د بون کنفرانس پرېکړه ليک

د ملگرو ملتونو د نظر لاندې د بن د کنفرانس د پريکړه ليک او ضميمو پوره متن

د دولت د دايمي موسساتو تر جوړښت پورې د افغانستان په اړوند د موقتي اقداماتو او احکامو موافقت ليک

د افغانستان په اړوند د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندې د خبرو برخه وال : د افغانستان په اړوند د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړي استازي په حضور کې، ژمنه کوي چې په افغانستان کې غمجن کړکيچ پاى ته ورسوي، ملي پخلاينه، تلپاتې سوله، ثبات ټينگ او په هيواد کې د بشري حقوقو درناوى وشي، بيا ټنگار کوي چې د افغانستان خپلواکي، ملي واکمنتوب او د خاورې بشپړتيا خوندي وساتل شي، د افغانستان د خلکو دغه مسلم حق مني چې په ازاده توگه خپل سياسي راتلونکې برخه ليک د اسلام، دموکراسۍ پلورليزم او ټولنيز عدالت د پرنسيپونو سره سم وټاکي، د دې قدردانيي کيږي چې د افغانستان مجاهدينو د کلونو په اوږدو کې د خپلواکئ، ملي واکمنتوب، د خاورې بشپړتيا او ملي يووالي څخه دفاع کړيده او د تروريزم، ظلم او زياتى په وړاندې يې په زړه پورې رول لوبولى او د دوئ قربانيو اوس هغوئ د جهاد، سولې او د خپل گران هيواد افغانستان د بيا ودانولو او آرامتيا اتلان گرځولي دي. پوهيږي چې په هيواد کې بې ثباته حالت دېته اړتيا لري چې موقت اضطراري تدبيرونه ونيول او عملي شي. د جلالتماب پروفيسور برهان الدين رباني د دغه چمتووالي قدردانى کوي چې قدرت هغې موقتې ادارې ته سپاري چې د دغه موافقتنامې په نتيجه کې منځ ته راځي، په دغه ضرورت ټينگار کوي چې په دغو موقتو تدبيرونو کې د افغانستان د اولس د ټولو پرگنو او د هغو ډلو چې د ملگرو ملتونو په اوسنيو خبرو کې يې نمايندگي نه ده شوې بشپړ استازيتوب باوري شي، په پام کې ساتي چې دغه موقت تدبيرونه د يو داسې پراخ بنسټه او نماينده حکومت په لور چې جنسي توپير په کې نه وي، په هغه کې د ټولو قومونو او د هغو ډلو بشپړ استازيتوب شوى وي او د ټاکلې مودې څخه زيات دوام ونه کړي لومړى گام بولي، دا مني چې وخت په کار دى تر څو نوى افغان امنيتي ځواک جوړ او وکړى شي خپلې دندې په پوره توگه ترسره کړي. په دغه موده کې بايد هغه امنيتي تدبيرونه چې د دغې موافقتنامې په لومړۍ ضميمه کې په گوته شوي پلي شي، دا مني چې ملگري ملتونه يوه پيژندلې شوې نړيواله بيطرفه موسسه ده او تر هغه چې په افغانستان کې تل پاتې موسسات منځ ته راځي خاص او مهم نقش ولوبوي، چې تفصيلات يې د دې موافقتنامې په دوهمه ضميمه کې په گوته شوي دي، په لاندې ډول موافقې ته رسيدلي دي:


موقته واکمني

اول – عمومي احکام

  • 1 - موقته واکمني د قدرت د رسمي انتقال سره سمه رامنځ ته کيږي، د قدرت د انتقال نيټه د 2001 ميلادي کال د ډسمبر 22 مه ټاکل شوې ده.
  • 2 - موقته واکمني به د يوې موقتې ادارې نه چې په سر کې يي يو رئيس دى، د اِضطراري لويې جرگې د رابللو د پاره د يوه ځانگړي خپلواک کميسيون، د افغانستان د سترې محکمې او نورو هغو محکمو چې د موقتې ادارې له خوا منځ ته راځي جوړوي. د موقتې ادارې او ځانگړي خپلواک کميسون جوړښت، دندې، او اجرايوي کاردودونه په دې موافقتنامه کې ځاى په ځاى شوي دي.

3 - موقته واکمني د قدرت د رسمي انتقال سره سم د افغانستان د ملي واکمنتوب تمثيل کوي. په دې اساس د موقتې مودې په اوږدو کې به موقته واکمني په بهرنيو اړيکو کې د افغانستان استازيتوب کوي؛ د ملگرو ملتونو په موسسه او د دغې موسسې او خاصو نمايندگيو کې د افغانستان څوکۍ اشغالوي. همدغه شان په نورو نړيوالو موسساتو او کنفرانسونو کې د افغانستان استازيتوب کوي. 4 - د موقتې واکمنۍ د جوړښت نه د شپږو مياشتو په موده کې به اضطراري لويه جرگه رابلل کيږي، چې د افغانستان د پخواني پاچا اعليحضرت محمدظاهرشاه له خوا به پرانستل شي. دا اضطراري لويه جرگه به د انتقالي واکمنۍ او د پراخ بنسټه ادارې په هکله پريکړه کوي. نوموړې اداره به تر هغه وخته پورې د افغانستان مشرتوب کوي تر څو يو بشپړ نماينده حکومت چې د ازادو او عادلانه انتخاباتو له مخې منځ ته راځي ، دغه انتخابات د اضطراري لويې جرگې د غونډيدو د نيټې څخه د دوو کالو په موده کې وشي. 5 - اضطراري لويه جرگه د انتقالي واکمنۍ د تاسيس سره سم موقته واکمني د منځه وړي. 6 - د انتقالي واکمنۍ د جوړښت نه د 18 مياشتو په اوږدو کې د اساسي قانون د تصويب له پاره لويه جرگه رابلل کيږي. دغه اساسي قانون به د افغانستان د راتلونکي حکومت چې د ملگرو ملتونو د څارنې لاندې عمومي انتخاباتو په نتيجه کې منځ ته راځي زمينه برابره کړي. د دې له پاره چې د پيشنهاد شوي اساسي قانون د تصويب له پاره د لويې جرگي سره مرسته شوي وي، انتقالي اداره د خپل تاسيس نه بايد د دوو مياشتو په اوږدو کې د ملگرو ملتونو په مرسته د اساسي قانون کميسون جوړ کړي.


دويم – قانوني چوکاټ او قضايي نظام

1 - لاندينئ چوکاټ په موقتي توگه تر هغه چې پورته ذکر شوى نوى اساسي قانون نافذ شي تطبيقيږي. الف : د 1343 لمريز (1964م) اساسي قانون ترهغه ځايه چې احکام يې د دې موافقتنامې د موادو سره په تضاد کې نه وي او د هغو برخو پرته چې د شاهي رژيم او د هغه وخت د اجرائيه او مقننه قواوو سره ارتباط پيدا کوي نور احکام يې د تطبيق وړ دي. ب : موجوده قوانين او مقررات تر هغه ځايه چې د دغې موافقتنامي او نړيوالو قانوني واجباتو د کومو چې افغانستان يې يو طرف وي او يا د 1343 کال د اساسي قانون د تطبيق وړ احکامو سره په تضاد کې نه وي د تطبيق وړ دي. موقته واکمني دا قدرت لري چې دغه قوانين او لايحي فسخ او تعديل کړي. 2 - د افغانستان قضايي قوه به مستقله وي. قضايي قوه د سترې محکمې او د هغو نورو محکمو څخه چې د موقتې ادارې له خوا جوړيږي تشکيله شوې ده. موقته اداره د ملگرو ملتونو په مرسته يو قضايي کميسون جوړوي چې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو، د نړيوالو حقوقي معيارونو او د داخلي حقوقي عنعناتو په نظر کې نيولو سره قضايي سيستم بيا فعال کړي.


دريم - موقته اداره

الف - ترکيب

1 - موقته اداره د يوه رئيس، پنځه مرستيالانو او 23 غړو څخه جوړه ده. د رئيس نه پرته هر غړى کولى شي چې د موقتې ادارې د يوې اداري څانگې مشر شي. 2 - د افغانستان په باره کې د ملگرو ملتونو د خبرو برخه والو د افغانستان د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه نه بلنه کړې چې د موقتې ادارې مشري په غاړه واخلي. اعليحضرت يادونه کړې چې غوره گڼي چې يو بل مناسب شخصيت چې د برخه والو د منلو وړ وي په دغه دنده وگومارل شي. 3 - د موقتې ادارې رئيس، مرستيالان او نور غړي به يې د هغو نومونو د لستونو څخه چې د ملگرو ملتونو په مذاکراتو کې د برخه والو له خوا ورکړل شوي دي په مربوطه څانگه کې د دوۍ د مسلکي تخصص، حيثيت، لياقت، کفايت او هم د افغانستان د قامي، جغرافيايي او مذهبي تناسب او د ښځو د مقام د اهميت په پام کې نيولو سره د ملگرو ملتونو د خبرو د برخه والو له خوا ټاکل شوي دي چې نومونه يې د دې موافقت ليک په څلورمه ضميمه کې د ليست په بڼه راغلي دي. 4 - د موقتې ادارې هيڅ غړى نه شي کولاى چې په عين وخت کې د اضطراري لويې جرگې د جوړيدو د پاره د ځانگړي خپلواک کميسون غړى هم شي.

ب : کاردود (طرزالعمل)

1 - د موقتې ادارې رئيس او د هغه يا د هغې په غياب کې د مرستيالانو څخه يې يو د موقتې ادارې د غونډو مشرتوب په غاړه اخلي او د خبرو او موادو اجندا جلسو ته وړاندې کوي. 2 - موقته اداره هڅه کوي چې خپلې پريکړې د جمعي اتفاق په توگه وکړي. که چيرې د پريکړې له پاره راى اخستنې ته اړ شي، نو ضرور ده د حاضرو غړو د رايو په اکثريت پريکړه وشي، مگر دا چې په دې موافقتنامه کې په بله توگه په گوته شوي وي. په دې شرط چې د پريکړو له پاره راى اخستلو په صورت کې بايد په غونډه کې 21 غړي حاضر وي په داسې حال کې چې د رايو شمير مساوي شي، د رئيس رايه پريکنده رول لري.

ج - دندې 1 - موقته اداره د دولت ورځنۍ چارې پرمخ بيايي د سولې، امنيت او نظم د ټينگښت او د بهترې ادارې د تامينولو له پاره حق لري چې فرمانونه صادر کړي. 2 - د موقتې ادارې مشر يا مشره او يا د هغو په غياب کې يو له مرستيالانو څخه بايد د موقتې ادارې وړ او ښه تمثيل او استازيتوب وکړي. 3 - د موقتې ادارې هغه غړي چې د مختلفو څانگو دنده يې په غاړه وي، مسئوليت لري چې د موقتې ادارې پاليسي د خپل کار په ساحه کې پلي کړي. 4 - د قدرت د انتقال سره سم موقته اداره پوره قانوني صلاحيت لري چې د پيسو په چاپ او چلند کې اقدام وکړي او په ځانگړي توگه حق لري چې د نړيوالو مالي سازمانونو څخه پيسې ترلاسه کړي. موقته اداره به د ملگرو ملتونو په مرسته د افغانستان مرکزي بانک بيا فعالوي. دا بانک به د بامسئوليته، محاسبوي او څرگند کاردود له مخې د پيسو په تهيه کولو کې د قانون له مخې اقدام کوي. 5 - موقته اداره به د ملگرو ملتونو په مرسته د ملکي مامورينو خپلواک کميسيون جوړوي. نوموړي کميسيون موقتي واکمنۍ او راتلونکې انتقالي واکمنۍ ته د هغو باکفايته او با اهليته کانديدانو لنډ لستونه چې د اداري څانگو په مهمو دندو او همدغه شان د واليانو او ولسوالانو په دندو گمارل کيږي، ورسپاري. 6 - موقته اداره به د ملگرو ملتونو په مرسته د بشري حقوقو يو خپلواک کميسيون جوړ کړي. د دغه کميسيون په دندو کې د بشري حقوقو د رعايت څارنه، د بشري حقوقو د نه مراعت په صورت کې تحقيق او د بشري حقوقو د کورنيو موسساتو ته وده ورکول شامل دي. همدغه شان موقته اداره د ملگرو ملتونو په مرسته د هغو ستونزو په هکله چې په دې موافقتنامه کې نه دي ځاى په ځاى شوي، نور کميسونونه هم جوړولى شي. 7 - د موقتې ادارې غړى به په خپلو کړو وړو کې د يو لړ سلوکي ضوابطو رعايت وکړي چې د نړيوالو معيارونو سره برابر وي. 8 - که چيرې د موقتې ادارې کوم غړى په خپلو کړو وړو کې د پورته ذکر شويو نړيوالو معيارونو اطاعت ونه کړي، بايد د خپلې دندې نه گوښه کړاى شي. د يوه غړي گوښه کول او يا د ادارې څخه د هغه ايستل بايد د رئيس او يا د هغه د کوم مرستيال په وړانديز او د رايو د دوه ثلثو په اکثريت عملي شي. 9 - د لزوم په صورت کې د موقتې ادارې د غړو دندې او صلاحيتونه د ملگرو ملتونو په مرسته تکميل او تصريح کيږي.


څلورم - د اضطراري لويې جرگې د رابللو له پاره ځانگړى خپلواک کميسيون

1 - د اضطراري لويې جرگې د رابللو له پاره يو ځانگړى خپلواک کميسون د موقتې واکمنۍ د جوړولو څخه د يوې مياشتې په دننه کې جوړيږي. په دې ځانگړي خپلواک کميسون کې 21 تنه غړيتوب لري. د دې کميسيون يو شمير غړي بايد په اساسي قانون يا عنعنوي قوانينو کې تخصص ولري. د دې کميسيون غړي به د هغه کانديدانو د لستونو څخه چې د افغانستان په اړوند د ملگرو ملتونو په خبرو کې د برخه والو له خوا وړاندې شوي او همدغه شان د افغان متخصصينو، د مدني ټولنو د ډلو له خوا مخکې ترتيب شوي غوره کيږي. ملگري ملتونه به د دې کميسون په جوړولو، فعالولو او د کميسون د مناسبې دارالانشا په جوړولو کې مرسته وکړي. 2 - دغه ځانگړى خپلواک کميسون به د اضطراري لويې جرگې د کاردود او د اضطراري لويې جرگې د غړو د شمير په ټاکلو کې وروستنۍ تصميم نيونکې مرجع وي. دغه ځانگړى خپلواک کميسون به د مقرراتو او کاردود مسوده جوړوي چې لاندې ټکي به پکې په گوته شوي وي: الف - په لويه جرگه کې په هيواد کې دننه د اوسيدونکو مسکونو او کوچيانو د برخې د ټاکلو له پاره د معيارونو په گوته کول. ب - په پاکستان، ايران او د نړۍ په نورو هيوادونو کې د افغاني کډوالو د پاره د برخې د ټاکلو د معيارونو په گوته کول. ج - په هيواد کې دننه او د هيواد نه د باندې د اسلامي عالمانو په گډون د مدني ټولنو، سازمانونو، بانفوذه شخصيتونو، روښان فکرانو او سوداگرو د برخې د ټاکلو د پاره د معيارونو په گوته کول. دغه ځانگړى خپلواک کميسون به په اضطراري لويه جرگه کې د ښځو او د افغان اولس د نورو پرگنو د استازو مناسب شمير باوري کوي. اوونۍ مخکې د اضطراري لويې جرگې کاردود، مقررات، د جرگې د پرانيستلو نيټه، په نظر کې نيول شوى ځاى او موده چاپ او خپره کړي. 4 - د اضطراري لويې جرگې د پاره به ځانگړى خپلواک کميسيون د کانديدولو د پروسې او د هغې د څارنې او تطبيق کاردود وضع کوي. دغه کميسيون بايد د اضطراري لويې جرگې له پاره د غير مستقيمو انتخاباتو يا غوره کولو پروسه په څرگنده او منصفانه توگه يقيني کړي. دغه ځانگړى خپلواک کميسيون به داسې ميکانيزم او مقررات رامنځ ته کوي چې د هغه له مخې شکايتونه ثبت او د شخړو په صورت کې حکميت وشي. 5 - اضطراري لويه جرگه به د انتقالي ادارې له پاره د دولت مشر انتخابوي او هغه وړانديزونه چې د انتقالي ادارې د جوړښت او د لوړرتبه مامورينو په هکله شوي وي، تصويبوي.

پنځم: نهايي احکام

1 - د قدرت د رسمي انتقال سره سم به په هيواد کې ټول مجاهدين، افغان وسله وال ځواکونه او وسله والې ډلې د موقتې واکمنۍ د کنترول او قوماندې لاندې راځي. او د افغانستان د نوو امنيتي او پوځي غوښتنو سره سم به د هيواد په وسله والو او امنيتي ځواکونو کې تنظيم شي. 2 - موقته واکمني او اضطراري لويه جرگه بايد د نړيوالو هغو اساسي پرنسيپونو او احکامو مطابق عمل وکړي چې د بشر په حقوقو او انساني قوانينو کې خوندي شوي او افغانستان هغه منلي دي. 3 - موقته واکمني بايد د تروريزم، مخدره موادو، او تنظيم شوو جنايتونو په ضد مباره کې د نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي. دغه واکمني بايد نړيوالو قوانينو ته په درنه سترگه وگوري او د خپلو گاونډيو هيوادونو او نړيوالې ټولنې سره سوله ايز او دوستانه اړيکي ټينگې وساتي. 4 - موقته واکمني او د لويې جرگې د رابللو ځانگړى خپلواک کميسيون بايد دا باوري کړي چې په اضطراري لويه جرگه او موقته اداره کې ښځې، ټولې قامي او ديني ټولنې عادلانه استازيتوب ولري. 5 - موقته واکمني هغه اشخاص چې د نړيوالو بشري قوانينو نه يې سرغړونه کړي وي او يا يې د انسانيت په ضد جنايت کړي وي له عدلي تعقيب څخه نه شي معاف کولى. 6 - د موقتې واکمنۍ ټول اقدامات به د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د 1380 لمريز کال پريکړه ليک (14 نومبر 2001ميلادي کال) د افغانستان په هکله د امنيت شورا نورو اړوندو پريکړو سره مطابقت ولري. 7 - د موقتې واکمنۍ لاندې به د ټولو اورگانونو له پاره مقررات او کاردود په غوره توگه د ملگرو ملتو په مرسته رامنځ ته کيږي. ضميمې د دې موافقتنامې داخلي برخې جوړوي چې انگليسي متن يې د 2001 ميلادي کال د دسمبر د مياشتې په پنځمه نيټه په يوه نسخه کې ترتيب شوي اصلي متن دى او بايد د ملگرو ملتونو په ارشيف کې خوندي وساتل شي. رسمي متنونه به په پښتو، دري او نورو هغو ژبو کې چې د ملگرو ملتونو د سرمنشى د خاص استازي له خوا به مشخصې شي، هم ترتيب شي. د ملگرو ملتونو د سرمنشي خاص استازى به تصديق شوې نسخې په انگليسي، پښتو او دري هر يو گډونکونکي ته استوي.

د افغانستان په هکله د ملگرو ملتونو د خبرو د گډونگونکو له پاره د ملگرو ملتونو له پاره د شاهد په توگه


الخضر ابراهيمي د افغانستان د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړى استازى

لومړۍ ضميمه نړيوال امنيتي ځواک

1 - د افغانستان په اړوند د ملگرو ملتونو په خبرو کې برخه وال دا مني چې په ټول هيواد کې د امنيت ټينگښت، نظم او د قانون پلې کول پخپله د افغانانو مسئوليت دى. دغه هدف ته د رسيدو له پاره دا ژمنه کوي چې افغانان به د خپلو ټولو وسايلو، توان او نفوذ سره سم امنيت د ټولو له پاره په شمول د ملگرو ملتونو او نورو نړيوالو حکومتي او غير حکومتي موسساتو او مامورينو چې په افغانستان کې ځاى په ځاى کيږي يقيني کړي. 2 - د دې هدف په نظر کې نيولو سره د خبرو برخه وال غوښتنه کوي چې نړيواله ټولنه به د افغانستان د نويو واکمنو سره د افغانستان د نويو وسله والو او امنيتي ځواکونو په روزنه او جوړيدو کې مرسته کوي. 3 - د دې مطلب په پوهيدو سره چې د افغانستان نوى وسله وال او امنيتى ځواکونو د بشپړ جوړيدو او په کار لويدو له پاره يو څه وخت ته ضرورت لري، نو له دې کبله د ملگرو ملتونو په خبرو کې برخه وال د امنيت د شورا نه غوښتنه کوي چې خپل موظف پوځونه هرڅومره ژر چې کولي شي په افغانستان کې ځاى پرځاى کولو ته توجه وکړي. دا ځواک به د کابل او د هغه د چاپيريال د امنيت د ساتلو په لار کې همکاري وکړي. دغه ځواک کولي شي چې د لزوم په صورت کې د هيواد نورو ښاري مرکزونو او ساحو ته پراختيا ومومي. 4 - د ملگرو ملتونو په خبرو کې برخه وال ژمنه کوي چې له کابل او نورو ښاري مرکزونو او ساحو څخه په کومو چې د ملگرو ملتونو موظف ځواک ځاى په ځاى کيږي، ټول پوځي واحدونه وباسي. دا به هم ښه وي چې دغه ځواکونه د افغانستان د زيربنا (انفراسترکچر) د بيا رغونې په لار کې همکاري وکړي.

دوهمه ضميمه

په موقته دوره کې د ملگرو ملتونو د سازمان نقش

  • 1 - د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگرى استازى په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د هراړخيز کار په ټولو برخو کې مسئوليت لري.
  • 2 - د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړى استازى بايد د دې موافقتنامې ټول مندرجات وڅاري او د تطبيق په لار کې يې مرسته وکړي.
  • 3 - ملگري ملتونه به موقتې واکمنۍ ته د يوه سياسي بيطرفه چاپيريال په رامنځته کيدو کې لارښونه وکړي تر څو اضطراري لويه جرگه په ازادو او منصفانه شرايطو کې راغونډه شي. ملگري ملتونه به د هغو موسساتو او اداري څانگو چال چلند ته چې د اضطراري لويې جرگې دايرول او د هغې نتيجې په مستقيمه توگه د نفوذ لاندې راوړي خاصه توجه وکړي.
  • 4 - د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړى استازى او يا د هغه او هغې له خوا ټاکل شوي هيئت ته به بلنه ورکړل شي چې د موقتې ادارې او د اضطراري لويې جرگي د رابللو د ځانگړي او خپلواک کميسيون په غونډو کې برخه واخلي.
  • 5 - که د هر دليل په وجه موقته اداره يا ځانگړى خپلواک کميسيون د خپلو غونډو څخه منع شي او يا د دې جوگه نه وي چې د اضطراري لويې جرگې د راغونډيدو د موضوعاتو په هکله پريکړه وکړي، په دې هکله به د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړى استازى، د موقتې ادارې يا د ځانگړي خپلواک کميسيون له خوا د نظرياتو په نظر کې نيولو سره د خپل خير او ښيگڼې ماموريت څخه کار اخلي ترڅو په دې باره کې د حل د پاره اسانتياوې برابرې او يا پريکړه وکړي.
  • 6 - ملگري ملتونه بايد حق ولري چې د بشري حقوقو د پښو لاندې کيدو په صورت کې تحقيق، او که ضرورت شي، نو د اصلاحي عمل سپارښتنه وکړي. همدرانگه ملگري ملتونه د بشري حقوقو د پراختيا، د ښوونې او روزنې د پروگرام د تطبيق او د بشر حقوقو ته د درناوي او پاملرنې په لار کې مسئوليت لري.


دريمه ضميمه

د ملگرو ملتونو د سازمان نه د افغانستان په اړوند

د ملگرو ملتونو د خبرو د برخه والو غوښتنه

د ملگرو ملتونو په خبرو کې برخه وال په دې وسيله:

  • 1 - د ملگرو ملتونو او نړيوالو ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان ملي واکمنتوب، د خاورې تماميت او ملي يووالي د ضمانت له پاره ضروري اقدامات وکړي. همدارنگه د افغانستان په کورنيو چارو کې د بهرنيو هيوادونو د لاسوهنې د بندولو په هکله لازم اقدامات وکړي.
  • 2 - د ملگرو ملتونو، نړيوالې ټولنې په ځانگړي ډول د مرسته ورکوونکو هيوادونو او څواړخيزو موسساتو څخه غوښتنه کوي چې د خپلو وعدو د پوره کولو له پاره له موقتې واکمنۍ سره په گډه د افغانستان د بيا رغونې، په پښو دريدو او بيا ودانولو په لار کې خپل واجبات او همکاري يو ځل بيا تائيد، غښتلې او تطبيق کړي.
  • 3 - د ملگرو ملتونو د سازمان څخه غوښتنه کوي هر څه ژر د رايو ورکونکو د نومونو د ثبتولو کار د عمومي انتخاباتو چې د اساسي قانون د تصويب څخه وروسته دايريږي مخکې له مخکې سرته ورسوي او همدارنگه په افغانستان کې نفوس شميرنه هم بشپړه کړي.
  • 4 - د ملگرو ملتونو د سازمان او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ او خلکو د عزت په خوندي ساتلو کې د مجاهدينو د قهرمانانه نقش په پيژندلو سره لازم اقدامات او د موقتې واکمنۍ سره مرسته وکړي تر څو د افغانستان په وسله وال او امنيتي ځواکونو کې مجاهدين بيا مدغم کړي.
  • 5 - ملگرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ته بلنه ورکوي چې د شهيدانو کورنيو او نورو وارثينو، د جنگ ځپلو او د جنگ د معيوبينو سره د مرستې صندوق جوړ کړي.

6 - د ملگرو ملتونو او نړيوالې ټولنې او د سيمه ايزو مرستندويه موسساتو څخه په کلکه غوښتنه کيږي چې د موقتې واکمنۍ سره د نړيوال تروريزم، د مخدره موادو د کرنې او ليږدولو په ضد د مبارزې په لار کې د موقتې واکمنۍ سره همکاري وشي او افغاني کروندگرو د پاره د مالي، مادي او تخنيکي مرستو په برابرولو سره زمينه مساعده کړي، چې د افغانستان کروندگر نور خوراکي پيداوار توليد کړي


سرچينه

    • دعوت مياشتينۍ خپرونې، پرلپسې 132 او 133 گڼې