د پسرلی لمانځل

پسرلنی جشن دهر لمریز کال په رارسیدو سره دنړۍ په مختلفو هیوادونوکی لمانځل کیږی یاد جشن په ۱۳۸۸ لمریز کال کی دملګروملتونو لخواه د پسرلنی جشن ترنامه لاندی په رسمیت وپیژندل شو.او له دی رسمی کیدنی وروسته دلومړۍ ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال کی د ایران پلازمینه تهران کي دافغان ایراني ترکمن تاجک اذري ترکي او عراقي چارواکو لخواه په ګډه ولمانځل شو. وروستی ځل چی یاد جشن په افغانستان کی دبهرنیو میلمنو په شتون کی ولمانځل شو ۲۰۱۴ زیږدیز کال وو چی هغه مهال د ولسمشر حامدکرزی په کوربه توب د ایران پاکستان او تاجکستان د ولسمشرانو ګډون دکابل په ولسمشرۍ ماڼۍ کي تر سره شو. دجشن پرمهال دافغانستان دبیلابیلو سیمو دودیزي موسیقۍ او اتڼونه کیدل.