د طالبانو له خوا د میرزااولنګ ډله ییزه وژنه

د طالبانو په لاس د مېرزا اولنگ سیمې ډله ییزه وژنه د سرپول ولایت مرکز څخه ۲۰ کیلو مېټره لرې د مېرزا اولنگ سیمه کې ترسره شوه چې د ځایي خلکو په وینا د طالبانو دې ترهگریزه کړنه کې څه باندې ۶۰ تنه ځایي اوسېدونکي چې ښځینه، کوشنیان او بوډاگان په کې ول؛ لومړی له کلیو او بانډو راټول او بیا یې په ډېره بې رحمانه توگه په ډله ییزه توگه وژلي دي. د سرپل والي او نور چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې په لسګونو ملکیان وژلي دي. دا سیمه، چې د سرپل ولایت له مرکز سرپل ښار څخه ۲۰ کیلو متره لېرې ده، پرون /شنبه/ د طالبانو لاس ته ورغله. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې طالبانو په میرزا اولنګ سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ تنه وژلي دي. طالبانو د یو شمېر کسانو وژنه تاییدوي خووايي ملکیان نه دي. خو د سرپل والي ښاغلی وحدت ټینګار کوي چې وژل شوي کسان عام خلک دي او حتي د هغوی په منځ کې ماشومان هم شامل دي. ده د طالبانو لاس ته د میرزا اولنګ سیمې پر لوېدو هم اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې دا سیمه د صیاد ولسوالي او څو نورو سیمو امنیتي دروازه ګڼل کېږي. د سرپل والي وايي چې د طالبانو له حملې وروسته د میرزااولنګ د سیمې اکثره اوسېدونکي نورو سیمو په تېره بیا صیاد ولسوالي او سرپل ښار ته تښتېدلي دي. له سیمې څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د میرزااولنګ په سلوکې ۷۰ اوسېدونکي تښتېدلي او ډېری د تېښتې په مهال طالبانو ویشتي دي. طالبانو د تل په څېر د دا ډله ییزه وژنه هم رد کړې خو وايي چې د دې سیمې د نیولو په مهال دوی د ولسي پاڅون ۲۸ غړي وژلي دي.

==تړلې لیکنې صیاد ولسوالۍ طالبان