د حراء غار
د حراء غار یا غار حراء د مکې ښار په ختیځ کي د 634 متره په لوړوالي باندي یو غار دی، چي له مسجد الحرام څخه څلور کیلومتره فاصله لري.
د اسلامي تاریخونو پر بنسټ غار حراء هغه ځای ګڼل کیږي چيري چي پر حضرت محمدﷺ لمړنۍ وحي نازلي سوې. یاد غار د جبل نور ( دنور غر ) په لوړه کي واقع دی چي پخپل ځان کي د پنځو کسانو د ځایولو ظرفیت لري.