د کاربن ډای اکسایډ ليزر
.
د کاربن ډای اکسایډ ليزر (په انگرېزي: Carbon dioxide laser ) د گازي ليزرونو څخه تر تولو پخواني (قديمي) ليزر دي چی په ۱۹۶۴ کال کی د بېل په ازموينځی کی په امريکا کی د مهندس چانډرا کومار پاټېل لخوا طرح او جوړ شو. په اوس وخت کی نوموړي ليرز تر ټولو قوي او پراخ شوي ليزر دی. د کاربن ډای اکسایډ ليزر د انفرارېډ شغله تولیدوي چی د موجونو واټن یی د ۹،۴ نانومټرو څخه تر ۱۰،۶ نانومټرو پورې دی. د انرژي بدلونې کفایت یی ۲۰ ٪ دی.
کارنده برخه
سمولد کاربن ډای اکسایډ د ليزر کارنده برخه د کاربن ډای اکسایډ، نیتروژن، هايډروجن، زنون او هيليم څخه جوړه شوي ده. خو د تحریک شوي انتشار یوازې د کاربن ډای اکسایډ په ماليكيولونو کی منځ ته راځي.
گاز | کیمیاوی فرمول | % |
---|---|---|
کاربن ډای اکسایډ | CO2 | 20% |
نیتروژن | N2 | 20% |
هايډروجن | H2 | |
زنون | Xe | |
هيليم | He |