د ملاکنډ محاصره
د ملاکنډ محاصره په 26 جولای څخه 2 اگست 1897ء ترمينځه د برطانوي هند ولايت شمالي مغربي سرحدي صوبې په ملاکنډ سيمه کې وشوه چېرته د پښتنو او انگريزانو ترمينځه تاو تريخوالی زيات شو، د تاو تريخوالي د زياتيدو سبب د ډيورنډ کرښه وه کومې چې د پښتنو ځمکه په دوه هېوادونو يعني افغانستان او برطانوي هند کې وېشله، دا کرښه 1519 ميله (2445 کيلوميټر) اوږده کرښه ده کومه چې د برطانيې او د پښتنو ټبرونو ترمينځه نښتو څخه وروستو جوړه کړی شوه او ددې مقصد دا وو چې برطانيه خپل حکومت د روس د اثرات څخه خوندي وساتي.
د کرښې د جوړولو سره دواړه اړخه پښتانه سخت خپه شول او د برطانيې خلاف يو فقير سعيد الله نومې کس ودرېد او لس زره تنه يې د ځان سره ملگري کړل او د مالاکنډ په سيمه کې يي د انگريزانو په پوځي چاونۍ باندې بريد ترسره کړو.دا وخت د برطانيې د پوځ حالات ډېر کمزوري وو يوه وړه پوځي چاونۍ يي د ملاکنډ په جنوب کې وه او يوه قلعه يي د چکدرې په سيمه کې وه، دغه وخت پښتانه قبائل د برطانيې پرخلاف زيات وو خو برطانيې خو په پای کې داسې واقعات رامخې ته شو چې برطاننې دا جگړه خپل لاس ته کړه.
دا هم وګورئ
سمولسرچينې
سمول- ↑ Edwards p. 263. also known as "Mullah Mastun" (Spain. 177, Easwaran p. 49) (Known by the Pashtun as: lewanai faqir, lewanai (Beattie p. 171), and by the British as "The Great Fakir", "Mad Fakir" (Hobday p. 13), or the "Mad Mullah", (Elliott–Lockhart p. 28)
- ↑ Gore p. 403
- ↑ A number of sources cite between 50,000–100,000 tribesmen as being present in the region during the siege (Wilkinson–Latham p. 20, Gore p. 405) while others give a figure of 10,000 for the actual siege (Easwaran p. 49)