لالپوره ولسوالۍ

(له د لالپور ولسوالۍ نه مخ گرځېدلی)
لالپوره ولسوالۍ
لالپوره ولسوالۍ

هيواد افغانستان [۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۲۰′۰۰″شمال ۷۱°۰۱′۲۹″ختیځ / 34.333333333333°شمال 71.024722222222°ختيځ / 34.333333333333; 71.024722222222 [۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ننګرهار [۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 1004 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
اوقات يو ټي سي ۴:۳۰+   د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 7053286[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د لالپورې ولسوالۍ د افغانستان د ننگرهار له ۲۲ ولسوالیو یوه ولسوالۍ ده چې د مېشتو وگړو شمېر ۱۸،۹۹۷ تنو ته رسېږي.

[۳]او ۶۵ کیلو متره د ننگرهار ولایت له مرکز جلال آباد ښار څخه فاصله لری. لالپوره د ډیورند کرښی سره اوږد سرحد لري. د لالپوری ولسوالۍ مساحت ( ۵۳۰.) کیلو متر مربع دی. د شرق او شمال له لوری په جگو غرونو احاطه شوی او د شمال غرب، غرب او خوا یې د گوشتی او بټی کوټ ولسوالۍ پرتی دي او د جنوب او جنوب شرق خوا ته یې د مومندری ولسوالی موقعیت لري. د لالپوری او مومند دری تر منځ سرحد د کابل، کنړ څپانده سیند دی. د لالپوری ولسوالی(۳۷) لوی او واړه کلی او بانډی لری.

قومي جوړښت

د لالپوری خلک ۱۰۰٪ فیصده مهمند (ترکزی )پښتانه دی ،د پخوا زمانوو راهسی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پادشاهی د دوری تر نمائی پوری پکښی تر سلو زیاتی کورنۍ (سیکهان ) اوسیدل چه په لالپوره کښی درمسال، هندو سوزان،ځمکی ،کورونه ،دوکانونه او د( پره با، )په نوم ژرنده هم درلوده، د لالپوری د بازرا شاوخوا کورونه د سیکهانو ؤ د لالپوری تر ۷۰٪ خلک ئی کروندگر اومالدار دی او پاتی نور ئی په جلال آباد ،طورخم او کوزه پښتونخوا کښی په وړه سوداگرۍ ،تعلیم او خوارۍ ،مزدورۍ لگیا دی.

کرنیز حاصلات

د لالپوری محصولات عبارت دی له غنمو،جوار ،ترائی،مرچکی ،توربانجان، نکریزو،خویه کچاالان(کچالو پشمک) او هندواڼی دی ،چه هنداڼی ئی پخوا د زیات شهرت درلونکی وی ،او د لالپوری نکریزی له ډیر پخوانیو پیړو راهسی په منطقه(جنوبی اسیا،مرکزی اسیا او فارس)کښی د ښه کیفت او خاص شهرت لرونکی وی .

روغتیا چارې

د لالپوری خلک د روغتیایی کلنیکونو د سخت کمبود سره مخامخ دی،تل خپل ناروغان یا جلال آباداو یا پیښور ته د علاج او درملنی لپاره وړی،چه ددی ستونځو گالل لالپووالو ته د زغم وړ ندی . د لالپوری ولسوالې پخوا تر خپل حاکمیت لاندی ۱۶ کلې درلودل خو هغه کلی او بانډی چه د ۱۸۹۳ کال راپدی خوا د لالپوری تر حاکمیت لاندی نه ؤ او د ډیورند کرښی را پدی خوا پراته دی ،چه عبارت دی له ( آټا ،فتخ مینه، رامتی(رحمتی) چوڼۍ ،خرکنۍ ،خویزو کلی، مړ تنگی، ساورۍ، سمسۍ، ،،بریا دره.(برادره) څخه، چه د ۲۰۰۲ میلادی راپدی کله چه د امریکا د متحده ایالاتو نظامی ټولگی د ډیورند پر کرښه ځای پر ځای شو نو پورته کلی او بانډی د لالپوری ولسوالۍ پوری وتړل شوی .که چیری ( د کوم کلی او بانډی نوم راڅخه زیات یا کم شوی وی لطفأ ئی را اصلاح کړۍ).

د لالپوری د ولسوالی دخلکو ستونځی د کابل،کنړ د سیند پر سر د پُل له جوړیدو سره تر یو بریده راکمی شوی دی،لالپوره د طورخم د ترانزیټی بندر ترڅنگ یو د لیږد رالیږد ښه او مؤثر بندر گڼل کیدای شی،هغه تجارتی مالونه چه افغانستان ئی له بهرنی هیوادونو څخه را واردوی او هغه توکی چه د افغانانو له ضرورت څخه زیات وی د تجار لخوا له همدی لاری پاکستان ته په قاچاقی توگه لیږدول کیږی او یا هغه خوراکی توکی چه به پاکستان ورته د طورخم د بندر له لاری اجازه نه ورکوله، تل به د لالپوری له لاری افغانستان ته راتلل او د لالپور د خلکو لپاره د کار او مزدورۍ ښه زمینه برابره وله، د دوکتور نجیب الله د دولت له سقوط سره سم چه کابل او ځینی نورو ولایاتو کی خپل منځی جگړی ونښتی او بی امنیتی زیاته شوه ټول افغان کډوال چه د جگړو له کبله به بی ځای کیدو ته اړ ایستل کیدل او د طورخم د بندر له لاری به ورته د پاکستان د حکومت او ملیشو له خوا اجازه نه ورکیدله له همدی لاری به په بریا دری(برادره)،گندآب اوبیا پیښور ته تلل راتلل .

وگړشمېرنه

دلالپوری د ولسوالۍ د نفوسو شمیر د ملگرو ملتو د سروی او څیړنی له مخی په ۲۰۰۲ میلادی کال کی (۳۴۵۱۶)تنه اټکل شویدی،چه لدی جملی څخه ۱۳۸۰۰ تنه له (۱۲)کالو څخه د ټیت عمر ماشومان دی، «د لیکونکی په باور پرته دپورته ذکر شوی نفوس له جملی څخه د ۲۰-۲۵ ٪ فیصد پوری د لالپوری اوسیدونکی چه تقریبأ ۸۶۲۹ تنو ته رسیږی یا د افغانستان په مختلفو ولایتو کی ژوند کوی او یا د پاکستان ،عربی ،اروپا ،امریکا متحده ایالاتو،استرالیا او کاناډا هیوادونو استوگن او میشت دی.»

ټولنیز او سیاسي رول

د لالپوری ولسوالۍ له ډېرو پخوا زمانو راهسی بیا تر ننه مهم اجتماعي ،علمي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او دعلمی،سیاسی او سوق الجیشی اهمیت له پلوه د ننگرهار ولایت له مهمو سیمو څخه شمیرل کیږی.

د لالپوری مشرانو د تاریخ په اوږدو کښی د پخوانیو پادشاهانو سره تل د دوستۍ او خپلوۍ اړیکی درلودی او د بهرنیو یرغلگرو په مقابل کی تل صد او سپر ؤ،او په دولتی دستگاه کښی جگ پوړو چار واکی پاتی شوی ، د خپلوۍ د اړیکی یو مثال ئی چه امير شير على خان د سعادت خان لالپوری د لور قمرجانې سره واده ئی کړې وو چې د ميوند مشهور فاتح غازي ايوب خان او امیر محمد یعقوب خان ئی د همدی مومندې ښځې زامن وو، د لالپوری ولسوالۍ د اعلیحضرت محمد ظاهر د پادشاهی په زمانه کښی علاقه داری شوه چه د مهمندری په ولسوالۍ پوری تړلی وه د علاقداری څخه مخکی دا د ولسوالۍ اوسنۍ قلا یا ځایږی د (جسر) په نامه یادیده چه ددولت نماینده گی وه. جسر frown emoticon جسر پلُونو ته ویل کیږی ).

ښوونیز بهیر

په لالپوره کښی د لمړی ځل لپاره کلیوالی (دهاتی ښوونځی ) چه تر دریم ټولگی پوری ؤ له نن څخه ۶۳ پخوا(۱۳۳۰ لمریز)کال د لوی باغ د کجوری په جماعت کښی پرانستل شو،چه لمړنی استاد بزرگ استاد ئی د کجوری د جماعت ملا امام ؤ تر هغه وروسته حمیدالله خان چه د غنی خیلو د بشپلاق ؤ د دی کلیوالی ښوونځی رسمی معلم مقرر او وټاکل شوه چه ډیر حلیم ،مهربانه او خوش اوازه استاد ؤ ، ددی کلیوالی ښوونځی لمړنی فارغین محمد نوروز د محمد جاجی صاجب زوی ،حاجی برات گل،حاجی گل ماجان دسالم حاجی صاحب زوی ،زمان جان د اضغر خان ځوی مولانا عبدالله جان د قاضی سید کمال خان ځوی او داسی نور ؤ څوکاله وروسته فضل اکبر خان د قاضی شکرالله جان زوی ددی دهاتی مکتب معلم شو،فضل اکبر خوش ټیپه ،لایق ،جراراو قریح شخصیت ؤ د ده څخه وروسته مولوی عبدالودود خان چه ډیر عالم فاضل او مهربانه شخصیت ؤ ددی ښوونځی معلم وټاکل شو ،چه څو کاله وروسته د لالپوری دهاتی مکتب (۱۳۴۲ لمریز کال) کښی ابتدایه ښوونځی ته لوړ کړی شو چه (زه لیکونکی ئی د لمړنی شاگردانو څخه یم) د شیر آباد د ابتدائیه ښوونځی په نوم یاد شوه او د قاضی جماعت ته نقل مکان شو ، چه زرجان «صیاد» ئی لمړنی سر معلم ،عصمت الله خان ،مولوی عبدالودود ،فضل اکبر خان او ناظم استاد د قاضی شکرالله زوم ئی يی لمړنی معلیمان او استادان ؤ، بیا یوکال وروسته د څو میاشتو لپاره د سر بند کلی د شیر آباد کلا ته انتقال شو، په هغی وخت کښی د شیر آباد کلا کی کوټی او برنډی وی چه شاگردان به د لمر او باران څخه پناه ؤ ،خو د دووعلتونو له مخی دا ښوونځی بیرته د لالپوری د قاضی جماعت (مسجد) ته انتقال شو،یو دا چه زیات شاگردان د لالپوری ؤ د سربند او ډکی د کلو د شاگردانو شمیر د گوتو په شمار ؤ او دوهم دا چه په دی کال د سیند د اوبو سطحه دومر جگه شوی وه چه لالپوروالو ورته(نیز) وایه ، چه نیز راغلی د سیند د اوبو سطحه دومره لوړه شوی وه چه د سیند څپی د کلی په کوڅو کښی تر خوړ جماعته رسیدی ، ددی (دهاتی ښوونځی) د مخه د لالپوری خلکو د کورنی استادانو څخه په خصوصی توگه زده کړی کولی چه د یو شمیر استادانو نومونه دا دی :- دا استادان چه د کلی متنفیذین ،عالم او فاضل شخصیتونه ؤ،خدای بخښلی هر یو فضل احمد خان د قاضی سید کمال خان پلار او د وکیل سعدالله خان «کمالی » نیکه، محمد ولی خان د حاجی میزرا تاج محمد خان او والی عبدالمالک خان «لالپوروال» پلار، قاضی سیدکمال خان،وکیل حسین جان د ملک امین الله خان او مامور محمد سرور خان پلار، سناتور مولوی محمد عمر خان «بلبل افغان» ،محمد ناصر خان«لالپوری» د محمد ظفرخان ځوی او د محمد اکبر خان لمسی سیاسی شخصیت د افغانستان د ویښ ځلمیانو د نهضت غړی ، قاضی شکورالله جان، دوست محمد خان د حاکم غلام حسین خان پلار او د لطف جان جان نیکه،بزرگ استاد د کجوری د جماعت ملا امام کوت اولدار استاد او نور ؤ.

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537204 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053286  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Nangarhar%20PDP%20Provincial%20profile.pdf