د ایران تاریخ
د ایران تاریخ چې په عام ډول په لویدیځې نړۍ کې د شلمې پیړۍ تر نیمایي پورې د فارس په نوم پېژندل کېده، د یوې لویې سیمې له تاریخ سره چې د لوی ایران په نوم هم پېژندل کېږي، تړلی دی، په لویدیځ کې له اناتولیا نه تر د لرغوني هند او سیر دریا سرحدونو پورې په ختیځ او شمال کې د قفقاز او یوریشیا سټیپ نه تر فارس خلیج او په سویل کې د عمان خلیج پورې سیمې رانغاړي.
ایران د نړۍ یو له پخوانیو لویو پرله پسې تمدنونو کور دی چې تاریخي او ښاري استوګنې یې د ۷۰۰۰ مخکې له میلاد کلونو پورې تاریخ لري. جورج ویلهیم فریدریش هیګل ایرانیان «لومړني تاریخي خلک» بولي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
ایران د خپلو پخوانیو کلتورونو او سترواکیو د اوږد تاریخ په درلودلو سره د منځنۍ دورې په وروستیو او د عصري دورې په لومړیو کې له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی. د کوچي ټبرونو ډېریو يرغلونو، چې مشرانو يې په دې هېواد کې واکمني کوله، پر دې هېواد منفي اغېز وکړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مخکینۍ تاریخچه سمول
د ډبرو لرغونې دوره (paleolithic) سمول
په ایران کې د لرغون پېژندنې لومړني آثار د کاشفرود او ګنج پار په سیمو کې موندل شوي چې ګمان کېږي لرغونوالی یې ۱۰۰۰۰کاله مخکې د ډبرو د لرغونې زمانې منځنۍ دورې پورې ورسېږي. د لرغونو انسانانوله خوا جوړ شوي د موسټریان ډبرې توکي هم موندل شوي دي.[۱۳][۱۴]
د لرغونو انسانانو د ډېریو کلتوري پاتې شویو بقایاوو وخت د ډبرو لرغونې زمانې منځنۍ دورې پورې رسېږي، چې په ځانکړې توګه د زګروس په سیمه کې او لږ یې په مرکزي ایران کې د کوبه، کنجي، بسیتون سمڅ، تمتاما، وارواسي او موندل شووسمڅو کې موندل شوي دي. [۱۵][۱۶]
د ډبرو له نوې دورې تر کالکولیتیک دورې پورې (Neolithic to Chalcolithic) سمول
په ۱۰۰۰۰ مخکې له میلاد نه د چاغه جوولان په څیر ابتدايي کرنیزې ټولنې او په ۸۰۰۰ مخکې له میلاد کې د چوغ بونټ (د ایلام پخواني کلي) په څېر میشت ځایونو سره، په لوېدیځ ایران کې د زګروس د غرونو سیمې او شاوخوا ځایونو کې وده پیل کړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
شاوخوا په ورته وخت کې، د خټو لومړني پېژندل شوي لوښي او د انسانانو او ژویو مجسمې چې له سرې خاورې څخه جوړې شوې وې، د ایران په لویدیځ ګنج دره کې رامنځته شوې وې. د نورو لرغونو آثارو تر څنګ د کرمانشاه ولایت په ټیپ سراب کې د ۱۰۰۰۰ کاله مخکې د انسانانو او ژویو مجسمې هم شتون لري.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
کلاسیک لرغونوالی سمول
د میډیانو او هخامنشیانو سترواکي (۶۵۰-۳۳۰ مخکې له میلاد) سمول
په ۶۴۶ مخکې له میلاد کې،اشوري پاچا اشوربانیپال سوسا یې لوټ کړ، چې په سیمه کې ایلامي برلاسي پای ته ورسیده. د نږدې ۱۵۰ کلونو راهیسې اشوري پاچایانو شمالي بین النهرین ته نږدې غوښتل چې د ایران په لویدیځ کې د میډیانو قبیلې فتح کړي. [۲۷][۲۸][۲۹]
د اوومې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، میډیانو خپله خپلواکي ترلاسه کړه او د دیوسس له خوا یوځای شول. په ۶۱۲ مخکې له میلاد کې، سیکسارس، د دیوسس لمسي او د بابل پاچا نابوپولاسر په اشور برید وکړ او په پای کې یې د اشوریانو پلازمینه نینوا محاصره او په پایله کې یې ویجاړه کړه، چې د نوې-اشوري سترواکۍ د نسکورېدو لامل شو.[۳۰][۳۱]
منځنۍ دوره سمول
د مغول فتح او واکمني (۱۲۱۹-۱۳۷۰) سمول
د مغولو یرغل (۱۲۱۹-۱۲۲۱) سمول
د خوارزمیانو کورنۍ یوازې څو لسیزې د مغولانو تر راتګ پورې دوام وکړ. چنګیز خان مغولان متحد کړل او د هغه په مشرۍ د مغولانو سترواکي په چټکۍ سره څو خواوو ته خپره شوه. په هغه وخت کې د خوارزمیانو سترواکي د علا الدین محمد (۱۲۰۰-۱۲۲۰) په لاس کې وه.
محمد، د چنګیز په څېر، د خپلو ځمکو د پراخولو اراده درلوده او د ایران ډېری برخه یې تر لاسه کړې وه. هغه خپل ځان پاچا اعلان کړ او له عباسي خلیفه الناصر څخه یې د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه. کله چې خلیفه د هغه دا ادعا رد کړه، علا الدین محمد خپل یو مشر خليفه اعلان کړ او د ناصر د ګوښه کولو ناکامه هڅه یې وکړه.[۳۲]
د عصري دورې پیل سمول
ایران د صفوي سلطنت (۱۵۰۲-۱۷۳۶ز) په دوران کې بیا را ژوندی شو، چې تر ټولو نامتو شخصیت یې لومړی شاه عباس و. ځینې تاریخپوهان صفوي کورنۍ ته د ایران د ملي دولت د بنسټ ایښودلو اعتبار ورکوي.
صفوي سترواکي (۱۵۰۱- ۱۷۳۶ز کلونه) سمول
صفوي کورنۍ د فارس (عصري ایران) یو له مهمو واکمنو سلطنتونو څخه و او «ډېری د فارس د معاصر تاریخ پیل ګڼل کېږي». د مسلمانانو له خوا د فارس تر سوبې وروسته هغوی د فارس پر یوې لویې سترواکۍ واکمني وکړه.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
صفويانو له ۱۵۰۱ نه تر ۱۷۲۲ ز کال پورې واکمني وکړه (له ۱۷۲۹ نه تر ۱۷۳۶ پورې لنډه بیارغونه تجربه کړه) او په خپل اوج کې، دوی ټول عصري ایران، آذربایجان او ارمنستان، د ګرجستان ډېری برخې، شمالي قفقاز، عراق، کویټ او افغانستان او همدارنګه د ترکیې، سوریې، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان برخې تر کنټرول لاندې راوستلې.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
د عصري دورې ناوخته سمول
قاجار کورنۍ (۱۷۹۶- ۱۹۲۵ز کلونه) سمول
اغا محمد خان په کورنیو جګړو کې چې د زند وروستي پاچا له مړینې سره پیل شوې وې، بریالی شو. د هغه واکمني د یو مرکزي مشرتوب او متحد ایران د بیا راپورته کېدو لپاره پیژندل کیږي. د نادر شاه له مړینې او د وروستیو زندانو وروسته، د ایران د قفقاز سیمې ډېری سیمې د قفقاز په بېلابېلو خاناتو ویشل شوې وې.[۴۳][۴۴]
له همدې امله، د ایران د اصلي خاورې له خوندي کولو وروسته یې لومړۍ موخه د قفقاز سیمې له ایران سره یوځای کول وو. ګرجستان ته د یوې بشپړې سیمې په سترګه کتل کېده. د اغا محمد خان لپاره، له ایراني سترواکۍ سره د ګرجستان بیا یوځای کېدل د هغې پروسې برخه وه چې شیراز، اصفهان او تبریز یې د هغه تر واکمنۍ لاندې راوستلي وو.[۴۴][۴۵][۴۶]
پهلوي دوره (۱۹۲۵- ۱۹۷۹) سمول
رضا شاه (۱۹۲۵- ۱۹۴۱) سمول
رضا شاه د ۱۹۴۱ ز کال د سپټمبر تر ۱۶مې نیټې پورې نږدې ۱۶ کاله حکومت وکړ، پر ایران باندې د انګلیس- شوروي د یرغل له امله استعفا ته اړ شو. هغه یو استبدادي حکومت رامنځته کړ چې د ملتپالنې، جنګي سیاست، سیکولاریسم او د کمونیزم ضد ارزښتونو سره له سخت سانسور او تبلیغاتو ته یې ارزښت ورکاوه. رضا شاه ډیری ټولنیز-اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل. اردو، حکومتي اداره او مالي تنظیمات یې بیا تنظیم کړل.[۴۷][۴۸]
د هغه واکمني، د خپلو پلویانو لپاره «قانون او نظم، انضباط، مرکزي واک او عصري اسانتیاوې - ښوونځي، ریل ګاډي، بسونه، راډیوګانې، سینماګانې او ټیلیفونونه» رامنځته کړل. په هرحال، د هغه د عصري کولو هڅې د «ډیر ګړندي» او «سطحي» په توګه او د هغه د واکمنۍ په وخت کې د «ظلم، فساد، مالیه ورکولو، د اعتبار نشتوالي» سره د «پولیسو ریاستونو ځانګړي امنیت» تر نیوکې لاندې راغی.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
معاصره دوره سمول
انقلاب او اسلامي جمهوریت (۱۹۷۹ – اوسنۍ) سمول
د ایران انقلاب چې د اسلامي انقلاب په نوم هم یادیږي، هغه انقلاب و چې ایران یې د شاه محمد رضا پهلوي له مطلقه پاچهۍ څخه د ایت الله روح الله خمیني په مشرۍ په یوه اسلامي جمهوریت بدل کړ، چې د انقلاب له رهبرانو او د اسلامي جمهوریت بنسټ ایښودونکی و.[۵۳][۵۴][۵۵]
ویلی شو چې: موده یې د ۱۹۷۸ کال د جنوري په میاشت کې له لومړنیو لویو مظاهرو سره پیل شوه. او د نوي مذهبي اساسي قانون په تصویب سره پای ته ورسیده- چې له مخې یې آیت الله خمیني د ۱۹۷۹ ز کال په ډسمبر میاشت کې د هیواد ستر رهبر شو.[۵۶]
خمیني (۱۹۷۹-۱۹۸۹زکال) سمول
خمیني له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د جون تر ۳ نیټې پورې د ایران د ستر رهبر په توګه دنده ترسره کړه. دا دوره د خمیني په مشرۍ د یوه مذهبي جمهوریت د انقلاب د پیاوړتیا او له عراق سره د قیمتي او خونړۍ جګړې له امله واکمنه وه.
دې ټینګښت تر ۱۹۸۲-۱۹۸۳ ز کال پورې دوام وکړ، ځکه چې ایران د خپل اقتصاد، پوځ او د حکومتي وسایلو ته د رسېدلو زیانونو او د سیکولرانو، کیڼ اړخو او نورو دودیزو مسلمانانو له خوا مظاهرې او پاڅونونو چې پخوا د انقلابیانو متحدین وو، خو اوس مخالفین دي- په مؤثره توګه وځپل. ډیری سیاسي مخالفین د نوي رژیم له خوا اعدام شول.[۵۷][۵۸][۵۹]
سرچینې سمول
- ↑ People, "New evidence: modern civilization began in Iran", 10 Aug 2007 Archived 24 February 2021 at the Wayback Machine., retrieved 1 October 2007
- ↑ Azadpour, M "HEGEL, GEORG WILHELM FRIEDRICH". Encyclopædia Iranica.
- ↑ http://www.britannica.com/ebc/article-9371723 Archived 2008-04-29 at the Wayback Machine. Encyclopædia Britannica Concise Encyclopedia Article: Media
- ↑ Holland, Tom (2011). Persian Fire: The First World Empire, Battle for the West. United Kingdom: Hachette. کينډۍ:ISBN.
- ↑ David Sacks, Oswyn Murray, Lisa R. Brody; Oswyn Murray; Lisa R. Brody (2005). Encyclopedia of the Ancient Greek World. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 256 (at the right portion of the page). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) - ↑ "Largest empire by percentage of world population". Guinness World Records. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۰ جون ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107507180. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ R.M. Savory, Safavids, Encyclopedia of Islam, 2nd edition
- ↑ "The Islamic World to 1600", The Applied History Research Group, The University of Calgary, 1998 Archived 2008-06-12 at the Wayback Machine., retrieved 1 October 2007
- ↑ Iran Islamic Republic Archived 2006-03-16 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica retrieved 23 January 2008
- ↑ Encyclopædia Britannica 23 January 2008 Archived December 15, 2007, at the Wayback Machine.
- ↑ Fisher او نور 1991، صص. 329–330.
- ↑ Ancient Iran, Encyclopædia Britannica, www.britannica.com
- ↑ http://www.pbase.com/k_amj/tehran_museum Archived 2013-07-26 at the Wayback Machine. retrieved 27 March 2008
- ↑ J.D. Vigne, J. Peters and D. Helmer, First Steps of Animal Domestication, Proceedings of the 9th Conference of the International Council of Archaeozoology, Durham, August 2002, کينډۍ:ISBN
- ↑ TRINKAUS, E.; BIGLARI, F. "Middle Paleolithic Human Remains from Bisitun Cave, Iran". مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Early humans in Iran were growing wheat 12,000 years ago". NBC.news. July 5, 2013. مؤرشف من الأصل في November 2, 2020. د لاسرسينېټه September 10, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Riehl, Simone. "Emergence of Agriculture in the Foothills of the Zagros Mountains of Iran (Supplement)". www.researchgate.net. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مې ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Excavations at Chogha Bonut: The earliest village in Susiana". Oi.uchicago.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسينېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hole, Frank (20 July 2004). "NEOLITHIC AGE IN IRAN". Encyclopedia Iranica. Encyclopaedia Iranica Foundation.
- ↑ "Iran, 8000–2000 BC". The Timeline of Art History. The Metropolitan Museum of Art. October 2000. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۰۱. د لاسرسينېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ http://www.pbase.com/k_amj/tehran_museum Archived 2013-07-26 at the Wayback Machine. retrieved 27 March 2008
- ↑ The Archaeology of Elam: Formation and Transformation of an Ancient Iranian State – by D. T. Potts, Cambridge University Press, 1999-07-29 – page 46–47 – کينډۍ:ISBN hardback
- ↑ "Penn Museum – University of Pennsylvania Museum of Archaeology and Anthropology". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Xinhua, "New evidence: modern civilization began in Iran", 10 Aug 2007 Archived 23 November 2016 at the Wayback Machine., retrieved 1 October 2007
- ↑ K. Kris Hirst. "Chogha Mish (Iran)". مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسينېټه ۱۱ جون ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Iran, 1000 BC–1 AD". The Timeline of Art History. The Metropolitan Museum of Art. October 2000. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په January 2002 باندې). The Rise and Fall of Media. International Journal of Kurdish Studies. BNET
- ↑ "Iran, 1000 BC–1 AD". The Timeline of Art History. The Metropolitan Museum of Art. October 2000. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Urartu – Lost Kingdom of Van Archived 2015-07-02 at the Wayback Machine.
- ↑ "Urartu Civilization – All About Turkey". مؤرشف من الأصل في ۰۱ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسينېټه ۱۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Iran". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "SAFAVID DYNASTY". Encyclopædia Iranica.
- ↑ Helen Chapin Metz. Iran, a Country study. 1989. University of Michigan, p. 313.
- ↑ Emory C. Bogle. Islam: Origin and Belief. University of Texas Press. 1989, p. 145.
- ↑ Stanford Jay Shaw. History of the Ottoman Empire. Cambridge University Press. 1977, p. 77.
- ↑ Andrew J. Newman, Safavid Iran: Rebirth of a Persian Empire, I.B. Tauris (March 30, 2006).
- ↑ "Ismail Safavi" Archived 2019-07-25 at the Wayback Machine. Encyclopædia Iranica.
- ↑ Richard Tapper. "Shahsevan in Safavid Persia", Bulletin of the School of Oriental and African Studies, University of London, Vol. 37, No. 3, 1974, p. 324
- ↑ Lawrence Davidson, Arthur Goldschmid, A Concise History of the Middle East, Westview Press, 2006, p. 153
- ↑ "Safavid Dynasty" Archived 2008-01-20 at the Wayback Machine., Britannica Concise. Online Edition 2007
- ↑ R.M. Savory, Safavids, Encyclopedia of Islam, 2nd edition
- ↑ Fisher او نور 1991، ص. 328.
- ↑ ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ Mikaberidze 2011، ص. 409.
- ↑ Lang, David Marshall (1962), A Modern History of Georgia, p. 38. London: Weidenfeld and Nicolson.
- ↑ Fisher او نور 1991، ص. 329.
- ↑ The Columbia Encyclopedia, Sixth Edition: Reza Shah Archived 2009-02-01 at the Wayback Machine.
- ↑ Michael P. Zirinsky; "Imperial Power and Dictatorship: Britain and the Rise of Reza Shah, 1921–1926", International Journal of Middle East Studies 24 (1992), 639–663, Cambridge University Press
- ↑ Ervand, History of Modern Iran, (2008), p.91
- ↑ The Origins of the Iranian Revolution by Roger Homan. International Affairs, Vol. 56, No. 4 (Autumn, 1980), pp. 673–677.کينډۍ:Jstor
- ↑ Richard W. Cottam, Nationalism in Iran, University of Pittsburgh Press, ISBN o-8229-3396-7
- ↑ Bakhash, Shaul, Reign of the Ayatollahs : Iran and the Islamic Revolution by Shaul, Bakhash, Basic Books, c1984, p.22
- ↑ Islamic Revolution Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine., Iran Chamber.
- ↑ Ruhollah Khomeini Archived 2007-10-08 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
- ↑ The Iranian Revolution Archived 2016-10-10 at the Wayback Machine..
- ↑ Iran Islamic Republic Archived 2006-03-16 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
- ↑ Encyclopedia of Islam and Muslim World, Thomson Gale, 2004, p.357 (article by Stockdale, Nancy, L.)
- ↑ Keddie, Modern Iran, (2006), p.241
- ↑ "Iranian Government Constitution, English Text". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۰ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)