د خپلواکۍ اتل
د خپلواکۍ اتل يا د خپلواکۍ ملي اتل هغه شخص دئ چي د هيواد د خپلواکۍ د خپلواکي ساتلو لپاره خپل ټول ژوند، مال، کورنۍ او هرڅه قرباني کولو ته ولاړ وي. دا مقام هرڅوک و هرچاته نسي ورکولای، او خپل ځان ته خو يي په هيڅ صورت نسي ورکولای. په افغانستان کې دا مقام يواځی د لويې جرګې، ولسي جرګې او ولسمشر لخوا ورکول کیدای سي. خو دا سرليک (مقام) د هرچا په نصیب کي نه وي. د مثال په توګه د افغانستان په تاریخ کې د ګوتو په شمار خلکو ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د خپلواکۍ اتلان
سمول- امير امان الله خان: (د افغانستان پاچا، او د افغانستان د آزادۍ بيرته اخيستونکی)
- مقام ورکونه: د قومي مشرانو، ولسي جرګې او نورو لخواه
- احمد شاه مسعود: ( د طالبانو مخالف وسله وال ګروپ مشر)
- مقام ورکونه: د ولسمشر حامد کرزي لخوا
- جنرال عبدالرازق اڅکزی: (د کندهار امنیه قومندان، د سويلي حوزې اپراتيفي مشر او د سپين بولدک د سرحدي ځواکونو قومندان)