د ميوند ځانمرګي برید

د ١٨ اکتوبر ٢٠١٧ کال د وسله والو طالبانو ډله يیز بريد په کندهار کې

د افغانستان کندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز د وسله والو طالبانو ډله يیز بريد کې ۴۳ سرتيري وژلي او نهه نور يي ژوبل کړل . دغه بريد په ١٨ اکتوبر ٢٠١٧ د شپي نزدې په دوه نيمي بجې د ميوند ولسوالۍ د چشمو په نوم پر پوځي کېمپ باندې ؤ.

دکندهار د خاکريز ولسوالۍ د ملي
اردو پر قوماندانۍ باندې بريد
د طالبانو لخوا تر سره سوي ځانمرګي بريد
هیوادکينډۍ:Afghanistan
ولایتکندهار ولايت
ولسوالۍچشمو امنیتي قوماندانۍ ميوند ولسوالۍ[۱]
زيان رسيدنه
مړي او ټپيان٤٣ سرتېري وژل شوي، ٩ ټپيان او ٦  نور نادرکه شوي ، (خو وروسته يې دوه تنه ژوندي موندل شوي)
ترور ډولډلييز بريد، ځانمرګي بريدونه
نور معلومات
اوسني سيمييز حالاتسيمه بيرته افغان ځواکونو ونيول
معلوماتي وېب پاڼهبي سي پښتو
د ميوند ځانمرګي برید پر افغانستان باندی نقشه
د ميوند ځانمرګي برید
پر نقشه د افغانستان
۳۱°۳۸′۳۸″شمال ۶۴°۵۷′۱۷″ختیځ / 31.6438°شمال 64.9546°ختيځ / 31.6438; 64.9546

د قومندانۍ نيول سمول

او قومندانۍ د لږ وخت دپاره د افغان ځواکونو د لاسه وتلی وه خو بيرته يې ونيول، او په دي جګړه کي لس بريدګر هم وژل شوي دي. او سرتېرو ته د اوښتي زيان کره شمېره نه دي معلوم. وسله والو طالبانو د بريد زمه واري ومنل. د طالبانو د قاري يوسف احمد په نوم وياند ويلي وه د موټر بم په مټ يې دغه بريد کړی دی او تر ۶۰ پورې د افغان سرتېرو د وژنې ادعا يې کړې وه.[۲]

خواخوږي سمول

١. زلمی ویسا د کندهار والي دا برید په سختو ټکو وغندی، او ويل يې چې غچ به يې هم اخلي.
٢. حامد کرزی د افغانستان پخوانی ولسمشر هم دا بريد وغانده او ويي ويل چې د کندهار د میوند ولسوالۍ پر هغې غمجنې پېښې خپله ژوره خواشیني څرګنده وي او په کلکه یی غندی چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا زموږ د ملي اردو یو شمېر سرتېري او منسوبین شهیدان او ټپیان سول. پخوانی جمهور رئیس د دعاوو پر مهال د میوند د پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا وکړه.

سرچينې سمول

  1. پژواک ټي وي ٢٠١٧. "د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د جګړې دسيمې په اړه د پژواک تلویزیون ريپوټ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. ډيوه ريډيو ويبپاڼه ٢٠١٧. "د کندهار د ميوند ولسوالۍ د جګړې نيټه او نور". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)