د ويکيپېډيا خبرې اترې:ټاکلې ليکنې

د ويکيپېډيا ټاکلې ليکنې

ټاکلې ليکنه هغې ليکنې ته ويل کېږي چې د ويکيپيډيا لومړي مخ لپاره او نور ښو مخونو لپاره ټاکل کېږي. د ټاکلې ليکنې موخه دا ده چې هغه ليکنې چې په ښه معیار ليکل شوي وي هغه رارسېره کړای شي. د ټاکلې لیکنې معیار د لاندې شرطونو په پلي کولو سره بشپړېږي:
  • مواد په کې زيات وي (يعني ليکنه په کې زياته شوې وي)
  • ټکي يې روښانه وي.
  • ليکنه بيخي بې پری (بې طرفه) وي.


د هرې ټاکلې ليکنې په سر کې يو وړوکی ستوری ښکاري () چې په کومه ليکنه تاسې دا ستوری وينئ نو ددې دا مانا ده چې دا ليکنه ټاکلې يا د ټاکلو لپاره نومول شوې ده.

مجموعې
  • م

هغه ليکنې چې ټاکلې شوي دي سمول

هغه ليکنې چې نومول شوي دي سمول

شيخ خليفه بن زايد بن سلطان آل نهيان سمول

شيخ خليفه بن زايد بن سلطان آل نهيان د متحده عربي اماراتو دوهم واکمن
شيخ خليفه بن زايد بن سلطان آل نهيان د متحده عربي اماراتو دوهم واکمن
(د سپتمبر 7، 1948-) د متحده عربي اماراتو دوهم ولسمشر او د ابوظبۍ د امارت شپاړسم واکمن، د اوو تشکيلاتي اماراتو ترټولو لوی، او د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان او د متحده عربي اماراتو بنسټ ايښودونکی، د خپل پلار، شيخ زايد بن سلطان په ځای، د نومبر په 3، 2004 کې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخيسته. [1]

شيخ خليفه د العين ښار په قلات (ماڼۍ) الموجي کې زېږېدلی او د متحده عربي اماراتو د بنسټ ايښودونکي شيخ زايد بن سلطان آل نهيان مشر زوی و. شيخ خليفه له خپلې کورنۍ سره د العين په ښار کې اوسېده او هلته يې د خپل پلار له خوا په النهيانيه ښوونځي کې زده کړې وکړې، د ماشومتوب ډېره برخه يې د العين او البريمي په سيمو کې له خپل پلار سره تېره کړه. هغه مهال د العين سيمه واکمنه وه. شيخ خليفه په ټولو پړاوونو کې د اماراتو له تاريخ سره سمون خوري، پلار یيې شيخ زايد په خپلو ډېرو کارونو او ورځنيو سفرونو کې له هغه سره تللو ته لېواله و او د قبيلو د ژوند د ښه کولو په چارو کې له خپل پلار سره پاتې و. په سيمه کې د دولتي حاکميت رامنځته کول، مسؤليت، باور او عدالت د بنسټيزو ارزښتونو پېژندلو کې خورا پوه و. د هغه لومړنی رسمي مقام هغه وخت و چې د ابوظبۍ د امارت وليعهد په ختيځه سيمه کې د حاکم استازی او په هغه کې د محاکمو مشر و، دا مقام د هغه په ژوند کې خورا مهم و او په ښار کې د استوګنې پرمهال هغه د ښاريانو سره د ورځنيو اړيکو لپاره پراخه فرصت درلود، ترڅو د دوی شرايط وګوري، او د دوی د هيلو او غوښتنو په اړه زده کړه وکړي د نومبر په 2، 2004؛ پلار يې شيخ زايد بن سلطان آل نهيان چې په ۱۹۷۱ کال کې د فدراسيون له جوړېدو وروسته د متحده عربي اماراتو لومړی واکمن و، مړ شو او د ابوظبۍ د اماراتو د وليعهد په توګه د هغه په ظرفيت کې شيخ خليفه د اماراتو واکمن شو. د پلار له مړينې سمدستي وروسته د ۲۰۰۴ کال د نومبر په ۳ مه د فدراسيون عالي شورا هغه د شيخ مکتوم بن راشد المکتوم په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په توګه وټاکه. [1] د امارت د واکمنۍ او د رياست د صدارت له پيل راهيسې، هغه د ټولو امارتونو د پراختيا او عصري کولو پروژې وڅارلې چې د تېلو د شراکت د خبرو اترو په نوم پېژندل کيږي، کوم چې اصلاح شوي د تېلو پاليسي يې جوړه کړه او د تېلو له فعالو شرکتونو سره يې د لا عادلانه اړيکو بنسټ کېښود او د دې رول په تعقيب يې د نفتي موادو د عالي شورا مشري پر غاړه واخيسته، چې تر نن ورځې يې هم دغه مقام لري. د ابوظبي د پانګونې ادارې تاسيس او مشري يې وکړه، کوم چې د مالي سرچينو پراختيا او د راتلونکو نسلونو لپاره د عايد مستحکم سرچينو ساتلو لپاره د ستراتيژيک ليد په ترڅ کې د اماراتو لپاره د مالي پانګوونې مديريت څارنه کوي. شيخ خليفه د ټولنيزو خدماتو او سوداګريزو ودانيو څانګه جوړه کړه، چې د خلکو په منځ کې (د شيخ خليفه کميټه) په نوم پېژندل کېده ، چېرې چې ښاريانو ته پرته له کوم سود څخه سخاوتمندانه فنډونه چمتو کېده، ترڅو سوداګريزې ودانۍ جوړې کړي چې د دوی لپاره دوره ايز مالي مرستندويه عايد توليدوي. د هېوادوالو د عايداتو د لوړولو او د هغوی د اقتصادي او ټولنيزې کچې د لوړولو لپاره په هېواد کې د ساختماني بوم له سوکالۍ سره مرسته کوي.

شيخ خليفه د زېربنا او د مختلفو خدماتو د اسانتياوو د پراختيا او عصري کولو پروژو ته ډېره پاملرنه وکړه او د اقتصادي او ټولنېزې پراختيا د پروسې د بنسټ په توګه يې د عصري اداري وسايلو او مدغم مقننه سيسټم په جوړولو کار وکړ او د پراختيا لپاره يې يو نوښت هم پيل کړ. د مقننه قوې تجربه د فدرالي ملي شورا د غړو د ټاکلو طريقه تعديل کړه، ترڅو د لومړي ګام په توګه د ټاکنو او ګمارنې ترکيب، چې بالاخره د مستقيمو ټاکنو له لارې د شورا د غړو انتخاب ته اجازه ورکوي رامنځته کړه. شيخ خليفه د وخت د پابندۍ او د سخت ورځني کاري برنامې اطاعت کولو ترڅنګ د خلکو سره ليدلو او ادب او شعر مينه وال هم و. [2] شيخ خليفه د متحده عرب اماراتو کې د داسې نظام لېواله دی چې په هغې کې له نژاد، رنګ، مذهب اوجنس پرته هر چاته ټولې مرستې په عادلانه توګه ورسوي، چې د همدې موخې لپاره يې د خليفه بين زايد ال نهيان بنسټ تاسيس کړ، کوم چې د نړۍ په 40 هېوادونو کې په مختلفو بشري پروژو کې په اغېزمنه توګه مرسته کوي. [2] په 1964 کې؛ شيخ خليفه له شمسه بنت سهيل بن حمد المزروي سره واده وکړ او اته اولادونه يې درلودل، دوه هلکان: شيخ سلطان بن خليفه آل نهيان او شيخ محمد بن خليفه آل نهيان او شپږ نجونې. ويل کيږي چې هغه يو شمېر شوقونه ترسره کوي، هغه د کب نيولو سره مينه لري ، هغه په شخصي توګه د ښکار په سيمو کې د طبيعي چاپېريال د ساتنې لپاره د پروګرامونو او پروژو په سپانسر کولو کې مرسته کړې. شيخ خليفه په هېواد کې د بېلابېلو سپورتي فعاليتونو په ځانګړې توګه د فوټبال سره علاقه لري، هغه د لويو سپورتي فعاليتونو سپانسر کولو او ګډون کولو ته لېواله دی او همدارنګه د محلي سپورت ټيمونو ته درناوی کوي چې محلي، سيمه ايز يا نړۍ والې لاسته راوړنې يا اتلولۍ ترلاسه کوي. ټايمز هغه د نړۍ د 25 تر ټولو با نفوذه مشرانو څخه يو ګڼلی، او په نړۍ کې د څلورم ترټولو بډايه پاچا په توګه شمېرل کيږي. [3]

Return to the project page "ټاکلې ليکنې".