د فراه کلا
د فراه قلعه ( پښتو د فراه ارګ، دری ارگ فراه ) د الکساندر کلا او په سیمه کي د شهر فریدون په نوم هم پیژندل کیږي د افغانستان په سوېل لویدیځ فراه ولایت کي یوه پخونۍ کلا ده. د تاریخونو پر اساس کله چي لوی سکندر په لرغوني افغانستان باندي برید وکړ دا ځای په ډرینګیانا پېژندل کېده، چي وروسته یې پلازمینه فرادا د اکتوبر په 330 مخکي تر میلاد کي بدله سوه. یاده سیمه اوس د فراه په نوم پېژندل کیږي.
د فراه کلا د فراه ښار په څنډه کي پرته ده. د کلا دېوالونه 50 فوټه لوړ دي او داخلي برخه یې ډېره پراخه جوړه سوې ده.