عربو پاڅون

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني ترکانو د واکمنۍ پر ضد پاڅون
(له د عربو پاڅون نه مخ گرځېدلی)

د لومړۍ نړیوالې جګړې د منځني ختیځ په ډګر کې د عثماني سترواکۍ په وړاندې د عربي ځواکونو پوځي پاڅون د عربو بلوا (په عربي: الثورة العربية، al-Thawra al-‘Arabiyya؛ په ترکي: Arap İsyanı) یا د عربو ستره بلوا (په عربي: لثورة العربية الكبرى، al-Thawra al-‘Arabiyya al-Kubrá) بلل کېږي. د مکماهون-حسین د مکاتبې په بنسټ، د مکې شریف، حسین بن علي او د برتانیې حکومت ترمنځ د یو تړون له مخې د ۱۹۱۶ز کال د جون په لسمه نېټه یاد بغاوت رسماً په مکه کې پیل شو. د بلوا موخه له عثماني سترواکۍ څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د شام د حلب څخه د یمن تر عدن پورې د یوه متحد عربي حکومت رامنځته کول وو، چې برتانیې یې په رسمیت پېژندلو ژمنه کړې وه.

د شریف پوځ چې د عربو یا حجاز پوځ هم بلل کېږي د حسین او هاشمیانو په مشرۍ، مصر ته د برتانوي را لېږل شويو ځواکونو په پوځي ملاتړ، په بریا سره وجنګېد او د حجاز او اردن له ډېرو سیمو څخه یې عثماني پوځیان وویستل. بلوا کوونکو په پایله کې دمشق ونیوه او د حسین د یوه زوی، فیصل په مشرۍ یې د سوریې د عربي  شاهۍ چې یوه لنډ مهاله ټولواکي وه، بنسټ کېښود.

له سایکیس-پيکوټ تړون ( Sykes–Picot Agreement چې د عربو تر منځ د سایکس-بیکو په نامه مشهور دی) څخه وروسته، منځنی ختیځ د یو متحد عربي حکومت پرځای د برتانیې او فرانسې تر واک لاندي سیمو یا قیمومیت باندې ووېشل شو او برتانیې خپله هغه ژمنه چې، د یوه متحد خپلواک عربي حکومت څخه به ملاتړ کوي، پوره نه کړه.    

مخینه سمول

په عثماني سترواکۍ کې د ملتپالنې د راپورته کېدنې مخینه لږ تر لږه تر ۱۸۲۱ز کال پورې رسېږي. د عربي ملتپالنې رېښې مشرِق (د مصر ختیځ ته عربي خاورو) ته، په ځانګړې توګه د شام اړوندو هېوادونو ته رسېږي. له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې د عربي ملتپالانو سیاسي لور موندنه عموماً معتدله وه. د هغوی غوښتنو اصلاحي بڼه لرله او په عموم کې کورواکۍ، په زده کړو کې د عربي ژبي ډېرې کارونې او د ارامۍ په وخت کې په خپلو سیمو کې د عربي سرتېرو د خدمت کولو په تړاو د عثماني سترواکۍ په عسکري خدمت کې بدلون راوستلو ته محدودې وې.[۱]

د ترکي ځوانانو انقلاب د ۱۹۰۸ز کال د جولای په دریمه پیل شو او په چټکۍ سره په ټوله سترواکۍ کې خپور شو. په پایله کې یې، دویم سلطان عبدالحمید د ۱۸۷۶ز کال د اساسي قانون د بیا جوړونې یا اعادې اعلانولو او د عثماني پارلمان بیا تنظیمولو ته مجبور کړای شو. یاده دوره د دویم اساسي قانون د دورې به نامه مشهوره ده. د ۱۹۰۸ز کال په ټاکنو کې، د ځوانو ترکانو د اتحاد او ترقۍ کمېټه (CUP) د شهزاده صباح الدین په مشرۍ د لیبرالې اتحادیې په وړاندې برلاسې شوه. نوی پارلمان له ۱۴۲ ترکانو، ۶۰ عربو، ۲۵ البانیایانو، ۲۳ یونانیانو، ۱۲ ارمنیانو (د ۴ داشناکو او ۲ هنچاکو په ګډون)، ۵ یهودو، ۴ بلغاریایانو، درې صربیانو او یو ولاک څخه تشکیل شوی و.

د ځوانو ترکانو د اتحاد او ترقۍ کمیټې اوس په مرکزي کولو او عصري کولو ډېر ټینګار پیل کړ. [ سرچینې ته اړتیا لري] یاد غورځنګ د یو پیغام تلقین کاوه چې د اسلامي اتحاد، عثمانیزم او ترکی اتحاد مخلوط و، او د حالاتو مطابق تعدیل کېده. د ځوانو ترکانو د اتحاد او ترقۍ کمېټه، له زړه او رېښې څخه ترکي ملتپالان وو، چې غوښتل یې د عثماني سترواکۍ د چارو واګي د ترکانو په لاسونو کې وویني، چې دې امر عرب مشران راوپارول او دې ته یې چمتو کړل چې په ورته توګه د ملت پالنې له لید لوري فکر وکړي. د پارلمان عربو غړو د ۱۹۰۹ز کال د ځوابي کودتا ملاتړ وکړ، چې موخه یې د مشروط یا پارلماني نظام پای ته رسول او بیا ځلي د دویم عبدالحمید د مطلقه ټولواکۍ یا سلطنت رامنځته کول و. د واک له ګدۍ څنګ ته شوي سلطان هڅه وکړه تر څو د ځوانانو ترکانو د سیکولري سیاستونو د ختمولو له لارې، عثماني خلافت احیا کړي، خو د مارچ د ۳۱مې  پېښې په ترڅ کې، چې ځوانو ترکانو په کې ځوابي کودتا ته ماتې ورکړه، خلیفه سلانیک ته تبعید شو، په پای کې یې ورور پنځم محمد د هغه ځای ناستی شو.[۲]

په ۱۹۱۳ز کال کې، له ختیځ څخه روڼ اندو او سیاستوالو په پاریس کې د عربو په لومړنۍ کنګره کې سره ولیدل. دوی په عثماني سترواکۍ کې د لا ډېرې کورواکۍ او برابرۍ په پار په عربي خاوره کې په عربي ژبه د لومړنیو او منځنيو زده کړو فرصت برابرولو، د ارامۍ په وخت کې په عثماني پوځ کې عربو سرتېرو ته د دوی د کورنو ته څېرمه د خدمت کولو اجازه ورکولو او لږ تر لږه په عثماني کابینه کې د درې عربو وزیرانو ګومارلو په ګډون یو لړ غوښتنې چمتو کړې.[۳]  

ځواکونه سمول

اټکل کېږي چې په یاده بلوا کې د ښکېلو عربو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېرې وو. پر دې سربېره په دې شمېر کې احتمالاً یواځې هغه منظم عرب سرتېري شامل وو چې د سینا دښتې او فلسطین په عسکري عملیاتو کې مصر ته د ایډمونډ ایلنبي له را لېږل شوو ځواکونو سره په ګډه په منظمه توګه جنګېدلي وو، او هغه ځواکونه چې د ټي. اي. لارنس او فیصل تر لارښوني لاندې په نامنظمه توګه جنګېدلي وو په کې شامل نه دي. په یو لړ مواردو کې په ځانګړي ډول د سوریې په ورستیو عسکري عملیاتو کې، به دا شمېر په کافي اندازه زیاتېده. زیات شمېر عربانو په پاشلې توګه په بلوا کې ګډون وکړ، اکثرو به هغه وخت چې عملیات روان وو یا یوازې هغه وخت چې جنګ به د دوی ټاټوبي ته ننوت، په بلوا کې ګډون کاوه. د بېلګي په توګه، د عقبې د جګړې په اوږدو کې، په داسې حال چې د عربي ځواکونو شمېر په پیل کې یوازې څو سوه تنه و، له زرو تنو ډېر نور ځایي خلک په عقبه باندې د وروستۍ حملې په پار له دوی سره یو ځای شول. د فیصل د اغېزمنو ځواکونو اټکلونه له یو بل سره توپیر لري، خو لږ تر لږه د ۱۹۱۸ز کال په زیاتره موده کې یې شمېر ښایې ۳۰۰۰۰ تنو ته رسېده. [۴][۵]

هاشمي پوځ له دوه بېلابېلو ځواکونو جوړ شوی و، قبیلوي نامنظم ځواکونه چې د عثماني سترواکۍ سره یې چریکي جنګونه پرمخ بېول او شریفي پوځ، چې له عثماني عرب اسیرانو څخه تشکیل شوی و او په عمومي جګړو کې یې برخه اخیستله. هاشمي ځواکونو په لومړیو کې خورا لږ تجهیزات لرل، خو ټاکل شوې وه چې، وروسته به له برتانیې او فرانسې څخه ورته په کافي اندازه وسلې په ځانګړې ډول، ټوپکونه او ماشیندارې را ورسېږي. [۶][۷]

د بلوا په لومړیو ورځو کې، د فیصل د ځواکونو ډېری برخه بېدیانیو یا بانډه چیانو او نورو کوچي قبیلو جوړه کړې وه، چې یوازې خورا کمزوري متحدین وو او له ټولیزې موخې څخه زیات خپلو قبایلو ته وفادار وو. کوچیانو تر هغې جګړه نه کوله ترڅو چې به مخکې له مخکې د سرو زرو سکې ورکړل شوې نه وې او د ۱۹۱۶ز کال تر پایه فرانسې ۱.۲۵ ملیون فرانک سره زر د بلوا سره د مرستې په پار مصرف کړي وو. د ۱۹۱۸ز کال تر سپټمبر پورې برتانیې د بلوا سره په میاشت کې ۲۲۰۰۰۰ پونډه مالي مرسته کوله.  [۸][۹]

فیصل هیله من و چې له عثماني سترواکۍ سره عرب ځواکونه به بلوا کولو ته تیار او له ده سره به یو ځای شي، خو عثماني دولت خپل ډېر عرب پوځونه د جنګ لومړۍ لوېدیځې لیکې ته ولېږل او په دې بنسټ په حقیقت کې یوازې د ګوتو په شمېر تښتېدلي سرتېري د عسکري عملیاتو په وروستیو کې د عرب ځواکونو سره یوځای شول.[۱۰]

په حجاز کې د عثماني ځواکونو شمېر په ۱۹۱۷ز کال کې ۲۰۰۰۰ تنه و. د ۱۹۱۶ز کال په جون کې، د بلوا په پېل کې، د څلورم پوځ اووم نمبر لښکر په حجاز کې مستقر شو ترڅو د ډګرمن علي نجیب پاشا تر قیادت لاندې د پلي ځواک ۵۸ مه فرقه، د جنرال محمد جمال پاشا په مشرۍ لومړی مُرتبه قوه (په ترکي ژبه: Kuvvie- Mürettebe د لنډ مهاله ځواک په توګه) چې د حجاز د رېل پټلۍ د ساتنې مسئول و او د جنرال فخري پاشا تر امر لاندې حجاز ته را لېږل شوی کشفي ځواک (په ترکي: Hicaz Kuvve-i Seferiyesi) ورسره یوځای شي.[10]

سرچينې سمول

  1. Zeine N. Zeine (1973) The Emergence of Arab Nationalism (3rd ed.). Delmar, New York: Caravan Books Inc. کينډۍ:ISBN. pp. 60–61, 83–92.
  2. Zeine, pp. 79–82.
  3. Zeine, pp. 91–93.
  4. Murphy, p. 34.
  5. Murphy, pp. 20–21.
  6. Murphy, pp. 20–23.
  7. Murphy, pp. 21–22.
  8. Murphy, p. 21.
  9. Michael Korda, Hero: The Life and Legend of Lawrence of Arabia کينډۍ:ISBN, p. 19
  10. Murphy, p. 24.