د اډېنبوګ کلا

اډېنبورګ کلا د سکاټلنډ په اډېنبورګ کې یوه تاریخي کلا ده، چې لږ تر لږه د اوسپنې له زمانې راهیسې انسانانو اشغال کړې ده، که څه د لومړنۍ مېشتېدا ماهیت نامشخص دی. دا د یوې پرښې/ لویې ډبرې پر سر ولاړه یوه شاهي کلا ده چې لږ تر لږه په دوولسمه پېړۍ کې د سکاټلنډ د لومړي ډېوېد له واکمنۍ څخه دلته موجوده ده او تر ۱۶۳۳ کال پورې د شاهي مېشت ځای په توګه وکارول شوه. له ۱۵مې پېړۍ څخه د استوګنځي په توګه د کلا رول راولېده او په ۱۷مه پېړۍ کې تر ډېره د پوځي لښکرو د مېشت ځای په توګه وکارول شوه. له ۱۹مې پېړۍ وروسته یې د سکاټلند د ملي میراث په توګه ارزښت مخ په لوړېدو شو او د تېرې یوې نیمې پېړۍ راهیسې يې د بیارغونې لپاره بېلابېلې برنامې ترسره شوې.    

د اډېنبوګ کلا
Edinburgh Castle (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
ادرس
Edinburgh Castle, The Esplanade, Edinburgh, EH1 2NG (انګليسي)[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
څښتن
چلوونکی
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
نور مالومات
وېب‌پاڼه
edinburghcastle.scot[۳] (انګرېزي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۵۵°۵۶′۵۵″شمال ۳°۱۲′۰۳″لويديځ / 55.9487°شمال 3.20073°لويديځ / 55.9487; -3.20073[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د اډېنبورګ کلا د سکاټلنډ پاچاهۍ د مهمې پوځي کلا په توګه په ۱۴مه پېړۍ کې د ۱۷۴۵ کال د یعقوبي پاڅون تر راڅرګندېدو پورې د سکاټلنډ د خپلواکۍ د جګړو په ډېرو نښتو کې ښکېله وه. په ۲۰۱۴ کال کې تر سره شویو څېړنو د کلا په ۱۱۰۰ کلن تاریخ کې ۲۶ بریدونه تشخیص کړل او ادعا يې وکړه چې «په لویه بریتانیا کې تر ټولو ډېر محاصره شوې او په نړۍ کې له تر ټولو د ډېرو بریدونو سره مخ شوی ځای دی.» اوسنۍ ډېرې لږ ودانۍ يې په ۱۶مه پېړۍ کې د لانګ له محاصرې سره تړاو لري هغه وخت چې د منځنیو پېړیو زیاتره دفاعي جوړښتونه د توپخانو د بمبارولو په‌واسطه لمنځه لاړل. د دوولسمې پېړۍ له لومړیو څخه د سېنټ مارګارت د وړې کلیسا له تر ټولو د پام وړ استثناوو څخه ده چې په اډېنبورګ کې د تر ټولو زړې ودانۍ، شاهي ماڼۍ او په ۱۶مه پېړۍ کې د تر ټولو لوی تالار په توګه په پام کې نیول کېږي، که څه هم داخلي فضا يې د ویکتوریا د دور له نیمايي وروسته ډېر بدلون کړی. دا کلا همدارنګه د سکاټلنډ د ویاړونو په نوم د شاهي نښانو/ګاڼو لرونکې او د سکاټلنډ د ملي جګړې د یاد ځای او د سکاټلنډ د جګړې ملي موزیم هم دی. که څه هم د کلا اوسنی حضور تر ډېره تشریفاتي او اداري دی خو د بریتانیا پوځیان یې لا هم د ځینې برخو مسولیت پرغاړه لري. د کلا ځینې ودانۍ د پوځي جامو موزیمونه دي چې د سیلانیانو د جاذبې په توګه د کلا په پېژندګلوۍ کې مرسته کوي. [۵][۶]

دا کلا د سکاټلند د تاریخي چاپېریال تر څار لاندې ده، چې د سکاټلنډ د تر ټولو ډېرو سیلانیانو لرونکې او د پیسو په مقابل کې د لیدنې لپاره د انګلستان دویمه جاذبه ده، په ۲۰۱۹ کال کې د ۲.۲ میلیون څخه زیاتو سیلانیانو له دې ځای څخه لیدنه کړې او له ۷۰ سلنه څخه زیاتو فارغو سیلانیانو په اډېنبورګ کې له کلا څخه لیدنه کړې. د اډېنبورګ د شاهي پوځي خال‌وهنې د شا په توګه دا کلا د اډېنبورک په کلنۍ جشنواره کې د ټول سکاټلنډ او په ځانګړي ډول د اډېنبورګ د تشخیص وړ سمبول وبلل شوه. [۷][۸]

تاریخ

سمول

د کلا د پرښې/ډبرې مخکینۍ تاريخچه

سمول

ځمکپوهنه

سمول

دا کلا د مړ شوي اورغورځوونکي د خولپوټي پر سر موقعیت لري چې اټکل کېږي شاوخوا ۳۵۰ میلیون کاله مخکې د ټيټ کاربنېفیروس په دوره کې را پورته شوی. د کلا ډبره د یو اورغورځوونکې تنور پاتې ټوټې دي چې تر سړېدو مخکې يې خپلې شاوخوا رسوبي ډبرې غوڅې کړې دي او د تورو مرمرو یو ډول ډېر کلک [1]ډولریټ یې جوړ کړي. ورپسې یخچالي سولېدنې چې په ختيځه برخه کې یې له نرمې پرښې څخه ساتنه کوله او د پرښو یوه غونډۍ او وروستاړې یې رامنځته کړې د ډولریټ په‌واسطه مقاومت وکړ او خوندي پاتې شوه. [۹]

د کلا د ډبرې څوکه د سمندر له سطحې څخه ۱۳۰ متر (۴۳۰ فوټ) لوړوالی لري او د سویل، لویدیځ او شمال طرفونو ته د منظرې له محوطې څخه ۸۰ متره (۲۶۰ فوټ) ارتفاع لرونکي ډبریز ګړنګونه لري. دا په دې معنا ده چې کلا ته د رسېدلو تر ټولو اسانه لار د هغې ختيځ لور ته ده، چېرته چې د غونډۍ میل په نرمۍ ښکته کېږي. د دغه ډول سیمو دفاعي ګټه په‌خپله روښانه ده، خو د پرښې ځمکپوهنه ځینې ستونزې رامنځته کوي ځکه تور مرمر بیخي د نفوذ قابلیت نه لري. د کلا د پورتنۍ برخې د اوبو تامینول ستونزمن و او په ۲۸ متره (۹۲ فوټ) یو ژور څاه کې د ښکته کېدو سره به ځینې وختونو د وچکالۍ یا محاصرې پر مهال اوبه خلاصېدې چې په ۱۵۷۳ کال کې د لانګ محاصره د دغه ډول پېښو د یوې بېلګې په توګه یادولی شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

لومړنۍ اوسېدنه/سکونت  

سمول

د لرغونپوهنې څېړنو لا دا نه ده څرګنده کړې چې د لومړي ځل لپاره کله د پرښې کلا د انسانانو د استوګنځي په توګه وکارول شوه. د لومړۍ پېړۍ په وروستیو او له میلاد څخه وروسته د بریتانیا پر شمال د جنرال اګریکولا د برید په بهیر کې دې سیمې ته د روم‌یانو د لېوالتیا هېڅ ثبت شوي اثار نه‌شته. له میلاد څخه وروسته په دوییمه پېړۍ کې د بطلیموس نقشه د ووټادېنا په خاوره کې د الونا په نوم مېشت ځای ښيي چې د «پرښې سیمه» په معنا ده، چې په احتمالي ډول دا د پرښې د کلا لپاره لومړی پېژندل شوی نوم دی. که څه هم دا کېدای شي، په سیمه کې د غوڼدیو د ټبر د یوې بلې غونډۍ څوکې ته اشاره وي. د وېنټون ادریو  (زوکړه، شاوخوا ۱۳۵۰- مړینه، شاوخوا ۱۴۲۳) د اوریګینال کرونیکل اثر چې د سکاټلنډ د تاریخ لومړنۍ سرچینه ده، د بریتانیا افسانوي پاچا «ایبراوس» (ابراوکوس)، د بګګېډ [جوړ] اډېنبورګ په نوم یاد کړی. د مخکیني تاریخ لیکونکي مونموت جیفري (زوکړه، شاوخوا ۱۱۰۰-مړینه شاوخوا ۱۱۵۵) په وینا ابراوکوس له خپلو شلو مېرمنو څخه ۵۰ بچیان لرل او د کیریبروک (یورک)، «الکلوډ» (ډامبارټون) او د میدینز کلا بنسټ اېښودونکی و. د ۱۶مې پېړۍ انګلیسی لیکوال جان سټو (زوکړه، شاوخوا ۱۵۲۵- مړینه ۱۶۰۵)، د میدینز کلا د جوړیدو امتیاز ابراوکوس ته ورکوي چې له میلاد څخه مخکې په ۹۸۹ کال کې اډېنبورګ نومول شوې. د میدینز د کلا نوم (په لاتیني ژبه: Castra or Castellum Puellarum) تر ۱۶مې پېړۍ په مکرر ډول یاد شوی. د لومړي ډېوېډ (زوکړه ۱۱۲۴- مړینه ۱۱۵۳ کال) او د سکاټلنډ په پاچاهۍ کې د هغه د ځای ناستو په منشورونو کې لیدل کېږي که څه هم لامل یې معلوم نه دی. د بریتانیا په اړه د وېلیم کامډن د بریتانیا په نوم سروې (۱۶۰۷ کال) کې راغلي چې «بریتانویانو [هغه] د ماینډ اګند [وزر لرونکې لویه ډبره]، سکاټلندۍ، د میډینر کلا او د وېرجېن کلا چې په پخوانۍ زمانه کې به د Picts roiall bloud  په نوم ځوانې پېغلې هلته ساتل کېدلې له نومونو سره یاده کړې». د ۱۷مې پېړۍ د لرغونپوهنې د پلار ریچارډ هې په وینا دا نجونې یوه ډله راهبې وې چې له کلیسا څخه اخراج شوې وې او ځای یې کانون (فرمانبرداره راهبو) ته ورکړل شوی و چې «د سرتېرو تر منځ ژوند کول یې مناسب بلل». په هر حال، دا کیسه د ۱۹مې پېړۍ د لرغونپوه دانیل ویلسون له‌خوا جعلي وګڼل شوه او تر هغه وروسته تاریخ پوهانو له پامه غورځولې ده. دا نوم کېدای شي د «د ۹ پېغلو غونډ/ډله» په نوم له یو ډول افسانې څخه اخیستل شوی وي. ارتوري افسانې داسې وړاندیز کوي چې دا سیمه یو وخت د مورګین لافي لپاره زیارت ځای و هغه یوه له ۹ خویندو څخه وه. وروسته سېنټ موننا چې د هغوی له ۹ ملتیا کوونکو څخه یو بلل کېږي، د شهرت ترلاسه کولو لپاره په اډېنبورګ، دامبارټون او نورو ځایونو کې په کلیساوو پانګونه وکړه. د اوسپنې زمانې د ډېرو نورو غونډیو له‌خوا هم ورته نومونه شریک شوي دي او ښايي په ساده توګه د هغې کلا تعریف وي چې هېڅ‌کله په زور ونه نیول شوه، یا د ماګ ډان په څېر له پخواني بریتانوي نوم څخه اخیستل شوې وي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

سمول
  1. سرچينې تړی: https://canmore.org.uk/site/52068/edinburgh-castle.
  2. سرچينې تړی: https://www.edinburghcastle.scot/plan-your-visit/getting-here.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ سرچينې تړی: https://vocaleyes.co.uk/research/heritage-access-2022/benchmark/. Retrieved: ۹ فبروري ۲۰۲۳.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ذکر کېدنه: Historic Environment Scotland ID.
  5. "Pre-1750 Buildings in Edinburgh Old Town Conservation Area". City of Edinburgh Council, City Development Department. خوندي شوی له the original on 14 June 2012. بياځلي په 30 September 2009.
  6. Caldwell, pp. 20–24.
  7. "ALVA – Association of Leading Visitor Attractions". www.alva.org.uk. بياځلي په 23 October 2020.
  8. Lynn Jones Research Ltd. (28 January 2013). "Edinburgh Visitor Survey: Visitrac Survey Response Analysis" (PDF). City of Edinburgh Council. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 14 October 2017. بياځلي په 13 October 2017.
  9. McAdam, p. 16.
  10. Dunbar, p. 192.
  11. Potter, p. 137.
  12. MacIvor (1993), p. 16.
  13. Harris, p. 11.
  14. Moffat, pp. 268–270.
  15. Andrew of Wyntoun, Orygynale Cronykil of Scotland, quoted in Masson, p. 1.
  16. Geoffrey of Monmouth, pp. 78–79.
  17. Stow, John, Generale Chronicle of England, quoted in Masson, p. 1.
  18. Potter, p. 12.
  19. Wilson (1887), p. 298.
  20. Camden, William (1607). "Lauden or Lothien". Britannia. trans. Philemon Holland. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 April 2009. بياځلي په 23 July 2009.
  21. Halkerston, pp. 8–9: Gillies, p. 3.
  22. Wilson claimed that Father Hay had "no better authority for this nunnery than the misleading name castellum Puellarum". Wilson (1891), vol. 1, p. 4, note 4.
  23. McKean (1991), p. 1.
  24. Chalmers, cited in Chambers, pp. 35–36.
  25. Macritchie.
  26. Potter, p. 141.
  27. Grant (c. 1890), p. 15: McHardy, pp. 13–20.