د عدالت او پراختیا ګوند (ترکیه)

د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کي یو سیاسي ګوند دی چي ځان د محافظه کاره ډیموکراټ په توګه معرفي کوي. ځیني سرچینې دغه ګوند ته ملتپال، ټولنیز محافظه کار او د نوي عثمانيزم ملاتړ کوونکي نومونه هم کاروي. دا په معاصره ترکیه کي یو له دوو مهمو ګوندونو څخه دی چي د جمهوري غوښتونکي ګوند په توګه چاري مخ ته وړي.

د عدالت او پراختیا ګوند (ترکیه)
Adalet ve Kalkınma Partisi (تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وېب‌رنګ کوډ
FFCC00 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېبپاڼه
akparti.org.tr… (انګرېزي ژبه)
akparti.org.tr (تورکي ژبه)
akparti.org.tr… (عربي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړيکو شمېره
+90-312-204-5000[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

رجب طیب اردوغان په ۲۰۱۷ کال کي د یاد ګوند د کنګرې له پیل راهیسي د ګوند مشرتوب په غاړه لري. د عدالت او پراختیا ګوند د ترکیې په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند ګڼل کیږي، چي د ترکیې د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کي یې د ۴۲،۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له ۶۰۰ څوکیو څخه ۲۸۵ څوکۍ ترلاسه کړې. عدالت ګوند د ملتپال غورځنګ ګوند سره په ګډه یو جمهوري بڼه جوړه کړې ده، او عصمت یلماز یې اوسنئ پارلماني مشر دی.

عدالت ګوند په 2001 کي د ځینو ګوندونو لکه د فضیلت ګوند ، د وطن ګوند ، او د ریښتینې لارې ګوند د غړو لخوا رامنځ ته سو، او دا ګوند په ترکیه کي د خلکو له قوي ملاتړ څخه برخمن دی. ګوند خپل ځان د بازار پلوه اقتصاد لیبرال په توګه رامنځته کړ، او په اروپایي اتحادیه کې یې د ترکیې د غړیتوب ملاتړ هم وکړ. عدالت ګوند نارنجي د خپل اصلي رنګ په توګه غوره کړی دی. په نورو رنګونو کي د لوګو لپاره سپین، د بیرغ لپاره نیلي، او د شرکت ډیزاین لپاره نارنجي، سپین، نیلي او سور رنګونه شامل دي.

د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کي یوازینی ګوند دی چي د ترکیې په ټولو ولایتونو کي د پام وړ حضور لري.

  1. سرچينې تړی: https://www.yargitaycb.gov.tr/icerik/1095.