د تمدن تاریخ
د تمدن تاریخ (1935-1975) د ویل او ایریل ډیورنټ لخوا (چي ښځه او خاوند کېدل) د 11 ټوکه کتابونو یوه ټولګه ده چي د عام لوستونکو لپاره د ختیځ او لویدیځ د تمدنونو کیسه یا تاریخ په ځان کي رانغاړي، او په ځانګړي ډول د اروپا (لویدیځ) تاریخ باندي په زیاته کچه پکښي تشرېح سوی دی.
د تمدن تاریخ
عمومي مالومات | |
---|---|
خپرولو نېټه | |
ټاټوبی هېواد |
جایزې |
|
---|
د کتابونو یاده لړۍ د څلورو لسیزو په اوږدو کي لیکل سوې ده.
د تمدن د تاریخ لومړي شپږ ټوکونه یوازي د ویل ډیورنټ اړوند دی، او ایریل یې یوازي د کتاب پېژندني برخه لیکلې ده. د لومړي ټوک په مخکتنه کي ډیورنټ یادونه کوي چي دا لړۍ په 5 ټوکونو کي جوړول غواړي، په داسي حال کي چي وروسته ډېره سول. [۲]
د تمدن د تاریخ د ټولو یوولسو جلدونو څخه یو جوړ سوی غږیږ کتاب د ټېپي کمپنۍ لخوا تولید سوی، او د الیګزانډر اډمز لخوا لوستل سوی دی. [۳]