د بزې کلا (په چېکي: Kozí hrádek) د گوتي سبک یو کلا ده چې د چېک جمهوريت په جنوبي بوهميا کې د ټابور ښار ته نژدې پرته ده. نوموړي کلا له ۱۹۶۲ کال څخه د چېک جمهوریت ملي يادګار دي .

د بزې کلا
یان هوس

تاريخ سمول

د بزې کلا په تاریخو شرچينو کې په ۱۴ پېړی کې ‌‌ذکر شوي وه. د دي سرچینو په مطابق دغه کلا د Vlček z Kozího لخوا جوړه شوه. د ۱۴۰۶ کال څخه د بزې کلا د Ctibor z Kozího په لاس کې وو Ctibor z Kozího د استاذ او کشیس یان هوس پلوي وو او د دي لپاره په ۱۴۱۲ کال کې او وروسته د ۱۴۱۳ کال څخه تر جون ۱۴۱۴ پورې یی په کلا کې کشیش یان هوس ته پناه ورکړ. کله چې یان هوس د برې په کلا کې استوگنه کاوه نو او په کلی کې یی غریبو خلکو هم وعظ کاوه. په دي وخت کې مشهور اثرونه لکه:

  • Postila (په لاتين: post illa verba چې په پښتو کې تر دغو کلمو وروسته معني لري (د انجيل تفسير)
  • O církvi (د کلیسا په هکله یو کتاب)
  • O svatokupectví (دمقدسو شيانو اخيستنه او خرڅلاو)
  • O šesti bludech (د شپږو درواغو په هکله يو کتاب) وليکل شول.[۱]

په ۱۴۳۸ کال کې دغه کلا د Albrecht II. Habsburský د ځواکونو لخوا ويجاړ شوه. په ۱۶ پېړۍ کې د بزې کلا متروک شوي وو.

سرچینې سمول

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Koz%C3%AD_Hr%C3%A1dek