د معدی سرطان

د معدى سرطان چى د ګيډى په سرطان سره هم شهرت لرى ،د معدى په پاسنى برخه کى رامنځته کيژى . د معدى سرطان هغه وخت منځ ته راځى چى کله سرطانى حجرى د معدى په ننى برخه کى په عادى ډول په وده پيل وکړى، چى دا حجرى بيا په معده کى غده منځ ته راوړى چى وروسته له څو کالو د معدى په سرطان بدليږى.

دا ناروغى يو له مهمو ناروغيو چخه ده چى تقريبا په کال کى يو ميليون وګړى د معدى د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوى.

دمعدى سرطان علايم په ناروغ کى:

1 – ستړيا ،بدون له کوم فزيکى فعاليت څخه.

2 – له لږ خوراک وروسته د اشتها له منځه تلل.

3 – اوږد مهاله سوزش په معده کى.

4 – د معدى د هاضمى نشتوالى.

5 – د معدى درد.

6 – د وزن له لاسه ورکول بدون له کوم دليله.

7 – په استفراغ يا کانګو کى وينه.

8 – د وينى لږوالى.

9 – له خوړو سره د باد احساس.

10 – د پوستګى ژيړيدل.

د معدى د سرطان تشخيص او علاج:

لمړى قدم کى داکتر ستا فزيکى حالت ته ګورى ،وروسته ستا د فاميل په اړوند پوښتنه کوى چى ايا ستا له فاميل څخه خو پخوا څوک د معدى په سرطان اخته نه وو.او ستاسى څخه د وﺯن د کموالى په هکله پوښتنه کيږى.

1 – د وينى ازموينه Blood test.

2 – د CT Scan يا X- Ray.

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول

لیکوال: داکترمصطفى کمال سالارزى