د فرانسې درېیم هانري

درېیم هانري (۱۹ سپټمبر ۱۵۵۱ – ۲ اګست ۱۵۸۹ زکال) له ۱۵۷۴ زکال څخه په ۱۵۸۹ زکال کې د هغه د ترور تر مهاله د فرانسې پاچا او همدارنګه له ۱۵۷۳ زکال څخه تر ۱۵۷۵ زکال پورې د پولنډ پاچا او د لیتوانیا مشر دوک و.

د فرانسې درېیم هانري
(فرانسیسی: Henri III de Valois د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فرانسې درېیم هانري
د فرانسې درېیم هانري

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ سپټمبر ۱۵۵۱[۱]
مړینه 2 اگسټ 1589 (38 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] او 2 اگسټ کال 1589 (37–38 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور کترینا دو مېدیچي [۱۴]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
لاسليک
د فرانسې درېیم هانري
د فرانسې درېیم هانري

د فرانسې د دویم هنري د څلورم زوی په توګه دا تمه نه کېدله چې نوموړي ته دې د فرانسې سلطنت په میراث پاتې شي؛ له همدې امله د پولنډ – لیتوانیا د مشترک المنافع هېوادونو د خالي سلطنت لپاره تر ټولو غوره نوماند و؛ چې بیا په ۱۵۷۳ زکال کې د هغو د پاچا په توګه وټاکل شو. په دغه ځایګي کې هغه د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال د هنریکان اصولو په لاسلیک کولو سره دغو اصولو ته قانوني بڼه ورکړه او له مخې یې پولنډي اشرافو دا حق ترلاسه کړ په آزادنه توګه خپل پاچا وټاکي. هانري ته د خپل ورور نهم چارلز له مړینې وروسته چې له کوم لامل پرته ومړ؛ د ۲۲ کلنۍ په عمر د فرانسې سلطنت په میراث پاتې شو او پولنډ یې پرېښود.

دغه مهال فرانسه په مذهبي جګړو کې ښکېل وه؛ له همدې امله د هغو سیاسي تاوتریخوالي کوونکو ډلو له خوا چې بهرنیو قدرتونو یې ملاتړ کاوه د هانري واکمني کمزورې شوه. درېیم هانري چې خپله یو سیاستوال و استدلال یې دا و چې د مذهبي آسانتیاو لرونکې قوي پاچاهي کولای شي فرانسه له پاشل کېدو وژغوري.

د هانري د کوچني ورور فرانسیس چې د انژو دوک و؛ د مړینې له خبر خپرېدو وروسته څرګنده شوه چې هانري وارث نه لري، همدا و چې مذهبي جګړې، د ځای ناستوب په کړکېچ واوښتې چې د دریو هنري د جګړو په توګه پېژندل کېږي. د درېیم هنري قانوني وارث د ناوار پاچا درېیم هنري و چې د هغه تربور کېده او پروتستانت و. د ګیز د دوک لومړي هنري په مشرۍ کاتولیک ډلې بیا هڅه کوله پروتستانتان له ځای ناستوب څخه لرې او پر ځای یې د بوربون له کاردینال، چارلز څخه چې کاتولیک و د درېیم هنري د ځای ناستي په توګه دفاع کوله.

په ۱۵۸۹ زکال کې سخت دریځي کاتولیک ژاک کلیمینټ درېیم هنري وواژه. د هغه ځای د ناوار پاچا وروسته له هغه ونیو چې کاتولیک شو او د څلورم هنري په توګه د فرانسې سلطنت ته ورسېد؛ په دې سره نوموړې له بوربون کورنۍ څخه لومړنی فرانسوي پاچا شو.

په فرانسه کې واکمني (۱۵۷۵-۱۵۸۹ زکال) سمول

هنري ته د ۱۵۷۵ زکال د فبروري په ۱۳مه د ریمز په لویه کلیسا کې د فرانسې د پاچاهۍ تاج ور په سر شو. په داسې حال کې چې تمه کېدله له ۲۱ کلنې لوئیز لورن څخه چې د ۱۵۷۵ زکال د فبروري په ۱۴ مه یې ورسره واده وکړ؛ وارث ومومي خو د هغوی کوم ماشوم وه نه زېږېد.[۱۵]

په ۱۵۷۶ زکال کې هنري د Beaulieu فرمان لاسلیک کړ چې هوګونویانو ته یې ډېر امتیازات ورکول. د هغه دغه چاره د دې لامل وګرځېده چې د ګیز له دوک او کاتولیک فعال سره کاتولیک ډله جوړله کړي. له ګڼ شمېر غبرګونونو او خبرو اترو وروسته، هنري اړ شو څو ډېری هغه امتیازات چې په دغه فرمان کې پروتستانتانو ته ورکړل شوي و، لغو کړي.

په ۱۵۸۴ زکال کې د پاچا کوچنی ورور او د هغه احتمالي وارث، فرانسیس چې د آنژو دوک و؛ ومړ. د سالیک قانون له مخې د هغه د تاج او تخت راتلونکی وارث د ناوار پروتستانت هنري و چې د نهم لوئي (سنټ لوئي) لمسی و. د ګیز د دوک د فشار له امله درېیم هنري فرمان صادر کړ چې پروتستانېزم وځپل شي او د ناوار د هنري د وراثت حق یې لغو کړ.

هنري چې د دوک له ښکاره ګستاخانه سرغړونو څخه ستړی شوی و؛ د ۱۵۸۸ زکال په مۍ میاشت کې یې د کودتا هڅه وکړه او د سویس شاهي ځواکونه یې څو ګاونډیو سیمو ته ولېږل. دغې چارې د تمې پر خلاف اغېز وکړ او د باریکاډانو په ورځ یې د هنري پر ضد او د دوک په ګټه وګړي راوپارول. درېیم هنري له ښاره وتښتېد او وروسته د پاریس په پارلمان کې د ملاتړ په لټه کې شو چې بیا یې په ټوله فرانسه کې د خپلې مخکې جوړ کړې ډلې پر ضد تشکیلات پیاوړي کړل.[۱۶]

په اوړي کې د هسپانوي ارمادا سمندریزو ځواکونو ماته د دې لامل وګرځېده چې له کاتولیک ډلې څخه د هسپانیا د ملاتړ اړوند د پاچا وېره راکمه شي. په دې بنسټ یې د ۱۵۸۸ زکال د ډسمبر په ۲۳ مه شاتوی سلطنتي بلوا (شاتوی ماڼۍ) ته په جرګه کې د ګډون په موخه د ګیز دوک را وباله، هلته ورته د دوک ورور دویم دوک چې د ګیز کاردینال و له وړاندې په تمه و. دوک ته وویل شول چې پاچا غواړي د خپلې خوب د خونې څنګ ته په خصوصي کوټه هغه ویني. همالته و چې سلطنتي ساتونکو لومړی دوک او بیا یې کاردینال وواژه. پاچا د دې په موخه چې ټول وپوهېږي چې د فرانسې د تاج او تخت هېڅ سیال آزاد نه دی څو د هغو پر وړاندې اقدام وکړي؛ د دوک زوی یې بند ته واچوه. د ګیز دوک په فرانسه کې ډېر محبوبیت درلود له همدې امله د هغه د وژلو له امله وګړو له هانري سره مخالفت وکړ. پارلمان د پاچا پر ضد جنايي تورونه تنظیم کړل او هغه مجبور شو له خپل پروتستانت وارث سره په ګډه له پوځ سره مل شي او انتقالي پارلمان (Parliament of Tours) جوړ کړي.[۱۷]

په ۱۵۸۹ زکال د هنري محبوبیت وروستۍ کچې ته ورسېد او دیني تبلیغ ګرو د هغه په ظالم بللو سره ورته د مرګ غوښتنه کوله. د پاریس وګړو د درباري افراط، د فساد زیاتوالي، لوړو مالیاتو او همدارنګه په ایټالوي پانګوالو باندې د اتکا له امله ورته سپکاوی کاوه. خو له دې سره هغه څه چې له امله یې د پاریس د وګړو ډېر بد ترې راتلل د هغه جنسي غوښتنې وې؛ په هغه مهال کې لواطت بدعت او ټولنیز انحراف ګڼل کېده.[۱۸]

بهرنۍ اړیکې سمول

د هنري د واکمنۍ پر مهال فرانسې د ګیوم بیرارډ په نامه یو کس د لومړي ځل لپاره په مراکش کې د قونسل په توګه وګماره. د هغه د ګمارنې غوښتنه مراکشي شاهزاده عبدالمالک کړې وه؛ ځکه بېرارډ چې یو حرفوي طبیب و؛ په قسطنطنیه کې د وبا پر مهال یې ورته درملنه کړې وه او شاهزاده غوښتل هغه له ځان سره په خدمت کې وساتي.[۱۹]

درېیم هنري د نوې نړۍ د ځمکو له پراختیا او اکتشاف سره لیوالتیا لرله. په ۱۵۸۸ زکال کې هغه د ژاک کارتیر وراره، ژاک نویل ته په فرانسه کې د کب نیونې، د وړیو د سوداګرۍ او د کانونو د ویستنې اجازه ورکړه.[۲۰]

ترور او خښول سمول

د ۱۵۸۹ زکال د اګست په لومړۍ نېټه درېیم هنري په سنټ کلوډ کې له خپلو پوځیانو سره پاتې شو او په پاریس باندې یې د برید چمتوالی نیو؛ همدغه مهال د ژاک کلیمنټ په نامه یو سخت دریځي دومنیکن ځوان راهب پاچا ته د مهمو اسنادو د سپارلو اجازه ترلاسه کړه. راهب یوه بنډل کاغذونه پاچا ته ورکړل او څرګنده یې کړه چې هغه یو ډېر مهم پیغام راوړی. پاچا خپل نوکر ته اشاره وکړه چې د خصوصي حریم د ساتلو په موخه پر شاه شي. کلیمنټ د پاچا غوږ ته ور نږدې شو او د هغه په خیټه یې چاقو ور داخل کړ. کلیمنټ بیا د پاچا د ساتونکو له خوا همالته ووژل شو.

په پیل کې د پاچا ټپ وژونکی نه ښکاره کېده، خو هغه خپلو ټولو افسرانو ته امر وکړ چې د مړینې په صورت کې هغوی د نوي پاچا په توګه د ناوار هانري ته وفادرا پاتې شي. د راتلونکې ورځې په سهار چې په پام کې وه هغه د پاریس د بیا نیولو په موخه جګړه پیل کړي، ومړ.

دغه خبر په ټول پوځ کې ګډوډي رامنځته کړه او ډېری یې ډیر ژر له منځه لاړل. په پاریس باندې احتمالي برید وځنډول شو. د ښار دننه د درېیم هنري د مړینې خبر درواغ ګڼل کېده؛ یو شمېر نورو بیا دغه ترور ته د خدای د کار په سترګه کتل.[۲۱]

درېیم هنري په سنټ دنیس کلیسا کې خښ کړای شو. هغه اولاد نه درلود؛ نوموړي د دویم هنري په زامنو کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی و چې پاچاهي ته ورسېد او همدارنګه د والوآ پاچایانو وروستی و. د ناوار درېیم هنري د څلورم هنري په توګه د هغه ځای ونیو او د بوربون کورنۍ لومړنی پاچا وګرځېد.

سرچينې سمول

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118773720 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118773720  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/21078 — subject named as: Henri III de France — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Henry-III-king-of-France-and-Poland — subject named as: Henry III — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10317.htm#i103163 — subject named as: Henri III, Roi de France — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/heinrich-heinrich-iii-20 — subject named as: Heinrich III. (Frankreich) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I4018 — subject named as: Henry III [House of Capet; Valois-Angoulême] — سرليک: Kindred Britain
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0024101.xml — subject named as: Enric III de França — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. Internetowy Polski Słownik Biograficzny ID: https://www.ipsb.nina.gov.pl/a/biografia/henryk-iii-walezy-krol-wiesz — subject named as: Henryk III Walezy
  10. genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00003805&tree=LEO — subject named as: Henri III — دوتنه: Leo van de Pas
  11. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26029 — subject named as: Henrik III. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=25013 — subject named as: Henrik III. (francuski kralj) — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. subject named as: Henri III — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=17085
  14. سرليک: Kindred Britain
  15. George 1875، ص. table XXX.
  16. Jones, Colin (2011). Paris: A Biography of a City. Penguin. د کتاب پاڼي 147–148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jones, Colin (2011). Paris: A Biography of a City. Penguin. د کتاب پاڼي 147–148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jones, Colin (2006). Paris: A Briography of a City. Penguin. د کتاب پاڼي 143–145. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Garcés, María Antonia (2005). Cervantes in Algiers: a captive's tale'&#39. د کتاب پاڼې 277 note 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826514707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "King of France from 1574 to 1589". Parliament of Canada. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Knecht 2016، ص. 306-307.