حسین امیر عبداللهیان
حسین امیرعبداللهیان ( ; 23 اپریل 1964 - 19 می 2024) یو ایرانی سیاستوال او ډیپلومات وو چي له 2021 څخه تر 2024 کال، یعني د هغه تر مړینې پوري یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله. [۱] [۲] نوموړی له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري په عربي او افریقايي چارو کي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو.
حسین امیر په نړیوالو چارو کښي د ایران د پارلمان د استازي، د اسلامی مشورتی جرګې د نړیوالو چارو د عمومی مشر او د علی لاریجانی له صدارت څخه د محمد باقر غلیباف تر صدارت پوري د نړیوال کانفرنس د دایمی دارالانشاء د عمومی منشی ځانګړی مرستیال وو. د فلسطین د انتفاضې په ملاتړ کي نوموړی د فلسطین د ستراتیژیکو خبرو اترو درې میاشتنۍ مدیر هم تېر سوی دی. [۳] [۴] [۵]
حسین امیر د علي اکبر صالحي په وزارت کي د بهرنیو چارو د مرستیال په توګه وټاکل سو. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په ښوونځي کي پروفیسور هم وو.
د جواد ظریف له نا اعلان شوې استعفا وروسته مختلفو رسنیو داسي ګومان کړی وو چي امیر عبداللهیان د وزارت مقام ته احتمالي نوماند دی، او د هغه وخت د ایران د پارلمان له رییس علي لاریجاني سره یې د نږدې اړیکې یادونه وکړه.
مړینه
سمولحسین امیر د 2024 کال د می پر 19 نېټه د یوې چورلکي په پېښه کي د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره یوځای ووژل سو.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedmfa
- ↑ . 20 May 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 24 July 2016.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 8 October 2018.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 28 May 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)