د ورزقان پېښه (2024)

د ورزقان د هیلي کوپټر غورځیدلو پېښه یا د ایران د ولسمشر د هیلي کوپټر غورځیدل د ۲۰۲۴ کال د می په ۱۹ مه د ایران په ورزګان سیمه کي د یوې بیل ۲۱۲ هلیکوپتر د غورځېدلو پېښه وه چي تبریز ته پر لار رامنځ ته سول. په یاده چورلکه کي د ایران هیواد اړوند ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، په ختیځ اذربایجان کي د ستر رهبر استازۍ او په تبریز کي د جمعې د لمانځه امام محمد علي الهاشم هم سپاره وه.

د ورزقان پېښه (2024)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۹ مې ۲۰۲۴ (۲۰۲۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
۹[۱][۲][۳] — ۸[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
اداري سیمه
هېواد
نور اړين مالومات
لامل
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۸°۴۳′۰۸″شمال ۴۶°۳۹′۱۷″ختیځ / 38.7189°شمال 46.6547°ختيځ / 38.7189; 46.6547[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د ورزقان پېښه په داسي حال کي رامنځته سوه چي ولسمشر رئیسي د ایران په ختیځ آذربایجان ولایت کي د اذربایجان سره پر پوله د جولفا ښار ته نږدې د سفر په حال کي وو.

د خراب موسم له امله د اوږدو ساعتونو لټون او ژغورني هڅو وروسته د ایران د ولسمشر اجرایوي مرستیال د مئ په 20 نېټه د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړیني اعلان وکړ، او د ورزقان د پیښي له امله په ایران کي ملي ماتم اعلان سو. [۶]

  1. "Iran President Ebrahim Raisi Among 9 Killed In Helicopter Crash". Times Now. ۲۰ مې ۲۰۲۴.
  2. "Iran meldet Tod von Präsident Raisi". Frankfurter Allgemeine Zeitung. ۲۰ مې ۲۰۲۴.
  3. سرچينې تړی: https://edition.cnn.com/middleeast/live-news/raisi-iran-president-helicopter-crash/h_f46e83b3a12922941f4c0bdab4b8d626.
  4. سرچينې تړی: https://www.aljazeera.com/news/2024/5/20/who-died-alongside-irans-president-raisi-in-the-helicopter-crash.
  5. "CNN geolocates Iran helicopter crash site". CNN. ۲۰ مې ۲۰۲۴.
  6. وسائل إعلام إيرانية تعلن مقتل الرئيس إبراهيم رئيسي ومرافقيه إثر تحطم طائرتهم، الجزيرة.