د فرانسې لومړی فرانسوا

لومړی فرانسو یا لومړی فرانسېس (زوکړه: د ۱۴۹۴ زکال د سپټمبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۵۴۷ زکال د مارچ ۳۱ مه) له ۱۵۱۵ زکال څخه په ۱۵۴۷ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د فرانسې پاچا و. نوموړی د انګولم د کنټ چارلز او د ساوي د لوئیز زوی و چې یوځل د خپل تره زوی او بیاځلي د خپل بې زویه خصر دوولسم لویي ځای ناستی شو.

د فرانسې لومړی فرانسوا
د فرانسې لومړی فرانسوا

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۲ سپټمبر ۱۴۹۴[۱]
مړینه 31 مارچ 1547 (53 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل ناروغي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
د فرانسې لومړی فرانسوا

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فرانسوا د هنرونو پام وړ ملاتړی و او د لیوناردو داوینچي په ګډون یې د ایټالوي هنرمندانو په جذبولو سره د فرانسوي نوي رامنځته شوي رنسانس ترویج ته کار وکړ او له لیوناردو څخه یې د مونالیزا انځور هم خپل کړ. د فرانسوا سلطنت د فرانسې د مرکزي ځواک د ودې، پراخې انسان پالنې او پروتستانت پالنې او په نوې نړۍ کې د فرانسوي اکتشافاتو پر مټ د پراخو کلتوري بدلونونو شاهد و. ژاک کارتیه او نورو د فرانسې لپاره په امریکا کې په ډېرو ځمکو ادعا وکړه او د فرانسې لومړۍ استعماري سترواکۍ ته یې لار هواره کړه.

د فرانسوي ژبې د ترویج او پراختیا په برخه کې د رول لرلو له امله نوموړی د فرانسوي ژبې د پلار او بېرته را ژوندي کوونکي (le Père et Restaurateur des Lettres) په توګه پېژندل کېږي. نوموړی د خپل لوی سیال، سترواک پنځم چارلز پر وړاندې چې د هسپانیا پاچا هم و په جګړو کې د شخصي ونډې اخیستو له امله د لوی دماغ لرونکي فرانسوا (François au Grand Nez)، ګرانډ کولاز (Grand Colas) او روی – شوالیه (Roi-Chevalier؛ مبارز پاچا) په توګه پیژندل کېږي. [۲]

فرانسوا د خپلو مخکښانو له پالیسیو څخه په پیروي له ایټالیا سره جګړو ته دوام ورکړ. د بورګوندي هالنډ او د هسپانیا د تاج او تخت د ځای ناستوب او همدارنګه د روم د مقدسې سترواکۍ په ټاکنو کې د پنځم چارلز بریا په دې معنا وه چې فرانسه له جغرافیايي پلوه د هابسبورګ سلطنت له خوا چاپېره شوې وه. د دغې سترواکۍ د واکمنۍ له اغېزو څخه د خلاصون په موخه فرانسوا هڅه وکړه د سرو زرو د جامو په ډګر (Field of the Cloth of Gold) کې د انګلستان د اتم هنري ملاتړ خپل کړي. خو په دغه برخه کې له ناکامۍ وروسته هغه له مسلمان واکمن سلطان سلیمان سره د فرانسې – عثمانیانو اتحاد رامنځته کړ چې هغه مهال د یو عیسوي پاچا له خوا دغه ډول ګام بحث پارونکی و.  [۳][۴]

له نوې نړۍ او آسیا سره اړیکې

سمول

فرانسوا په کلکه سره د پاپي اترني رېجس احکامو (papal bull Aeterni regis) څخه ستړی شوی و؛ د ۱۴۸۱ زکال په جون میاشت کې په افریقا او هند باندې د پرتګال واکمني د پاپ څلورم سیکستوس له خوا تائید شوه. دیارلس کاله وروسته د ۱۴۹۴ زکال د جون په اوومه پرتګال او د کاستیا تاج د تورډسیلاس هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې نوې کشف شوې سیمې د دواړو لاسلیک کوونکو ترمنځ ویشل کېدلې. دغه ټولو چارو پاچا فرانسوا وپاروه او څرګنده یې کړه «لمر چې څه ډول نورو ته ځلېږي ماته هم ځلېږي. زه به ډېر خوشاله شم چې د آدم د وصیت هغه برخه ووینم چې له مخې یې زه په نړۍ کې له ونډې محروم کېږم». [۵]

لومړي فرانسوا د پنځم چارلز تر واکمنۍ لاندې د هابسبورګ سترواکۍ د واکونو د متعادل کولو په موخه چې په ځانګړې توګه یې د هسپانیا د تاج له مخې په نوې نړۍ لرل، هڅه یې وکړه له نوې نړۍ او آسیا سره اړیکو ته پراختیا ورکړي. هغه امریکا لویې وچې او لرې ختیځ ته بېړۍ ولېږلې او د عثماني سترواکۍ سره یې نږدې اړیکې رامنځته کړې چې د دغې اړیکو پر بنسټ یې په مدیترانه کې د فرانسې سوداګریزو چارو ته پراختیا ورکړه او همدارنګه یې ستراتیژیک پوځي اتحاد هم رامنځته کړ.

د لو آور په نامه بندري ښار په ۱۵۱۷ زکال کې د فرانسوا د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې تاسیس شو. د اونفلور او هارفلور لرغونو بندرونو پر ځای چې موثریت یې د خټین کېدو له امله راکم شوی و د نویو بندرونو جوړېدو ته شدیدې اړتیا شتون درلود. لو آور په پیل کې د بنسټ اېښودونکي پاچا له نامه څخه په ګټنې د فرانسواپولیس په نوم ونومول شول خو دغه نوم د راتلونکو واکمنیو پر مهال بدلون وکړ.

امریکا

سمول

په ۱۵۲۴ زکال کې فرانسوا د لیون ښار وګړو ته د هغه سفر د مالي لګښتونو په تامین کولو کې مرسته وکړه چې شمالي امریکا ته یې د جوواني دا وراتزانو په اکتشافي سفر کې ونډه لرله. وراتزانو په دغه سفر کې د اوسني نیویارک ښار سیمه وکتله او په هغو یې نوم نیوانګولم کېښود او ادعا یې وکړه چې نیوفونډلنډ د فرانسې د سلطنت برخه کېږي. د ۱۵۲۴ زکال د جولای په اتمه فرانسوا ته د وراتزانو لیک د سېلېرې کوډېکس (Cèllere Codex) په نوم یادېږي. [۶]

په ۱۵۳۱ زکال اډمیرال برټراند دورنسان هڅه وکړه څو د برازیل په پرنامبوکو کې یو فرانسوي تجارتي مرکز جوړ کړي. [۷]

په ۱۵۳۴ زکال کې فرانسوا، ژاک کارتیه ولېږه څو په کیوبیک کې د سنټ لاورنس سیند په اوږدو کې اکتشافي سفر ترسره کړي او «داسې جزایر او ځمکې پیدا کړي چې ویل کېږي په زیاته کچه سره زر او نورې شتمنۍ کېدای شي هلته شتون ولري». په ۱۵۴۱ زکال کې فرانسوا، ژان فرانسوا دو روبروال کاناډا ته د استوګنې کولو په موخه ولېږه څو د دوی پر خپل باور «سپیڅلو کاتولیک باورونو» ته پراختیا ورکړي. [۸]

د آسیا لرې ختیځ

سمول

د آسیا له ختیځ سره د فرانسې سوداګري د لومړي فرانسوا د واکمنۍ پر مهال د بېړۍ لرونکي ژان انګو په مرسته پیل شوه. د ۱۵۲۷ زکال په جولای میاشت کې پرتګالي جواو دي باروس ثبت کړې چې فرانسوي نورمن سوداګریزه بېړۍ له روئن ښار څخه هندي ډایو ښار ته ورسېده. په ۱۵۲۹ زکال کې ژان پارمنتیه د سکارا (Sacre) او پینسي (Pensée) پر مټ سوماترا ته ورسېد. له راګرځېدو وروسته دغه کاشف د ډیپ نقشې (Dieppe maps) په پراختیا کار وکړ چې د ډیپ د نقشې په برخه کې یې د نورو نقشه جوړونکو لکه د ژان روتز پر چارو اغېز درلود. [۹][۱۰][۱۱]

عثماني سترواکي

سمول

د لومړي فرانسوا د واکمنۍ پر مهال، فرانسه لومړنی اروپايي هېواد و چې له عثماني سترواکۍ سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې او کالج دو فرانس کې یې د جیوم پوسټل (Guillaume Postel) تر لارښوونې لاندې د عربي ژبې د زده کړې څانګه جوړه کړه. [۱۲]

د اروپايي دیپلماسي د عطف نقطې پر مهال فرانسوا له عثماني سترواکۍ سره هوکړې ته ورسېد او د دوی اړیکې په فرانسوي – عثماني اتحاد واوښتې. د فرانسوا موخه د هابسبورګ لړۍ پر وړاندې د متحد موندل و. د فرانسوا بهانه هم په عثماني قلمرو کې له عیسویانو ملاتړ و. دغه اتحاد د یوې عیسوي سترواکې او یوې مسلمانۍ سترواکۍ ترمنځ د «لومړني غیر ایډیالوژیک دیپلماتیک اتحاد» په توګه پېژندل کېده. ورته مهال دغه اتحاد په عیسوي نړۍ کې بشپړه رسوايي رامنځته کړه چې د «بې شرمانه» یا «د [فرانسوي] لیلي او [عثماني] سپوږمۍ» د اتحاد په نوم یادول کېده. خو له دې امله چې دغه اتحاد د دواړو لورو عیني ګټې خوندي کولې، کلونه یې دوام وکړ. دغه دوه قدرتونو د پنځم چارلز پر وړاندې توطئه وکړه او آن د نیس د محاصرې په ګډ سمندریز برید کې یې د یو بل ملاتړ وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۵۳۳ زکال کې لومړي فرانسوا ډګرمن پیر دو پیتون مراکش ته د سفیر په توګه ولېږه او په دې سره یې د فرانسې او مراکش ترمنځ رسمي اړیکې جوړې کړې. د فاس وطاسي واکمن احمد بن محمد د ۱۵۳۳ زکال د اګست په ۱۳ مه فرانسوا ته لیک ولیکه؛ په دغه لیک کې یې د فرانسې له وړاندیزونو هرکلی وکړ او فرانسوي بېړیو ته یې د سوداګرۍ په اجازې ورکولو سربېره د فرانسوي سوداګرو د خوندیتوب ژمنه وکړه. [۱۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118534947 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Knecht, R.J. Francis I, (Cambridge University Press, 1984), 1–2.
  3. Knecht, R.J. Francis I, 77–78.
  4. Knecht, R.J. Francis I, 224–225, 230.
  5. Lacoursière, Jacques (2005). Canada Quebec 1534–2000. Québec: Septentrion. p. 28. ISBN 978-2894481868.
  6. * Destombes, M. (1954). "Nautical Charts Attributed to Verrazano (1525–1528)". Imago Mundi. 11: 57–66. doi:10.1080/03085695408592059. OCLC 1752690.
  7. Knecht, R.J. Francis I, (Cambridge University Press, 1982), 375.
  8. Knecht, R.J. Francis I, 333.
  9. Benians, Ernest Alfred; Newton, Arthur Percival; Rose, John Holland (1940). The English history of the British Empire. p. 61. نه اخيستل شوی 2012-08-23.
  10. Oaten, Edward Farley (1991). European travellers in India. p. 123. ISBN 9788120607101. نه اخيستل شوی 2012-08-23.
  11. Quinn, David B. (1990). Explorers and colonies: America, 1500–1625, p. 57. ISBN 9781852850241. نه اخيستل شوی 2012-08-23.
  12. Eastern wisdom and learning: the study of Arabic in seventeenth-century ... by G. J. Toomer pp. 26–27
  13. Miller, William (January 4, 1923). "The Ottoman Empire and its successors, 1801-1922. Being a rev. and enl. ed. of The Ottoman Empire, 1801-1913". Cambridge [Eng.] : The University Press – via Internet Archive.
  14. Kann, Robert A. (1980). Kann. p. 62. ISBN 9780520042063. نه اخيستل شوی 2012-08-23.
  15. Miller, p. 2
  16. Merriman, Roger Bigelow (2007). Merriman, p. 133. ISBN 9781406772722. نه اخيستل شوی 2012-08-23.
  17. "Francois I, hoping that Morocco would open up to France as easily as Mexico had to Spain, sent a commission, half commercial and half diplomatic, which he confided to one Pierre de Piton. The story of his mission is not without interest" in The conquest of Morocco by Cecil Vivian Usborne, S. Paul & co. ltd., 1936, p. 33.