدیریت ورته وسپارل شو چه ځوان او عالم بشار په ډیر بریالیتوب سره خپله دنده سرته رسوله او ګران افغانستان یې عربی نړی ته په مؤثره او هر اړخیزه توګه معرفی کول . کله چه د افغانستان او د عربی نړی دوستی انجمن تاسیس شو ، استاد بشار په کابل کی ددی انجمن فعال غړی وه . استاد بشار د افغانستان د مطبوعاتو د یو وتلی څیرې په حیث کلونه کلونه د ننگرهار د میاشتني ښکلی مجلی مسول مدیر وه . او د ننګرها د میاشتنی مجلی دده هڅه او نوښت ښه ښکارندوی بللی شی. استاد محمد ګلاب بشار ذاتا او فطرتا یو دعوتګر وه او خپلي لس آخرینی رسمی وظیفی د خپلي خوښی او مسلک په تقاضا یعنی له ۱۳۴۷ تر ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارات په چوکات کې د دینی تبلیغاتو او خپرونو دلوی مدیر په حیث ځان وقف کړی وه او خپل همفکرانو سره لکه شهید محمد یونس حیران، ارواښاد سخیداد فائز ، مرحوم فضل من الله فضلی او نورو سره په دی کلونو کې ډېر مهم علمی او دینی کتابونه چاپ ته ورسول چه د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم کتابونه او راشدو خلیفه ګانو ژوند لیکونه او د امام ابویوسف مهم کتاب «الخراج» د یادولو وړ دي. استاد بشار د خپلي رسمی دندی تر څنګ د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو دپوهنځی دعربی ژبی څانګی، په کابل کې دځینو لیسو د دینی علومو د بریالي استاذ په توګه هم ځان وقف کړی وه. او د افغانستان ډېر ځوانان د ده د شاګردۍ ویاړ لری چه د افغانستان ملی اتل شهید احمد شاه مسعود هم د هغو ځوانانو په قطار کی راځی چه د عالم او دعوتګر محمد ګلاب بشار د پوهی او دعوتګرۍ وړانګی نه فیوضات اخیستلی دی. استاد بشار لکه نورو دعوتګرو او مبارزانو په څیر کله چه په (۱۳۵۷)هجری لمریز کال کې د ثور په (۷) نیټه د خلق او پرچم گوندونو دیوه خونړی او کرغیړنی کودتا له لاری ارګ ته لار وموند؛ ده له وظیفی څخه سمدستی برطرف شو. بیاڅه موده پس زندانی او د وطن پلورنکو کمونیستانو له خوا د نورو آزاد منشو مبارزانو تر څنګ تعذیبونه او رنګ رنګ کړاونه ولیدل. چه وهل، ډبول، ښکنځل او برقی ښارټونه د دی تعذیبونو یوه برخه وه. په دغه توره دوره کې دده کور تلاشی وشوه او د ده ټوله سرمایه چه دینی کتابونه، قلمی آثار او قیمتی شیان وه مصادره شول. او یوازینۍ ګناهی دا وه چه مولانا بشار ویښ او بیدار مسلمان وه او هیواد دښمنه عناصر یعنی کمونیستانو ښه پیژندل چه دوی د وطن خرڅ لپاره سره استعمار یا اشغال ته چمتو دی. او د بشا د آثارو او افکارو ښه دلیل وه چه دغسی آزاده او با وجدان او با شرافت افغان د زندان او جیل په کنجو کی شپې او ورځې تیری کړی نه په آزاده دنیا کې.!! استاد بشار چه په (۱۳۵۸ ) کال دجدی دمیاشتی په شپاړسمه دسور ښکیلاگرو له یرغل وروسته د نورو زندانیانو سره آزاد شو. استاد بشار پوهیده چه دغه آزادی هم موقتی او شیطانی چل ده او کمونیستان بیا دعوتګران زندانونو ته لیږی؛ فلهذا بیا دیر زر دشینوارو له لیار پیښور ته مهاجر شو. او خپل پاتی او قیمتی ژوند د مهاجرینو د ښونی او روزنی په برخه مصرف کړ. چه دده له علمی خدمتونو د نمونی په توګه د افغانانو لپاره د تعلیمی نصاب جوړولو د مرکز مسؤل مرستیال دنده وه چه تقریبا د یوی لسیزې نه زیات په نوموړی مرکز کې د ګران ورور قاضی عبد المعبود سره په خدمت بوخت ؤ. همدا راز (۱۹۸۱م- ۲۰۰۰م) د رابطة عالم اسلامی لخوا د دعوتګر په توګه او لس کاله په مشهوره جامعه عثمانیه کې د استاذ په صفت خدمت کړی دی. استاد محمد ګلاب بشار لکه چه زه پیژنم په پښتو، فارسی او عربی ژبو باندی ښه برلاسۍ درلودله او خبری او لیکل يې پری کول، همدا رنګه یې د انگریزی او فرانسوی ژبو سره هم آشنایی درلوده. د ارواښاد استاد بشار نه مونږ ته علمی پانګه د میراث په توګه پاتی شوی ده چه ځینی آثارو نومونه یی دا ده: 1. د محمد عبقریت، عباس محمود العقاد، دعربی څخه پښتو ته ترجمه 2. رهنمای حج، او دحج لارښودونکی ، دری او پښتو. 3. سه صد حدیث، د تألیف دهیئات غړی، دری او پښتو ترجمه. 4. محمد لوی پیغمبر، دشیخ محمود شلتوت لیکنه، دعربی څخه پشتو ته ژباړه چه همدا اوس ګرانو لوستونکوته ډالۍ کیږی. 5. محمد پیامبر بزرگ، دشیخ محمود شلتوت لیکنه، دعربی څخه فارسی ته ژباړه 6. دمحمد - صلی الله علیه وسلم - عظمت( تألیف). 7. ندای سید جمال الدین افغان، د شیخ محمود ابوریه تالیف، له عربی څخه فارسی ته ژباړه. 8. اسلام وتنظیم خانواده. 9. شریعت و اشارات حکیم سنایی غزنوی بر آن. 10. دافغانستان دمسلمان ملت غوښتنی. 11. ټولو ته غږ. 12. جهاد در اسلام،. 13. قضیة افغانستان و واجب المسلمین. 14. دافغانستان مسأله او دمسلمانانو مسؤلیت، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 15. الطریقة الجدیدة فی تعلیم اللغة العربیة،پښتو ترجمه. 16. داهل سنت او جماعت عقیده، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 17. کامل لمونځ، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 18. دفخرالمشایخ میاگل جان صاحب پیژندنه، د فارسی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 19. ابوعبیدة بن الجراح، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 20. داصحابو دژوند پلوشی، دوکتور عبدالرحمن رأفت الباشا لیکنه ، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 21. داسلام له نظره دښځو حقوق. 22. امام اعظم ابوحنیفه او په اسلامی عقیده کې دهغه نظریې، د عربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 23. ایها المسلمون..، دمؤتمر خدمات دارالعلوم دیوبند په مناسبت عربی لیکنه. 24. حقوق داحادیثو په پلوشو کې. 25. د صحابیاتو دژوند پلوشی، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 26. جنگ داسلام له نظره، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه. 27. دینی لار ښوونی. 28. د حکمت پلوشی. د استاد بشار په خوږه قلم د افغانستان په علمی سرچینو، مجلو، اونیزو او ورځپاڼو کې لکه آریانا دایرة المعارف، د هیواد فوق العاده نشراتو، پیام حق، لمر، عرفان، کابل، اوقاف، حربی پوهنتون ننگرهار، اصلاح، انیس، هیواد او د هجرت او جهاد په دوران کی د مجاهدینو او مهاجرینو په نشراتو کې په سلهاوو علمی، دینی او ګټورو معلوماتی مضامین لیکل شوی او چاپ ته رسیدلی دی چه خدای د وکړی دده کورنۍ خصوصا زما عزیز او خوږ دوست او ټولګیوال ښاغلی محمد عمر بشار دغه معنوی سرمایه راتوله کړی او د نورو د استفادی لپاره چاپ ته وسپاری. مولانا محمد گلاب بشار چه د ده مورنۍ ژبه پښتو وه او ډېر آثار او مقالی په دغه ژبه لیکلی برسیره پردی دده په فارسی ژبه هم ډېر آثار او مقالی چاپ ته رسیدلی چه مونږ د ځینی تالیفاتو په لړۍ کی عنوانونه نقل کړل، همدا رنګه په عربی ژبه هم له ده ځینې آثار پاتی شوی دي. ده یو ه مشهوره عربی ترانه هم لیکلی چې د هجرت په کمپونو کې زده‌کوونکو هغه لوستله چی د « نحن بنو الافغان» په نامه مشهور ده چه دلته یې کټ مټ رانقلوم. نحن بنو الأفغان

نخن بنو الأفغان
دیننا اسلام - شعارنا سلام
دستورنا قرآن - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
عدونا طاغوت - بظلمه جالوت
نحارب الطغیان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
ان فاقنا فی العَدد - کذلک فی العُدد
لنا عون الرحمن - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
بُغیتنا السیادة - کذلک الشهادة
لا الذل والحرمان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
نفضل التضحیة - لا نقبل الدنیئة
سلاحنا الایمان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
بطولاتنا کثیرة - فی العالم شهیرة
لا نذکر العیان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
تاریخنا وضئ - بالعبر ملئ
لا یمکن النسیان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
عزتنا فی الوحدة - ذلتنا فی الفرقة
لا نقبل الخذلان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
نحارب الأعداء - نکتب لهم فناء
لا نترک المیدان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
ینصحکم بشار- باللیل والنهار
کونوا خیر الأعوان - نحن بنو الأفغان
نحن بنو الأفغان
استاد، عالم او دعوتګر مولانا محمد گلاب بشار او په اسلام او افغانستان مین شخصیت د ۱۳۹۴ هجری لمریز کال د دلوی په دریمه نیټه چه د ۲۰۱۶ میلادی کال د فبروی د میاشتې ۲۳ نیټې سره سمون خوری په حق ورسیدل. إنالله وإنا إلیه راجعون او د کابل د پلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. 

داده مونږ د ده د وفات د لومړۍکالیزی په مناسبت چه دده پاک روح ته د رحمت دعاوی کوو د ده یو مهم اثر چه ورته په ژوند کښې ډېر ګران وه او د دی آرمان د پلی کولو لپاره یې ځان وقف کړی وه، د ګرانو لوستونکو لپاره دا اثر په قاهره کی چاپ ته سپارو، او هغه ځای کښې چه مرحوم ارواښاد مولانا محمد ګلاب بشار د خپلی ځوانی خواږه دوره دلته تیره کړی او عالی زده کړی همدلته سرته رسولي. پاک الله دی ده ته او لیکوال مرحوم شیخ محمود شلتوت ته جنتونه په نصیب کړی او ددوی درنئ کورنۍ او دوستانو ته اجر او صبر ور په برخه کړی او لوستونکي ددی قیمتي اثر نه معنوی استفادی وکړی. په همدی هیله. فضل الرحمن فاضل

قاهره - د ۱۳۹۵ هجری لمریز کال د دلوی دریمه نیټه