د دهلې بند
د دهلې بند – کندهار دا بند په ۱۹۵۰-۱۹۵۲ کلونو کې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی چې د هېواد دویم ستر بند هم بلل کېږي. کرنې او کندهار ښار ته د څښاک اوبه برابروي. د دهلې بند له خاورو جوړ شوی چې اصلي برخه یې ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. د دې تر څنګ ۶ کوچني بندونه په ۱۵-۲۵ لوړوالي د بند غربي اړخ ته هم جوړ شوي تر څو د اوبو سطح لوړه کړي. په دې ترتیب د بند ټول اوږدوالی ۲۰۴۰ مترو ته رسېږي. پرچاوه یې په کلکه ډبرینه برخه ډیزاین شوې چې اضافي اوبه لاندې خوا ته پرېږدي. د کرنې اوبه د بند له ټیټه برخې د دروازو په مرسته کنټرول کېږي.
بند په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي خو د ۷۰ کلونو په تېرېدو یې ۳۴٪ زېرمه له خاورو ډکه شوې. له همدې امله افغان حکومت غواړي بند ۱۰-۱۲ متره لوړ کړي تر څو د اوبو د زېرمې کچه یې لومړني حال ته ورسېږي. د دهلې بند اوبه په شاوخوا سیمه کې ۳۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي. له ۲۰۰۹-۲۰۱۲ کال پورې کاناډیانو په بند کې د ترسباتو د مخنیوي، آبګیر برج او پرچاوې د بیارغونې چارې پلې کړې. خو پلان دا دی چې د بند تر لوړولو وروسته ۳ توربینونه هم د برېښنا لپاره په کې نصب شي. چې د ډېرو اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ به ۲۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي. د بند د لوړولو قرارداد اوس په دولتي ادارو کې سرګردانه دی د هندوستان پایتخت دهلي سره د بند نوم د مشابهت له امله ځینې خلک فکر کوي چې دا بند هندوستان جوړ کړی چې دا صحیح نده.