د افغانستان سياسي گوندونه

د سیاسي گوندونو لنډ تعریف دادی، چې په یوه سیاسي تشکیل کې، د یوه فکر درلودونکي کسان سره راغونډ شي او یوه هدف ته د رسېدو لپاره گډ فعالیت کوي.

دگوندونو د جوړېدو رېښې په تاریخ کې ډېرې لرغونې دي او له لرغوني یونان نه سرچینه اخلي؛ خو مشخص سیاسي گوندونه په تېرو دوو پېړیو کې د نړۍ په گوټ ــ گوټ کې جوړشول، چې بېلابېلې عقیدې او لارې یې درلودې او په بېلابېلو هېوادونو کې یې له خپلو ایډیالوژیو او مفکورو سره سم حکومتونه جوړکړل، چې په دې کې مهم یې سوسیالېست گوندونه، سوسیال دیموکرات گوندونه، کمونیست گوندونه، مسیحي دیموکرات گوندونه، رادیکال، فاشیست گوندونه، ناسیونالیست گوندونه، جمهوري غوښتونکي گوندونه، اخواني گوندونه او نور رازــ راز گوندونه دي، چې په بېلابېلو هېوادنو کې فعالیت کوي.

په افغانستان کې هم چې اوږد تاریخ لري او د تاریخ په اوږدو کې له رازــ راز تحولاتو او بدلونونو سره مخامخ شوی؛ گڼې اجتماعي، فکري او سیاسي ډلې رامنځ ته شوې او خصوصاً صوفیان، ځوانمردان، کاکه گان، پایلوڅان او نور داسې تشکیلونه وو، چې ځانگړي ټولنیز اوسیاسي فعالیتونه یې ترسره کول.

د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د هېواد نابغه زوی علامه سیدجمال الدین افغان د خپل هېواد، اسلامي نړۍ او ټول ختیځ د ازادۍ لپاره یوه داسې سیاسي مفکوره رامنځ ته کړه، چې له کورنۍ استبداد او بهرني ښکېلاک دواړو سره یې مبارزه کوله. ده هم د پردي استعمار د مزدورو حکومتونو د رانسکورولو او هم د ښکېلاک د لاس لنډولو لپاره خلک تنویرول او پاڅون ته یې هڅول او هم یې له داسې حکومتونو سره مفاهمې له لارې د اصلاحاتو او ریفورمونو راوستل غوښتل.

علامه د خپلې نه ستړي کېدونکي مبارزې په ترڅ کې گڼ پیروان بیاموندل، چې په له مستبدو حکومتونو سره یې مبارزه وکړه او په اسلامي هېوادونو کې یې د مشروطیت غورځنگونه چې د درې گونو قواوو اجرايې، قضايې او مقننې قوې سره بېلېدل یې غوښتل ایجاد او گړندي کړل او په دې ترتیب په اسلامي نړۍ او په ختیځو هېوادنو کې د وېښتابه، تحولاتو او انقلابونو دوره پیل شوه.

په افغانستان کې د مشروطیت د غورځنگ خښته په داسې وخت کې کېښودل شوه، چې د امیر عبدالرحمن استبدادي دوره د ده په مړینه سرته رسېدلې وه او دده زوی امیر حبیب الله خان په وخت کې په نسبي ډول د سیاسي تنفس زمینه برابره شوې وه.

د هېواد یو شمېر روڼ اندي مبارزین سره راټول شول او ويي غوښتل، چې د اخبار او نشراتو له لارې په قانوني ډول خپله مشروطیت غوښتونکې مبارزه پیل کړي، دوی له دولت نه وغوښتل، چې د سراج الاخبار افغانستان په نامه د اخبار خپرولو زمینه ورته برابره کړي. ددغه اخبار مدیر مولوي عبدالرووف خان او ورپسې مدیران یې مولوي نجف عليخان، مولوي محمد سرور واصف او نور وو، خو د اخبار تر لومړۍ گڼې خپرېدو وروسته چې په ۱۳۲۳قمري کال د صفرې په ۲۵نېټه خپره شوه، نورې گڼې یې راونه وتې او ښکاري چې انگرېزي ښکېلاک چې دغه اخبار زور ورته معلوم و، ترلاس لاندې حکومت ته کړی وو، چې ددغه اخبار نشرېدل دوام ونه کړي.

روښانفکرانو د اخبار له بندېدلو سره د یوه گوند په جوړولو لاس پورې کړ، چې د لومړیو مشروطیت غوښتونکو په نامه یادیږي، په دې ډله کې د سیدجمال الدین افغان شاگردان او د سراج الاخبار د انجمن غړي شامل وو.دوی غوښتل چې ښکاره فعالیت وکړي او د فشار د یوې قوې په توگه وروـــ ورو استبدادي حکومت په مشروطه حکومت واړوي. د دوی غوښتنې داوې د اسلام د اصولو اطاعت او د قران کریم د ټولو احکامو منل، د ملي حقونو ترلاسه کول او د ملت د استازو تر نظر لاندې د حکومت مشروطول، د ملي حاکمیت تامینول او د ژوند قانوني کول، د ژوند سمول او د ناوړه عادتونو ورکول، د سولې له لارې اصلاحات راوستل او د تشدد مخنیوی، د معارف او مطبوعاتو عامول، د خلکو د ازادو انتخاباتو له لارې د شورا جوړول، د افغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه کول او له نړیوالو سره اړیکې ټینگول، د مساوات او اجتماعي عدالت راوستل، د صنعت او فابریکو له لارې د نوي مدنیت خپرول او د لارو اوبو او برېښنا د تاسیساتو رامنځ ته کول.

د همدې هدف له مخې مشروطه غوښتونکو د مولوي واصف په مشرۍ غونډه وکړه او پاچا ته یې په عریضه کې ولیکل:

«په ځینو هېوادونو کې خلک د زور او پاڅون له لارې حکومت اړباسي، چې خپل اداري نظام د ملت له غوښتونو سره سم کړي، قانوني او مشروطه بڼه ورکړي، خو په ځینو هېوادونو کې روڼ اندی پاچا په خپل نوښت او د خير په نیت په خپل هېواد کې د مشروطیت اصول او قواعد نافذوي، څنگه چې زموږ پاچا عالم اوترقي غوښتونکی دی، نو هیله کېږي چې د حکومت چارې د مشروطیت پر کرښه روانې کړي، چې د خپل سرو او اسلام ضد حکومتونو مخه ونیول شي او خلک د قانوني او مشروطیت په غېږه کې هوسا ژوند وکړي«

دا وخت امیر حبیب الله په جلال اباد کې وو او دا عریضه چې پروفیسر غلام محمد میمنه گي په لاس وروسوله شوه، یو شمېر درباري چاپلوسانو او فکر کېږي انگرېزي مزدورانو پاچا ووېراوه او هماغلته یې ددې غورځنگ څلورغړي لعل محمد خان غلام بچه، جوهرشاه خان غلام بچه، محمدعثمان خان پرواني او محمدایوب خان پوپلزايي اعدام کړل او یو شمېر نور لکه محمد سرور واصف، سعدالله خان الکوزی، عبدالرحمن خان او نوریې په کابل کې په توپ والوځول او گڼ کسان یې زندانونو ته ولوېدل.

د استبداد او استعمار له دې تشدد سره د مشروطیت غورځنگ غلی نه شو؛ بلکې هوښیار او پیاوړی شو، پټې مبارزې یې دوام وکړ او په نتیجه کې د تحت الحمایه پاچا د یوې تورې شپې په تور زړه کې د مشروطیت غوښتونکو د تومانچې په ډزو د لغمان په کله گوش کې ووژل شو او حکومت د مشروطیت غوښتونکو لاس ته ولوېد، چې قوانین جوړ او ترقۍ او پرمختگ پلانونه پلي شول.

د سقوي اړو دوړ په ترڅ کې یوه وړوکي ازادي بښونکې ډله جوړه شوه، چې د امیر حبیب الله کلکاني د وژلو پرېکړه یې کړې وه؛ خو ددې ډلې د یوه غړي قاري دوست محمد نومي له خوا یې جاسوسي وشوه، چې دده په شمول یې ټول غړي ووژل شول، ترنجات وروسته د محمدهاشم خان په استبدادي دوره کې د سیاسي تنفس زمینه نه وه او چا به چې په کورکې هم سیاسي فکر کاوه، زندان ته به اچول کېده.

د شاه محمود خان د حکومت په دوره کې تر ۱۳۲۵کال وروسته وروـــ ورو د سیاسي فعالیت يوه امتحاني دوه رامنځ ته شوه، خو په ۱۳۳۲کال د محمد داودخان په حکومت کې بېرته له منځه ولاړه. د د یموکراسۍ په لسیزه کې اساسي قانون د گوندونو د جوړولو اجازه ورکړه، خو د احزابو قانون نافذ نه شو او په افغانستان کې ناقانونه سیاسي گوندونو خصوصاً له شوروي سره تړلي کمونست گوند ازاد فعالیت پیل کړ او په نتیجه کې یې د ۱۳۵۷کال د ثور خونړۍ کودتا وشوه او د هېواد د ورانۍ او بربادۍ ټول مسولیت د ناقانونه گوندونو پرغاړه دی.

اوس چې یو ځل بیا سیاسي ازادي او ولسواکي اعلان شوې او د گوندونو قانون جوړشوی، تر سلو زیات گوندونه رامنځ ته شوې، خو محسوس فعالیت نه لري او په خلکو کې د نفوذ زمینه یې ځان ته نه ده برابره کړې. د گوندونو تعداد د تفنن لپاره دی او ذوقي او سلیقوي بڼه لري. ښايي د کمیت له اړخه د گوندونو شمېره راټیټه شي او د کیفیت له اړخه وده وکړي، ملت ته کوټلې تگلارې وړاندې او ملي باور تر لاسه کړي.

سرچینې سمول