د بغاوي ناوړه پېښه

د بغاوي پېښه هغه ناوړه پېښه ده چې د سرپل-شبرغان لویه لاره لومړي نمبر لویې لارې پر سر د بمي برید په پایله کې پېښه شوه.

د سرپل جوړه شهیدان چې د طالبانو په سړک غاړې بم برابر او دواړه ووژل شول.

په دې پېښه کې یوه جوړه (شاوو او ناوې) چې دوه میاشتې یې له واده کېدی پر موټرسایکل سپاره اړونده لاره د خسرگنۍ د کور پر لور وی چې د طالبانو له خوا د نوموړې لارې د ساتونکي قومندان لپاره خښ کړای شوی و.

په چاودنه کې د قومندان ضیاء الحق موټر ښيښې ماتې شوي، خو خپله روغ رمټ وتلی، مگر د نوې جوړې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په افغانستان کې ډېری داسې چاودنې په ملکي وگړو رامنځته کېږي چې د دولت وسله والو مخالفینو د دولتي چارواکو لپاره د سړک غاړې ماینونه خښ کړي وي. په ډېرو داسې ماینونو ملکي لېږد رالېږد وسایل برابر او خپل ژوند له لاسه ورکوي.