د ويکيپېډيا ټاکلې ليکنې
ټاکلې ليکنه هغې ليکنې ته ويل کېږي چې د ويکيپيډيا لومړي مخ ته د نورو ښو مخونو لپاره ټاکل شوې وي۔ د (ټاکلې ليکنې) موخه دا وي : هغه ليکنې چې په ښه بڼه ليکل شوې وي هغه ښکاره کړي۔ددې لیکنو خانگړتيا پدې ډول وي:
- په متن کې مالومات ډېر وي (يعني ليکنه پکې غځېدلې وي)
- ويوونه یې جوت وي۔(لیکنه واضح وي)
- ليکنه بيخي بې پرې (غيرجانبداره) وي۔
- مالومات یې سرچینې ولري . (لږ تر لږه د لیکوال نوم ورسره ياد شوی وي)
- لیکنه په گړدودیزو بنا نه وي (لیکنه ویناوې نه وي)
د هرې ټاکلې ليکنې په سر کې يو وړوکی ستوری ښکاري ( )۔ چې په کومې ليکنې باندې تاسو يو ستوری وينئ نو ددې دا مانا ده چې دا ليکنه ټاکلې لیکنه ده
|
|