د افغانستان برېښناکوټونو او ډنډونو لړليک

لکه څنگه چي سيندونه د افغانستان په ملي اقتصادکي رغنده رول لوبولي شي په همدا شان ولاړي اوبه هم دملي اقتصاد په پرمختياکي ستررول لوبولي شي نو لازم بو لم چي افغانستان ولاړي او بو (ډنډونه ) څخه بحث وکړم

د افغانستان برېښناکوټونو او ډنډونو لړليک په افغانستان کي موقعيت لريLua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
 Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.

Dams and reservoirs in Afghanistan (clickable map)

زرقول ډنډ

دزرقول اوبه ديخچالي ډنډ په نوم ياديږي ا وانگريزان يي دوکتوريا په نو م يادوي چي دسمندر له سطحي څخه (٣١٠٠ ) متره جگوالي لري عرضي (٤) کيلو متره ده طول يي په اوسط ډول (٨) کيلو مترو ته رسيږي دزرقول اوبه دامو سيند سرچينه ده او دتاجکستان او افغانستان تر منځ سيا سي سرحد تشکيلوي دزرقول اوبه دکال په اوږدو کي کنگل وي ولي داوړي په دوه نيمو مياشتو کي دغه خاصيت له لاسه ورکوي چي دمنطقي دقرغز قوم دخلکو لپاره دڅارويو دپووندي مناسب ځاي تشکيلوي

چقمقتين ډنډ

دچقمنتين ډنډ دکوچني پاميرپه سيمه کي پروت دتراجمير غاښي ته مخامخ دکاروانونو لاره دهمدي ډنډ تر څنگ تيره شوي ده دچقمنتين دډنډ دلويديځ څخه دواخان سيند څخه سرچينه واخلي (١٤) ددغه ډنډ غظمي اوږدولي (١٧ ) کيلو متره او عرض يي (٢٠٥ ) کيلومتره دي او دسيمي دقرغز خلکو دحيواناتو څړ ځايي بلل کيږي

شيوا ډنډ

شيوا ډنډ لپاره که چيري شرايط مناسب شي نو په راتلونکي کي دتوريزم او سيلانيانو لپاره فوق العاده اقتصادي اهميت لري درڼو، پاکو او خوږو اوبو لرونکي ده چي دڅښلو لپاره ډيري مناسبي دي دشيوا ډنډ دامو سيند ته نژدي دبدخشان ختيځ ته پروت دي په اوړي کي دري مياشتي يخچالي حالت له لاسه ورکوي او نورټول نه مياشتي کنگل وي دسمندر له سطحي څخه (٣٥٠) متره لوړ دي او ږوالي يي (١١) کيلومتره او عرض يي (٨) کيلو متره ده همدا ډول کوچني يخچالي ډنډونه چي عام خلک ورته حوض خاص وايي دسالنگ دکوتل دغاښي پرسر( دسالنگ دتونل دپاسه ) همدا شان دپغمان دره له پاسه او هم دکونړ او نورستان دلوړو لړيو دپاسه شته چي په سيمه يزو او محلي نومونو ياديږي

سيستان ډنډ

دافغانستان په جنوب لويديځه گوښه کي دهلمند هامون ، صابري هامون ، دپوزگ هامون ،دکودزري هامو ن او نمروز ولايت دمحلي سيندونو داو بو تويدنه دسيستان هامون اوبه جوړوي ددغه ډنډ داو حجم ثابت نه دي کله يي حجم زيات او کله يي حجم په کمه ساحه کي محدود وي دپوزک هامو ن (٢٤ ) کيلو متره او ږد (١٩ ) کيلو متره په اندزه عرض لري دصابري هامون (٥٨٤ ) کيلومتره مربع مساحت لري فراه او داو هاروت سيندونه همدلته تويږي ددغه هامو ن عمق ژوردي دشاوخواسيمو او به همدلته راجمع کيږي ددغه نمد او نمکساز او بۀ دفغانستان دهرات په لويد يځ کي پرتي دي او به يي ماليگيني او شاوخوا سيمي يي جبه زار ده دنمک سار ډنډ (کول ) دمالگي دتليد له پلو ه کولاي شي دتالوقانو دمالگي سره سيالي وکړي پدي شرط چي توليد يي دصنعتي او تخنيکي اساساتو له مخي تر سره شي

کودزري ډنډ

گود زره دهلمند هامون په جنوب کي پرته ده طول ا وداوبو حجم کي دموسم دتغير سره سم تغير خوري که هغه زياتيږي او کله هم وچ او يا کمي اوبه لري دغه حالت دپيرو کلونو وچکاليو کي زيات ليدل شوي ده کله چي دهلمند دسيند او به زياتي وي دکمالخان په سيمه کي يوه اندازه او بۀ جدا کيږي او په ودزده کي تويږي گودره دسمندر له سطحي څخه (٤٥ ) متر ه لوړوالي لري

ناور ډنډ

دغزني په ولايت کي دناو ر ولاړي او بو نژدي (٤٠٠ ) کيلو متره مربع ساحه نيولي ده دغزني له ښار څخه (٥٥ ) کيلو متره لري پرته سيمه د ه

غزني ډنډ

دغه ډنډ نسبتا کوچني او دغزني دښار څخه (١٢٨) کيلو متره ليري پرتي دي او دغزني دسيند ابريزه بلل کيږي (١٥)

سرچينې